123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 14.09.2020

د سولې مذاکراتو مخکې او وروسته اطلاعاتو د لاسرسي پر محدویتونو اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د خبریالانو یو ملاتړ بنسټ د سولې د خبرو په بهیر او له دغه بهیره وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي پر محدودېدو اندېښنه ښيي. د افغان دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو ترمنځ د مستقیمو خبرو له پیلېدو دمخه، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د بیان د ازادي په اړه اندېښنې ډېرې شوي دي. د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړه اداره (نی ) وايي، له لسګونو خبریالانو سره یې د خبرو له لارې موندلی چې خبریالان د سولې د خبرو په بهیر او له هغې وروسته اندېښمن دي. د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر د دوشنبې په ورځ په... Читать дальше...

بدخشان کې د سولې په ملاتړ غونډه

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له سولې د ملاتړ په هدف د شاعرانو، لیکوالانو او سندرغاړو په شتون کې یوه لویه غونډه جوړه کړي وه. د ازادي راډیو خبریال نعمت احمدي پرې راپور لري چې هیلۍ اسد یې وړاندې کوي:

د سولې له مذاکراتي ډلو د لرغون پېژندونکو غوښتنه

Pa.azadiradio.com 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال په حکومت او طالبانو غږ کوي چې د سولې په پروسه کې د افغانستان کلتوري میراثونه او تاریخي ځایونه خوندي کړي. د کلتوري میراث ټولنه نن په کابل کې پرانیستل شوه او بل پلو په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات پیل شوي. نور په راپور کې:



'د بلخ په صنعتي پارکونو کې خنډونو د کورنیو تولیداتو د ودې مخه ډب کړې'

Pa.azadiradio.com 

د بلخ په صنعتي پارکونو کې د خنډونو شتون په دغه ولایت کې د کورنیو تولیداتو د ودې مخه نیولې ده. په بلخ کې د سوداګرۍ او صنعت ادارې مسئولان وايي چې د برښنا پرچاوي او کموالی، د اوبو د څاګانو نه شتون، د زورواکو لخوا د صنعتي پارکونو د ځمکو غصب او په دغو پارکونو کې د منظم سړک کاږلو نه شتون په یاد ولایت کې د کورنیو تولیداتو پر وړاندې خنډ شمېرل کېږي. د یادې ادارې مشر شیر احمدسپاهي زاده ازادي راډیو ته ووېل په بلخ کې دوه صنعتي پارکونه شته او په مجموعي ډول په کې څه باندې ۲۵۰ فابریکې فعالې دي. د سپاهي زاده... Читать дальше...

جرمني: د کریملین منتقد 'الکسي ناوالني' مسموم شوی

Pa.azadiradio.com 

جرمني وایي، خپلواکو لابراتواري ارزونو څرګنده کړې چې د کریملین منتقد الکسي ناوالني مسموم شوی دی. دوی وایي، دغه موندنې د فرانسې او سویډن په لابراتوارونو کې معلومې شوې دي. د جرمني دولت نن په یوه بیان کې ویلي: "دریو خپلواکو لابراتوارونو اوس دا شواهد وړاندې کړي چې ناوالني مسموم شوی."  په بیان کې پر روسیې غږ شوی چې دا وضاحت باید ورکړي چې څه یې کړي دي. د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي چې ژر تر ژره د " قتل د دغې هڅې" په اړه وضاحت ورکړي او ووایي چې مسئول یې څوک و. Читать дальше...

ملا برادر د پاکستان بندي او خواجه اصف یې د دفاع وزیر وو: وحید عمر

Mashaalradio.com 

د طالبانو د ستاینې لپاره د پاکستان د یوه پخواني لوړپوړي چارواکي ټویټ ناندریز شوی او د افغان حکومت، یو شمېر افغان سیاستوالو او شنونکو غبرګون یې را پارولی دی. د افغان ولسمشر لوړپوړي سلاکار وحید عمر خواجه اصف ته لیکلي، همدغه ملا برادر هغه مهال په پاکستان کې بندي و چې تاسو د دفاع وزیر وی. عمر دې ټویټ کې وړاندې خواجه اصف ته لیکلي: "کله چې تاسو وزیر وئ، پاکستانيو طالبانو د پوځ پر یوه ښوونځي برید کې ۱۴۰ ماشومان ووژل، ایا هغوی هم خدای درلود." د پاکستان دفاع پخواني وزیر خواجه محمد اصف دغه ټویټ چې د... Читать дальше...

