123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 21.09.2020

ملاله: په بین الافغاني مذاکراتو کې د ښځو حقونه له پامه مه غورځوئ.

Pa.azadiradio.com 

د سولې لپاره د نوبل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د افغانستان د جنګ پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې د ښځو حقونه په نظر کې ونيسي. هغې د سېپټېمبر په ۲۱مه د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت له مشال راډيو سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې دې د ښځو غږ واورېدل شي. "امن زموږ د سيمو لپاره ډېر ضروري دی. زموږ خلک د جنګونو له لاسه بې کوره شوي او خپل خپلوان یې بايللي دي. اوس چې د افغانستان د امن خبرې روانې دي نو هيله مو دا ده چې امن به راشي. خو په دې کې دا ډېره ضروري ده چې دوی د مدني ټولنې او په ځانګړې توګه د ښځو اوازونه خامخا واوري. Читать дальше...

بامیانو کې د بحث پاروونکو څرګندونو په اړه د دانش وضاحت: 'ټولو شخصیتونو ته درناوی کوو'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش بامیانو ولایت کې د خپلو وروستیو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړ. ښاغلي دانش د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۳۱» ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل، د ده هدف تېرو حکومتونو او یا شخصیتونو ته سپکاوی نه، بلکې خلکو ته د جمهوریت او امارت ترمنځ توپیر په ګوته کول وو. ښاغلی دانش زیاتوي: "د دې پرتلې هدف نه قومي او نه هم شخصي و، موږ ټول خپل تاریخ، فرهنګ، قومونو، مشرانو، تاریخي شخصیتونو لکه احمد شاه دراني او امان‌الله خان ته درناوی... Читать дальше...

سویډنۍ پروفیسوره: باید ومنو چې له کرونا سره به اوږده موده ژوند کوو

Pa.azadiradio.com 

د سویډن په کارولینسا انسټیوټ کې د وبايي ناروغیو د څانګې پروفیسوره انامیا ایکسټروم وايي ټول باید ومني چې له کرونا سره به د اوږدې مودې لپاره ژوند کوو. نوموړې د ازادي راډیو د بالکان څانګې له والونا تیلا سره خبرو کې تشریح کړې چې ولې د کویډ ۱۹ سره د سویډن چلند د نورو هېوادونو په مقایسه اغیز لرونکی و



اېسټبلېشمنټ دې سیاست کې لاسوهنه نه کوي: اپوزیشن

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د اپوزیشن یو شمېر ګوندونو د هېواد په سیاسي چارو کې د اېسټیبلېشمنټ د لاسوهنې درولو او له نوي سره د رڼو انتخاباتو غوښتنه کړې. دا غوښتنه د سېپټېمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې تر هغې ګڼګوندیزې غونډې وروسته شوې چې کوربه یې پیپلز ګوند وو. په اعلامیه کې راغلي چې اپوزیشن به د حکومت پر وړاندې تګلاره جوړوي. د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ حکومت وايي، اپوزیشن ګوندونه ځان له احتسابه د ژغورلو لپاره دا ډول غونډې کوي. حکومت او انتخاباتي کمېشن هم په تېرو دوو کلونو کې په بیا بیا ویلي چې د ۲۰۱۸ز کال انتخابات راڼه او منصفانه ول. Читать дальше...

بلخ کې د سلګونه غیر قانوني دیني مدرسو د فعالیت په اړه اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

د هېواد په شمالي ولایت بلخ کې سیمه‌ییز چارواکي د سلګونه غیر قانوني دیني مدرسو د فعالیت په اړه اندېښمن دي. د بلخ د حج او اوقاف مشر محمود دانشجو وايي چې تازه‌یې څه باندې ۱۱۰ دیني مدرسو ته د فعالیت جواز وېشلی، خو لا هم څه باندې ۴۰۰ نورې مدرسې په غیر قانوني ډول فعالې دي. ښاغلی دانشجو وايي چې له جواز پرته او نا ثبت شوې مدرسې اکثراً په ناامنو ولسوالیو او لیرو پرتو سیمو کې فعالیت لري. هغه زیاته کړه: " موږ په هڅه کې یو چې پر ډېرو مدرسو کنټرول پیدا کړو او ترې نظارت وکړو، خو تقریباً ټولې غیر قانوني... Читать дальше...

