123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 26.09.2020

ډاکتر نجیب الله چا وواژه؟

Pa.azadiradio.com 

نن د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د مړینې ۲۴م تلین دی. د ده د تلین په تړاو مو پخوانی طالب چارواکی او د همغه وخت عیني شاهد غږولی. نور جزییات د هیلۍ اسد په رپوټ کې

په اسلام اباد کې د هندوانو احتجاج

Mashaalradio.com 

د سېپټېمبر پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د هندو لږکیو ټولنې د هند په راجستان کې د زیارت لپاره د ورغلو پاکستاني هندوانو پر وژنې احتجاجي مظاهره وکړه. وژل شوي ۱۱ هندوان د سېند صوبې اوسیدونکي ول او په منځ کې یې مېرمنې او ماشومان هم وو. په دې اړه دا ویډیويي راپور وګورئ.

بیلاروس کې د لاریونونو دوام؛ یو شمېر لاریون کوونکې نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په بیلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد اعتراضونه چې تر یوې میاشتې یې ډېره موده کېږي، لا هم دوام لري. لوکاشینکا د اګسټ په ۹مه د ولسمشریزو ټاکنو د ګټلو ادعا کوي، خو مخالفین یې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو تور پورې کوي. یو شمېر معترضې مېرمنې چې زیاتو یې له ځانه سره ګلان لېږدول، نن په مینسک کې په لاریون راوتلې وې. په بیلاروس کې د آزادي راډیو خبریال وایي چې د بلوا ضد پولیسو سمدستي مداخله وکړه او لږ تر لږه لس مېرمنې یې ونیولې. په نیول شویو کې ۷۳ کلنه نینا باهینسکایا هم شامله ده. دا له جسمې اړخه... Читать дальше...



شریفه زرمتي:طالبانو له درو ورځو راهیسي نه دي راسره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

شا او خوا دوې اونۍ مخکې له طالبانو سره د خبرو لپاره افغان پلاوی له کابله دوحې ته تللی. د دولت مرکچي پلاوي غړې شريفه زرمتي وايي له تېرو څو ورځو راهیسې يې د طالبانو سره نه دې کتلې خو دا په دې مانا نه ده چې د دوی ترمنځ د نظر توپير نه ختمېدونکی دی. ملالۍ بشیر له اغلې زرمتي سره مرکه کړې ده.

د کاپیسا چارواکي: حصه دوم کې پر دوو نجونو ډله ییز جنسي تېری شوی

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا امنیتي مسئولین وایي،  په دې ولایت کې د غیر مسئولو وسله والو لخوا پر دوو نجونو ډله ییز جنسي تېری شوی دی.   یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي آزادي راډیو ته وویل چې دا پېښه  تېره شپه د کاپیسا ولایت په حصه دوم ولسوالۍ کې شوې.    د دغې سرچینې په وینا یوولسو نامعلومو وسله والو پر دوو پیغلو نجونو ډله ییز جنسي تېری وکړ.    سرچینه زیاتوي، د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي او د کاپیسا پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړي دي.   په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

خلیلزاد: ښایي طالبان د سیاسي هوکړې مخکې دایمي اوربند ونه مني

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی وړاندوینه کوي چې طالبان به ښایي یوې سیاسي هوکړې ته تر رسېدو دمخه دایمي اوربند ونه مني.   زلمي خلیلزاد پرون د پي بې اس نیوز اور امریکایې رسنۍ د خبریال د پوښتنې په ځواب کې دا خبره وکړه. هغه وویل: "فکر کوم تاسو سم وایاست چې طالبان به تر هغو یو هر اړخیز او دایمي اوربند ونه مني چې یوه سیاسي حل لاره نه وي موندل شوې او دا په نورو ځایونو کې هم په ورته شخړو کې  بې ساری کار نه دی، زه فکر کوم هغوی د تاوتریخوالي کموالی عملي کولی شي او په پام کې... Читать дальше...

کابل کې د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله لسګونو پلویانو لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله لسګونو پلویانو د نوموړي د ۲۴م تلین د لغوه کېدو په غبرګون لاریون وکړ.  ټاکل شوې وه چې نن شنبه دغه ورځ د لویې جرګې په تالار کې ونمانځل شي خو د یو شمېر جهادي ګوندونو په غوښتنه دغه مراسم لغوه شول.  لاریون کوونکو ملي بیرغ او د ډاکتر نجیب الله تصوریرونو په لېږدولو سره د نوموړي د ۲۴م تلین د یاد غونډې لغوه کېدل وغندل.  د لاریون ګډنوال محمود ازادي راډیو ته وویل: "نجیب الله یو وطنپاله شخصیت وو، مونږ ځوانان دلته راټول شوي یو، مونږ د هغه کتابونه، مفکورې او نظریات... Читать дальше...