'حکیم تڼیوال په خوست کې حکومتولي منظمه کړې وه'

Mashaalradio.com 

د خوست پخوانی والي استاد حکیم تڼیوال چې څوارلس کاله مخکې د ۲۰۰۶ز کال د سپټمبر په ۱۳مه د پکتیا په مرکز ګردیز کې له ځینو ساتونکو سره یوځای  په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، ۱۴م تلین یې په خوست ښار کې ولمانځل شو. د دې غونډې چمتوکوونکي وايي، چې دولت دې د هېواد د ګردو ملي څهرو تلینونه ولمانځي چې دا به نه یوازې د هغه شخصیت سرښندنې ولس ته ور په یاد کړي بلکې له دې سره به راتلونکې کهول په خپلو ملي اتلانو خبر شي. د خوست د پخواني والي او د پوهنتون استاد حکیم تڼیوال تلینغونډې ته ویناوالو د هغه د شخصیت پر بیلابیلو اړخونو خبرې وکړې. Читать дальше...

ولسمشر غني د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو له مشر سره پر سوله خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ له مشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې. د محمد اشرف غني او جوزف بوریل په دغو خبرو کې د سولې خبرو په ملاتړ، د جمهوریت په ارزښتونو او سراسري اوربند بحث شوی دی. د ارګ خبرپاڼه وایي، جوزف بوریل ویلي چې طالبانو ته به دا پيغام رسوي چې له افغانستان سره د دوی راتلونکې مرستې په دې پورې تړلي چې هلته د جمهوريت ارزښتونه خوندي شي. د خبرپاڼې پر اساس بوریل ویلي، نژدې وخت کې به افغانستان ته ولاړ شي او هلته به له نژدې د جمهوریت له ارزښتونو ملاتړ اعلان کړي. Читать дальше...



د طالبانو پر ستاینه د پاکستان د پخواني چارواکي ټویټ تند غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د ستاینې لپاره د پاکستان د یوه پخواني لوړپوړي چارواکي ټویټ ناندریز شوی او د افغان حکومت، یو شمېر افغان سیاستوالو او شنونکو غبرګون یې را پورته کړی دی. د افغان ولسمشر لوړپوړي سلاکار وحید عمر خواجه اصف ته لیکلي، همدغه ملا برادر چې خدای لري، هغه مهال پاکستان کې بندي و او شکنجه کېده چې تاسو د دفاع وزیر وئ. عمر دې ټویټ کې وړاندې ښاغلي اصف ته لیکلي: "کله چې تاسو وزیر وئ، پاکستاني طالبانو د پوځ پر یوه ښوونځي برید کې ۱۴۰ ماشومان ووژل، ایا هغوی هم خدای درلود." له طالبانو څخه د ملاتړ لپاره... Читать дальше...

'د امنیتي میثاق پلان د کابل ښار پر وضعیت‎ هېڅ اغېز نه‎ دی کړی'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرستان استجواب کړي وو چې د امنیتي میثاق پروګرام د ځانګړتیاو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د جرګې د غړو پوښتنې ځواب کړي. د ولسي جرګې غړي وايي، له کومې ورځې راهیسې چې حکومت د امنیتي میثاق په نوم کوم امنیتي پلان پیل کړی، د کابل ښار پر امنیتي وضعیت‎یې هېڅ اغېز نه‎دی کړی. دوی د دوشنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرستان استجواب کړي وو چې د امنیتي میثاق د ځانګړتیاو، فعالیتونو... Читать дальше...

پر افغان زده‌کوونکو د کرونا اغېز په اړه د ماشومانو خوندیتوب ادارې موندنه

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د کرونا ویروس د محدودیتونو پر مهال په هرو ۱۰ ماشومانو کې ۸ هېڅ نه‌دي زده کړي او یا یې کم څه زده کړي دي. د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې دا خبره نن په یوه تازه راپور کې کړې ده. په راپور کې راغلي، د کرونا ویروس له کبله تر ټولو زیات د بې‌وزله کورنیو ماشومان زیانمن شوي دي. دغه راپور له ۳۵۱ ماشومانو او کورنیو سره د مخامخ خبرو او ۲۹۱ ماشومانو سره له لیرې واټنه د خبرو پر بنسټ جوړ شوی دی. افغانستان کې د دغه بنسټ ویاندې مریم عطایي په یوه پیغام کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د زیانمنو شویو ماشومانو لاسنیوی وکړي.