'خلک مه ورکوئ' غوښتنې ته غبرګون

Mashaalradio.com 

مهدي حسن وايي، دا لومړۍ ځل دی چې سياسي ګوندونو د لادرکه کسانو ستونزه راپورته کړې ده. هغه هيله وښووله چې دغه ګوندونه به په دې اړه خپلې هلې ځلې تېزې کړي او لږ تر لږه به په خلکو کې د لادرکه کسانو په اړه پوهه خپره کړي.

د افغانستان د تدارکاتو ملي ادارې ۸۰۰ میلیونه ډالره سپما کړې

Pa.azadiradio.com 

افغانستان سره د نړیوالو مرستو د دوام اساسي شرط له فساد سره مبارزه ده. د افغانستان د تدارکاتو ملي اداره وايي، وروستیو شپږو کلونو کې دوی له ۶۶ میلیارده افغانیو زیاته سپما کړې ده. د دې ادارې ویاند رامین ایاز د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۳۱» ازادي راډیو ته ویلي، دغه پیسې د روڼتیا تأمینولو په موخه د یادې ادارې د هر اړخیز څار پایله ده. ښاغلي ایاز دا خبرې د نړیوال بانک د راپور د خپرېدو په اړه کړي او زیاتوي: "د تدارکاتو له پروسې د دې ادارې او د تدارکاتو کمېسیون څار لامل شوی چې د تېرو شپږو کلونو... Читать дальше...

د امریکا د نوي فضایي ځواک لومړنۍ ډله قطر کې ځای پرځای شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د نوي فضایي ځواک لومړنۍ ډله له هېواده بهرپه قطر کې ځای پرځای شوې. د دغه ځواک فعالیت به ډېر پرفضا متمرکز وي او هغه به د سپوږمکیو په وسیله مخ ته وړي. امریکایي پوځي چارواکي وایي، دغه ځواک به د دښمن مانورونه څاري او فضا به ساتي چې د جګړو په ډګر بدله نه شي. د امریکا د فضایي ځواک دغه شل کسیزه ډله د قطر په العدید هوایي اډه کې چې په سیمه کې د امریکا د پوځ لویه پوځي اډه بلل کېږي، ځای پرځای شوې. دا د امریکا د وسله والو ځواکونو شپږمه څانګه ده چې له ۱۹۴۷م کال وروسته د امریکا د پوځ په چوکاټ کې جوړېږي. Читать дальше...



د ډله‌ییز جنسي تېري پېښه کې د وژل شوي ۱۳ کلن ماشوم کورنۍ عدالت غواړي

Pa.azadiradio.com 

د ډله‌ییز جنسي تېري په پېښه کې د یوه وژل شوي ۱۳ کلن ماشوم کورنۍ له حکومت څخه د عدالت غوښتنه کوي. بل‌خوا د کندهار امنیتي چارواکي وايي د پېښې په تړاو یې د یوې امنیتي پوستې قوماندان له څلورو پولیسو سره یوځای نیولي دي. په دې اړه پوره جزئیات له کندهاره د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌يې اورېدلی شئ:

د افغان کرکټ مشهور توپ اچونکی 'راشد خان' ۲۲ کلن شو

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه دې اوونۍ په خپرونه کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو، د افغانستان کرکټ او هندوستان غوره لیګ سیالیو په اړه بېلابېل مطالب راټول شوي. ټاکل شوې چې د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شي او په اړه به یې د دې سیالیو په اړه بشپړ معلومات واورئ. د افغان کرکټ مشهور توپ اچونکی راشد خان ۲۲ کلن شو، په همدې بهانه به د ښاغلي راشد د شخصي او لوبیز ژوند په اړه معلومات اورېدلی شئ. د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو ای پي ایل له تازه حاله هم خبرېدای شئ. دا خپرونه اکرام الله... Читать дальше...