کابل ته د طالبانو د راتګ ۲۴ مه کلیزه؛ سلګونه کسانو یې پر ضد لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د طالبانو د راتګ د ۲۴ مې کلیزې په ورځ د کابل په شمال کې سلګونو کسانو د دې ډلې پر ضد لاریون وکړ. د ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په پنځمه نېټه د برهان الدین رباني د حکومت په شاتګ سره وسله والو طالبانو کابل ونیوه او پنځه کاله یې حکومت وکړ. په داسې حال کې چې د قطر په بلازمېنه دوحه کې د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې د بیت الافغاني خبرو په کړنلاره بحثونه کېږي، د کابل په شمال کې سلګونو کسانو کابل ته د طالبانو د راتګ د ۲۴ یمې کلیزې په ورځ د دې ډلې پر ضد لاریون وکړ. لاریون کوونکو... Читать дальше...

د هند کرکټ غوره لیګ سیالۍ؛ نن حیدر اباد او کلکتې لوبډلې سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده د هند کرکټ غوره لیګ په روانو لوبو کې نن د حیدر اباد او کلکتې لوبډلې سیالي وکړي. دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان هم په سنرایزر حیدر لوبډله کې لوبه کوي، که څه هم راشد خان په لومړیو دوه لوبو کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړی خو محمد نبي عیس خېل ته بیا تر دا مهال د لوبېدو چانس نه دی ورکړل شوی. په یاد لیګ کې تېره شپه د چینايي یوپرکنګ او همداراز ډهلي کاپیټلس ترمنځ لوبه ترسره شوه چې په کې ډهلي لوبډلې چینايي لوبډلې ته په ۴۴ منډو ماتې ورکړه.

هرات کې د فول رزم جام سیالۍ ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې نن د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې تر نوم لاندې د فول رزم جام سیالۍ ترسره شوې. د هرات ولایت د فول رزم فدارسیون په یوې اعلامیې کې راغلي، په دغو سیالیو کې له ۱۲ زونونو ۶۰ تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ګډون کړی. د اعلامیې له مخې په دغو سیالیو کې ۱۲ ورزشکاران تر نورو ښه وځلېدل. د یو بل خبر له مخې د هرات  ولایت د بدني روزنې ریاست فني مدیر ضیاالحق ضیا ازادي راډیو ته وویل، په دغه ولایت کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د بدمنټون سیالۍ هم روانې دي. د ضیا په خبر د بدمنټون دغه ټاکنیزې سیالۍ... Читать дальше...

د فوټبال غوره لیګ سیالیو دوام؛ شاهین اسمايي دوهم سیالي وګټله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په دوهمه لوبه کې شاهین اسمايي لوبډلې میوند اتلانو ته صفر د درې په مقابل کې ماته ورکړه. د افغانستان د فوټبال فدارسیون مطبوعاتي مسئول شفیع شاداب ازادي راډيو ته وویل، چې نن او سبا کومه لوبه نه کېږي، د دوشنبې په ورځ به سپین غر بازان لوبډله موجهای امو لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته وځي. د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د تېرې پنجشنبې په ورځ پيل شوې، چې په لومړۍ لوبه کې طوفان هریرود لوبډلې اباسین څپې لوبډلې ته یو د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه. د فوټبال غوره لیګ... Читать дальше...

د درمل جوړونکو نړیواله ورځ؛ افغانان له بې کیفته درملو شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن شنبه د سېپټېمبر ۲۶ نېټه د فارمسستانو یا درمل جوړونکو نړیواله ورځ ونماځله.  په افغانستان کې له دغې ورځې په داسې حال کې نماځل کېږي چې خلک له بې کیفته درملو شکایت کوي.    د سېپټېمبر ۲۵ مه د فارمسستانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.    خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په یوه ورځ ځنډ سره د شنبې په ورځ  دغه ورځ ونماځله.    د دغه هېواد د عامې روغتیا سرپرست وزیر جواد عثماني په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل،  چې په افغانستان کې د درملو جوړولو لپاره لپا له ډېرو... Читать дальше...

رېحانه ګل د "زړه په سترګو" خبریالي کوي

Mashaalradio.com 

په "سروې" خپرونه کې مو دا اوونۍ له ریحانه ګل سره خبرې کړې دي.‌ هغه پېښور کې یواځېنۍ ښځینه ژورنالیسته ده چې په نابینا ده. نوموړې اوس مهال د پښتونخوا راډیو اف اېم کې د "مشالونه" په نوم یوه ځانګړې خپرونه پرمخ وړي. د ریحانه ګل د ژوند او کار په اړه خبرې په خپرونه کې واورئ. د خپرونې کوربانه ملیحه امیر زاده ده.

کندز چارواکي: علي آباد کې ماین چاودنې ۲ کسه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د کندز په علي آباد و لسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي. د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري نن رسنیو ته وویل چې طالبانو د یادې ولسوالۍ په رمضاني کلي کې ماین خښ کړی وو چې نن سهار پر ملکي وګړو وچاودېد.   د ښاغلي اکبري په خبره په دې پېښه کې ۴ نور ملکیان ټپیان شوي دي.   طالبانو تر اوسه په اړه تبصره نه ده کړې.