دوحه کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي یوه هوټل ته وړل شوي

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي یوه هوټل ته دننه بیول شوي دي. خبریالان دغه ځای ته لاسرسی نه‌لري، خو تمه دا ده چې نن یو ځل بیا د دواړو خواوو د تماس ډلې سره وګوري. د تماس دغو ډلو پرون ماښام د لومړي ځل لپاره سره وکتل او د راتلونکو خبرو اترو په اجنډا او مهالوېش‌یې خبرې وکړې چې وروستۍ نه‌شوې. تمه دا وه چې نن دوشنبه مرکچي پلاوي مخامخ خبرې پیل کړي، خو دا خبرې ځنډېدلي او لا هم کره معلومه نه‌ده چې سبا که بله ورځ به ترسره شي. بل لور ته په اسلام‌اباد کې د ازادي راډیو خبریال وایي... Читать дальше...

د پاکستان پوځ: سویلي وزيرستان کې د وسله والو يو ځايي مشر وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ په سویلي وزيرستان کې د وسله والو د يو ځايي مشر د وژلو ادعا کړې ده. د پوځ عامه اړيکو څانګې " ای اېس پي ار" وياند جنرل بابر افتخار پرون پر ټويټر پاڼه ليکلي چې امنيتي ځواکونو د يکشنبې پر ورځ په "ګړيوم شکتوی"کې د استخباراتي مالوماتو پر اساس عمليات وکړل. نوموړي په عملياتو کې د وسله والو د ځايي مشر احسان الله څڼي او د درې نورو وسله والو د وژلو ادعا کړې ده. د پوځ وياند دا ادعا هم کړې چې احسان الله څڼي په مختلفو ترهګریزو پېښو کې لاس درلود چې پکې څو ورځې وړاندې په شکتوی کې پر امنيتي ځواکونو حمله هم شامله ده. Читать дальше...

د شپږیزې لیګ اوم پړاو سیالۍ؛ کابل بازانو پایلوبې ته لاره پیدا کړه

Pa.azadiradio.com 

د شپږیزې لیګ اوم پړاو سیالیو د نن ورځې په لومړۍ نیمه پایلوبه کابل بازانو میس عینک اتلانو ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره پیدا کړه. د سیالۍ پچه کابل بازانو لوبډلمشر وګټله او مقابلې لوبډلې ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه، میس عینک اتلانو په ټاکلو شلو اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې هدف وټاکه. د میس عینک په توپ وهونکو کې حشمت الله شهیدي د پنځه شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په وهلو تر نورو ډېرې ۹۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، تر څنګ يې غمي ځدارڼ ۴۶ او شهزاد محمدي ۴۰ منډې وکړې خو د دوی دومره ډېرو منډو هم میس عینک لوبډله له ماتې ونه ژغورله. Читать дальше...

کریمه حامد فاریابي د اقتصاد وزارت نوماند وزیره وټاکل شوه

Pa.azadiradio.com 

کریمه حامد فاریابي د افغانستان د اقتصاد وزارت د سرپرستې او نوماند وزیرې په توګه وټاکل شوه. جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ولسمشر د حکم له مخې به مېرمن فاریابي تر هغه وخته د وزارت چارې مخته بیایي چې ولسي جرګې ته معرفي کېږي. له دې وړاندې مصطفی مستور د څو کلونو لپاره د اقتصاد وزیر و. له دې وړاندې هم د کابینې ګڼ غړي د وزارتونو لپاره نوماند شوي، خو تر اوسه ولسي جرګې ته د باور رایو لپاره نه‌دي معرفي شوي.