بلخ چارواکي: د ملي امنیت لږ تر لږه ۵ سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بلخ چارواکي تاییدوي چې د ملي امنیت لږ تر لږه پنځه سرتېري د طالبانو په برید کې وژل شوي. د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته د پوځیانو د وژنې په تایید سره وویل چې طالبانو تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په پلاس پوش سیمې د ملي امنیت په یوې پوستې ډله ییز برید کړی. فرهاد وویل پنځه سرتېري وژل شوي او د درېیو هغو سرتېرو له ډلې چې د طالبانو په لاس اسیر شوي دوه تنه یې ټپیان دي. د بلخ د والي ویاند وویل چې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې خو دقیق شمېر یې له دوی سره نشته. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

یوناما او اروپايي ټولنې افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان او د اروپايي ټولنې استازولیو د تاوتریخوالي او د ملکیانو د مرګژوبلې د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې. یوناما په خپل ټوېټر لیکلي چې له دې سره په یو وخت چې د سولې نړیواله ورځ لمانځو د افغان ملکیانو مرګژوبله هم زیاته شوې ده. د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما ویلي د ملکيانو د مرګژوبلې زیاتېدو اندېښمنه کړې او ښکېلې خواوې باید د خلکو د ساتنې لپاره سمدستي لاس په کار شي او هم د دوحې د سولې د خبرو لپاره مناسبه فضا رامنځته کړي. اخوا په کابل کې د اروپايي ټولنې د... Читать дальше...

لوګر کې کمانډو ځواکونو زر میله نیول شوې وسله ډایاګ ته وسپارله

Pa.azadiradio.com 

په لوګر کې کمانډو ځواکونو زر میله نیول شوې وسله ډایاګ ته وسپارله. افغان کمانډو ځواکونو د سپټمبر په ۲۰مه په لوګر کې هغه زر میله سپکه او درنه وسله چې د یاد ولایت په بېلابېلو عملیاتو کې يې له وسله‌والو مخالفینو نیولې وه، د بې‌وسلې کولو پروګرام ته وسپارله. چارواکي وايي، د کمانډو ځواکونو دا لاسته راوړنه د دې څرګندونه کوي چې د افغان حکومت وسله‌وال مخالفین نه‌شي کولای د جګړې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، نو له دې کبله سوله د ټولو افغانانو ګډو ارمانونو ته د رسېدلو غوره لاره ده. د لوګر والي محمد اجمل... Читать дальше...

کورنیو چارو وزارت: طالبانو تېرو ۱۵ ورځو کې ۹۸ تنه وژلي او ۲۳۰ نور ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د مذاکراتو د پیل لپاره د تګ‌لارې په جوړېدو بوخت دي، په افغانستان کې جګړې شدت موندلی.   ننګرهار، تخار، کاپیسا، بادغیس، پکتیا، پکتیکا، ارزګان، کندز، میدان وردک، کندهار، غزني، کابل او بامیان هغه ولایتونه دي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې ورڅخه د مرګ‌ژوبلې خبرونه خپرېږي. له دې ۱۳ ولایتونو څخه د ازادي راډیو د خبریالانو د ورکړل شویو راپورونو پر بنسټ، له تېرې دوشنبې راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکیانو په ګډون ۸۸ کسان وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان شوي دي. Читать дальше...

