هنګري لپاره د ازادي راډیو خپرونې نن بیا پیل شوې
د هنګري لپاره د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خپرونې چې د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته بندې شوې وې نن د سپټمبر په اتمه یو ځل بیا پیل شوې.
دا پرېکړه په هنګري کې پر رسنیو د محدودیتونو له لګېدو وروسته وشوه.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو سرپرسته مشره دیزې شیندلر وايي، دا راډيو ژمنه ده چې د هنګري ملي ګټو ته پام سره به خپرونې کوي او هغه مسایل به خپروي چې د دې هېواد د خلکو لپاره مهم دي.
ازادي راډیو د هنګري د څانګې جوړېدل تېر کال منی اعلان کړل ځکه وروستۍ څېړنې ښيي چې د هنګري حکومت تقریباً ټولې رسنۍ په یوه ډول سره کنټرولوي او د رسنیو ازادۍ یې محدودې کړې دي.