'د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاويو رسمي مذاکرات وځنډېدل'

Pa.azadiradio.com 

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو غړی وايي، د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ نن رسمي مذاکرات نه‌پیلېږي، خو د تماس ډله به سره بیا نن کېني. که څه هم تمه وه چې نن دوشنبه د افغان حکومت د مرکچي پلاوي او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي، خو اوس‌ د مذاکراتو پیل ځنډېدلی دی. د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو غړي د دوشنبې د ورځې په سهار د خپل نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د مذاکراتو لپاره لا هم اجنډا نه‌ده بشپړه شوې او له همدې امله پیل هم ځنډېدلی دی. سرچینه وایي، د تماس ډله به په خپله نننۍ ناسته کې د مذاکراتو پر اجنډا خبرې وکړي. Читать дальше...

د طالبانو ستاینې لپاره د پاکستان د پخواني چارواکي ټویټ ناندریز شوی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د ستاینې لپاره د پاکستان د یوه پخواني لوړپوړي چارواکي ټویټ ناندریز شوی دی. د غه ټویټ پرون د پاکستان د دفاع او بهرنیو چارو پخواني وزیر خواجه محمد اصف کړی دی. نوموړي په دوحه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او د طالبانو د مرستیال ملا عبدالغني برادر له عکس سره په ظاهره امریکا ته په خطاب کې لیکلي: "که زور ستاسې دی، خو الله له موږ سره دی، الله اکبر."   د دغه ټویټ په ځواب کې د افغان ولسمشر لوړپوړي سلاکار وحید عمر خواجه اصف ته لیکلي، همدغه ملا برادر چې خدای لري، هغه مهال پاکستان... Читать дальше...

تېر ۲۴ساعته د نړۍ په کچه تر بل هر وخت د کویډ۱۹ زیاتې پېښې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د ریکارډ تر کچې زیاتې شوي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د نړۍ په کچه تر بل هر وخت د کرونا ویروس زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې شمېر یې درې لکه اووه زره ۹۳۰ ته رسېږي او په دې موده کې ۵۵۰۰ کسان مړه شوي دي. د کرونا وایروس د زیاتو مثبتو پېښو راپور له هندوستان، د امریکا له متحدو ایالتونو او برازیل ورکړل شوی دی. له تېر میلادي کال راهیسې چې کرونا ویروس خپور شو، په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې تر... Читать дальше...


Музыкальные новости
Оззи Осборн

Оззи Осборн во второй раз войдет в Зал славы рок-н-ролла





Персональные новости
Валерий Гергиев

Валерий Гергиев – о Псковщине ее творцах: Псковичи должны гордится, что такой гениальный музыкант родился здесь





چینايي شرکت 'ټیک ټاک' د مایکروسافټ د پیرلو غوښتنلیک رد کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ټکنالوژۍ لوی شرکت مایکروسافټ وايي چینايي شرکت ټیک ټاک یې د رانیولو غوښتنلیک رد کړ. د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ظاهراً ادعا کړې، چې د ویډیوګانو شریکولو چینايي شرکت ټیک ټاک د امریکا ملي امنیت ته ګواښ پېښوي. ښاغلي ټرمپ ویلي وو، د امریکا د ټکنالوژۍ لوی شرکت مایکروسافټ یې هڅولی، چې د ټیک ټاک د امریکا د برخې فعالیت رانیسي. خو مایکروسافټ وايي، په هغو مذاکرو کې چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فشارونو په نتیجه کې پیل شوې وې، چینايي شرکت ټیک ټاک یې غوښتنه رد کړه. مایکروسافټ پرون... Читать дальше...

یونېسف د لومړي ځل لپاره ارزګان کې خپل دفتر پرانیزي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونېسف د لومړي ځل لپاره په جنوبي ولایت ارزګان کې خپل دفتر پرانیزي. یونېسف په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې سره به دغلته نهه لکه کسان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان چې له اساسي خدمتونو بې‌برخې دي، د دوی مرستې ترلاسه کړي. د افغانستان لپاره د یونېسف عمومي مشر ابوبکر کامپو ویلي، له ۱۹۴۹ کال راهیسې لومړی ځل دی چې دوی ارزګان کې فعالیت پيلوي او نوموړي دا کار د هغه ولایت د خلکو د ژوند بدلون لپاره تاریخي لحظه یاده کړې. یونېسف وایي، ارزګان هغه ولایت دی چې د نورو... Читать дальше...