چارواکي: کابل کې ماین چاودنې یو ماشوم وواژه

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې نن د ماین چاودنې په یوه پېښه کې یو یولس کلن ماشوم ووژل شو. د کابل امنیه قومنداني وايي، دا پېښه د اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې شوې ده. د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي رادیو ته په یو استول شوي لیکلي پیغام کې ویلي، چې دا د افغانستان د خلکو د سولې او سوکالۍ د دښمنانو کار دی. نوموړي ویلي، د پېښې څېړل پیل شوي دي. تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

کاپیسا کې ۶ امنیتي سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې شپږ امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل چې دغه سرتېري تېره شپه محب‌خېلو سیمه کې هغه مهال ووژل شول چې طالبانو یې پر پوستو بریدونه وکړل. وژل شویو سرتېرو کې د شاکوټ امنیتي حوزې قوماندان او د هغه پنځه عسکر شامل دي. شایق وایي، ځوابي ډزو کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو نور جزئیات‌یې ورنه‌کړل. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

سرپل کې طالبانو یوه ښځه په ډزو وژلې

Pa.azadiradio.com 

د سرپل سیمه‌ییز چارواکي وايي طالبانو یوه ښځه په ډزو وژلې ده. دا پېښه پرون شپه په سانچارک ولسوالۍ کې شوې. د سانچارک ولسوال نقیب‌الله دقیق په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "یوه ۲۸ کلنه ښځه چې عایشه نومېده او درې ماشومان‌یې هم درلودل د سانچارک ولسوالۍ د تغی خوجې په کلي کې د طالبانو د امر باالمعروف ډلې د مسؤل ملا هاشم له‌خوا په خپل کور کې په ډزو وژل شوې ده. تغی خوجه کلی له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې دی." د دې ښځې د وژنې علت لا نه‌دی معلوم. طالبانو د دې پېښې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ته تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

د هند کرکټ غوره لیګ؛ نن حیدراباد او بنګلور سره سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

د هند د کرکټ په غوره لیګ کې به د سنرایزرز حیدراباد او رویال چلنجنرز بنګلور ټیمونه سره مخ شي. دا لوبه د دوبۍ په نړیوال کرکټ سټډیوم کې ماښام مهال پیلېږي. په حیدراباد لوبډله کې د افغانستان دوه وتلي لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم لوبېږي. راشد خان داسې مهال لوبېږي چې پرون یې د زوکړې دوه ویشتمه کلیزه وه او سنرایزر ټیم ورته مراسم نیولي و. د هند د کرکټ غوره لیګ سږ کال د کرونا وبا د خپرېدو په سبب د هندوستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې د شنبې له ورځې پیل شوی دی. تېره شپه هم په دې لوبو کې ډهلي کپټلز ټیم د کینګز پنجاب لوبډله ماته کړه. Читать дальше...

امریکا د ایران د وسلو پروګرام سره په تړلیو هدفونو بندیزونه لګوي

Pa.azadiradio.com 

امریکا متحده ایالتونه به نن د ورځې په اوږدو کې د ایران د وسلو له پروګرام سره په تړلیو لسګونه هدفونو بندیزونه ولګوي. دا خبره رویټرز اژانس ته یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي تایید کړې. هغه ویلي څه باندې شل کسان او ادارې چې د ایران له اټومي وسلو، راکټي پروګرام او عادي (متعارف) وسلو سره تړلي دي په دې بندیزونو کې شاملېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو هم وړمه ورځ اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو ټول بندیزونه یې له سره په ایران لګولي دي. پومپيو د بندیزونو د بیا لګولو خبره سره له دې چې له ایران... Читать дальше...


Музыкальные новости
Валерий Гергиев

Валерий Гергиев – о Псковщине ее творцах: Псковичи должны гордится, что такой гениальный музыкант родился здесь





Персональные новости
Россия

В России открылись пункты оценки для участников отбора на программу «Время героев»





د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه؛ نړۍ له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کلنۍ غونډه دا اوونۍ په داسې حال کې پیلېږي، چې نړۍ د کرونا ویروس، سیاسي کړکېچ او اقتصادي رکود سره مخامخ ده. د ملګرو ملتونو د سازمان په پنځه اویاکلن تاریخ کې، دا لومړی وار دی، چې د نړۍ رهبران د کرونا وبا له کبله په نیویارک کې تر یوه چتر لاندې نه راټولېږي. د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو شمېر ۱۹۳ ته رسېږي او سږکال د هر هېواد یوازې یو ډیپلومات کولای شي په نیویارک کې د عمومي اسمبلۍ سالون ته ورشي. دوی به هم اړ وي، چې د کرونا ویروس له کبله ماسکونه وکاروي او له یو بله ټاکل شوې اندازه واټن رعایت کړي. Читать дальше...

بلوچستان کې ځینې کروندګر په نوې طریقه د بادرنګو کښت کوي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په شمالي برخو کې کروندګرو په شنو خونو کې د بادرنګو کښت ته مخه کړې. دوی په صوبه کې د اوبو کمښت او وچکالۍ له وجې دې کار ته اړ شوي. په دې طریقه کې کمې اوبه کارېږي. خو دا کاروندګر خپله له دې ډول کرنې سره بلد نه دي، بلکې هغه کاریګر یې ورته نیولي چې په ایران کې یې طریقه زده کړې. نور په ویډیويي رپورټ کې.

د ناټو استازی: افغانان داسې سولې ته هیله‌من دي چې بشري حقونه خوندي کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، افغانان داسې سولې ته هیله‌من دي چې بشري حقونه‌یې خوندي کړي. سټیفانو پونتېکورو ویلي، ناټو سازمان سولې ته د رسېدو په برخه کې د افغانستان ملاتړ ته ژمن دی. هغه زیاته کړه: "دا په رښتیا یو تاریخي فرصت دی چې د افغانستان د لسیزو جګړو ته یوه سیاسي حل لاره پیدا کړي، نن ډېر افغانان دا نېکمرغي نه‌لري چې وطن په سوله کې وویني، خو دوی هیله لري، د دوی هیله با ثباته او دومداره سولې ته ده چې جګړه ختمه کړي او د ټولو افغانانو بشري حقونه خوندي... Читать дальше...

'د هوایي دهلېزونو له لارې صادرات بېرته عادي حالت ته ګرځېدلي'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د کرونا ویروس له امله له قرنطین وروسته د هوایي دهلېزونو له لارې صادرات بېرته خپل عادي حالت ته راګرځېدلي دي. د دغې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل، اوس‌مهال د هوایي دهلېزونو له لارې تر ډېره وچې او تازه مېوې، زعفران، قیمتي ډبرې او لاسي صنایع صادرېږي. هغه زیاته کړه: "له قرنطین وروسته اوس‌مهال بهر ته صادرات عادي شوي، امارت، هند، سعودي، قطر، بهرین هغه هېوادونه دي چې ورته د هوایي دهلېز له لارې صادرات کېږي." نوموړي وویل، وروستیو کې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Расплата за расточительство! ФК «Оренбург» на домашнем поле уступил ФК «Динамо» (Москва) – 1:2


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Новак Джокович

Новак Джокович в пятый раз получил спортивный «Оскар» как атлет года


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Мокрый фасад: как сделать отделку по технологии СФТК





Путин в России и мире
Москва

Владимир Путин поздравил ветеранов с 50-летием начала строительства Байкало-Амурской магистрали


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

В Минске открывается ВНС: что будет




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе


Навальный в России и мире
Москва

Запрещено в служении проводившему панихиду по Навальному священнику



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Сергей Арутюнов

Финалист шоу “Голос” Сергей АРУТЮНОВ прямо при выезде со своего сольного концерта в Кремле cлучайно сбил девушку. А ей оказалась солистка группы Демо.



Москва

Эксперт по аренде Жуков: съем жилья в Москве подешевеет на 5% к июню

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net