ټرمپ نن کالیفورنیا ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن د لوېدیځو ایالتونو د سفر په لړ کې کالیفورنیا ایالت ته ځي. نوموړی داسې مهال د کالیفورنیا له چارواکو سره ګوري چې په دې ایالت کې د اګسټ له لومړیو راهیسې د اور لګېدو شااوخوا ۴،۰۰۰ کورونه سوځولي او تر ۲۰ ډېر کسان په‌کې مړه شوي دي. د کالیفورنیا د ځنګلونو او اور لګېدنې څخه د خوندیتوب اداره وایي شااوخوا ۱،۲ میلیونه هکتاره ځمکه په دې موده کې اور سوځولې ده. د ولسمشر ټرمپ سفر په درشل کې په کالیفورنیا ایالت کې د سختو بادونو خبرداری هم ورکړل شوی چې ښایي د ځنګلونو د اور لمبې نورې هم زیاتې کړي. Читать дальше...

ارزګان کې د افغان ځواکونو په هوایې برید کې ۴ وسله‌وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

څلور وسله‌وال طالبان په ارزګان ولایت کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شول. سیمه‌ییز چارواکي وایې طالبانو تېره شپه د ترینکوټ ښار په کوټوال سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو د بریدونو نیت درلود چې هوایي بمبارد ورباندې وشو. د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي وویل په دې پېښه کې ګڼ نور طالبان ټپیان شوي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

بادغیس کې چاودنې د ملي اردو ۲ سرتېري وژلي

Pa.azadiradio.com 

د بادغیس چارواکي وایي په دې ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي دي. د بادغیس د والي ویاند فیض محمد میرزا زاده ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون د اب کمري ولسوالۍ به مربوطاتو کې شوې ده. هغه زیاته کړه: "د ملي اردو موټر د سړک غاړې پر ماین برابر شو. د ملي اردو دوه تنه وژل شوي، وروستي جزئیات همدا دي." بل‌خوا په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي ضیاالدین اکازي ازادي راډیو ته ویلي چې په دې چاودنه کې د پوځ پنځه ماین پاکان وژل شوي دي. نوموړي ویلي چې دغه کسان له ماینونو... Читать дальше...

ګڼو نړیوالو رسنیو دوحه کې د افغان سولې د خبرو پر رسمي پیل لیکنې کړي

Pa.azadiradio.com 

ګڼو نړیوالو رسنیو د افغانستان د سولې په اړه دوحه کې د خبرو پر رسمي پیل لیکنې کړي. نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې ویلي، که څه هم ګڼو طالبانو داسې ښودلې چې دوی په ۱۹۹۰ کلونو کې د حکومت کولو د هڅو له تجربو څخه زده‌کړه کړې، نور وېره لري چې له لسیزو جګړو وروسته ښايي تر پخوا هم د وسله‌والو یو سخت دریځه نسل راپورته کړی وي چې د جوړجاړي لپاره به‌یې د دوی د مرکچیانو وړتیا محدوده کړې وي. مېل انلاین مېل انلاین یو راپور خپور کړی چې سرلیک‌یې دی، افغان مرکچیانې سبا د سخت دریځو طالبانو سره ګوري. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Cуперфинал Кубка России планируют провести в «Лужниках», сообщил источник


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Хромачёва и Бабош выиграли турнир WTA в Руане в парном разряде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Группа «ЭкоЛайн» и Сбер заключили соглашение о сотрудничестве





Путин в России и мире
Москва

Путин: Нынешний разворот России на восток стал возможен благодаря БАМу


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

В Минске прошла рабочая встреча Александра Лукашенко и Александра Цыбульского




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Зеленскому предложили не ограничиваться Бандерой и захоронить на капище под Киевом молекулы Гитлера


Навальный в России и мире
Москва

Мосгорсуд оставил в СИЗО журналистку Фаворскую, обвиняемую в экстремизме за репортажи о Навальном



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Фрэнк Синатра

«Он ни разу не наступил мне на ногу!»: Тина Синатра высказалась о планах Мартина Скорсезе снять фильм об ее отце



Москва

В подмосковном институте акушерства и гинекологии назначен новый руководитель

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net