ایرانۍ فعالې 'نسرین ستوده' د نه خوړو اعتصاب پای ته ورساوه

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو یوې بندي ایرانۍ فعالې نسرین ستوده خپل د نه خوړو اعتصاب پای ته ورساوه.   د نوموړي مېړه رضا خاندان نن پر ټولنیزو رسنیو ولیکل چې مېرمنې یې د نازک روغتیایي وضعیت له کبله دا اقدام وکړ.    نوموړي د اګسټ له ۱۱ څخه د تهران په ایوین زندان کې د نه خوړو اعتصاب پیل کړی وو او دلیل یې دا ښودلی وو چې په ایران کې سیاسي بندیان د کرونا ویروس له خطر سره مخامخ دي.    نسرین ستوده د سېپټېمبر پر ۱۹ مه د خراب روغتیایې وضعیت له کبله روغتون ته انتقال شوه خو څلور ورځې وروسته بېرته زندان ته یوړل شوه چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول. Читать дальше...

اوکراین کې د یوې الوتکې د لوېدو له امله  ۲۶ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ وایي، په دې هېواد کې د یوې پوځي مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له کبله  ۲۶ سپرلۍ وژل شوي دي.   د اوکراین هوایې ځواکونو ویلي دا انټونوف An-26  ډوله الوتکه پرون مازدیګر د دې هېواد په شمال ختیځ سیمه خارکیف کې د کېناستلو پر مهال لویدلې ده.    چارواکو وروسته وویل چې یوه پیلوټ د الوتکې تر کېناستلو لږ مخته د یوه انجن د خرابوالي راپور ورکړی دی.   په دې پېښه کې په لومړي سر کې دوه کسان ژوندي پاتې شوي وو او روغتون ته انتقال شول چې وروسته د یوه کس د مړینې خبر ورکړل شو.   د پېښې د علت په اړه تحقیقات روان دي. Читать дальше...

قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د تماس پلاویو غونډې ولې ځنډېدلي؟

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې نن به د دواړو خواوو تر منځ کومه ناسته ونه شي، خو د حکومت د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ بیا وايي، په دې اړه څه ویل له وخته مخکې دي. د دوه اوونیو په تېرېدو سره له هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د خبرو کړنلاره نه ده ورستۍ شوې او اټکل کېږي چې نن هم کومه ناسته ونه شي. د طالبانو په مرکچي پلاوي کې یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي، چې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Владимир Спиваков

Концерт благотворительного фонда Владимира Спивакова прошел в Солнечногорске





Персональные новости
Сергей Собянин

Сергей Собянин: Новый путепровод улучшит пропускную способность других трасс





ښايي د واکسین تر جوړېدو کرونا ویروس دوه میلیون مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د الرژۍ او عفوني ناروغیو د انسټېټیوټ وايي، تر هغو چې واکسین جوړېږي ممکن له کرونا ویروسه دوه میلیونه انسانان مړه شي. دې انسټېټیوټ له خلکو وغوښتل چې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي اصول په پام کې ونیسي څو له دې کبله د مړینو شمېر ډېر نه شي. په داسې حال کې چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر یو میلیون ته نژدې کېږي، د امریکا د متحدو ایالتونو د ساري یا خپرېدونکو ناروغی متخصصان د دې وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د هلوځلو د کمېدو پر وړاندې خبرداری ورکوي. پرون جمعه له خلکو وغوښتل... Читать дальше...

ټرمپ یوه محافظه کاره  قاضي 'امې کاني باریټ' د سترې محکمې مشره ټاکي

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وایي، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پام کې  لري یوه محافظه کاره  قاضي "امې کاني باریټ" د سترې محکمې د مشرې په توګه معرفي کړي.   دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې څو اونۍ وخت پاتې دی.   تمه ده چې ولسمشر ټرمپ نن مازدیګر دا  اعلان وکړي.   د نیویارک ټایمز او سي ان ان په ګډون یو شمېر امریکایې رسنیو پرون راپور ورکړ چې ولسمشر د دې کار نیت لري.

چارواکي: فیض آباد کې  ۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي، د بدخشان په فیض آباد ښار کې  ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.   د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناالله روحاني نن آزادي راډیو ته وویل چې دا پېښه  تېره شپه د طالبانو تر برید وروسته وشوه.   هغه زیاته کړه: " د دولت وسله والو مخالفینو تېره شپه د دوآبه په یفتل سیمه کې د ملي پاڅون کوونکو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول، دغې نښتې تر درېیو بجو دوام وکړ، طالبانو بېرته شاتګ وکړ." ښاغلی روحاني زیاتوي چې په دې نښتو کې د قومندان غازي... Читать дальше...

چارواکي: د طالبانو د ځپلو په موخه ګیزاب او دهراوود کې عملیات پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

امنیتي چارواکي وايي، د ارزګان ګیزاب او دهراوود ولسوالیو کې د طالبانو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي دي.  دغه چارواکي وايي، دواړو ولسوالیو ته کمانډو سرتېري رسېدلي دي او لسګونه وسله وال طالبانوته مرګ ژوبله اړولې.   خو د یاد ولسواليو خلک او د ولسي جرګې غړي وايي، وسله والو طالبانو لا هم یاد ولسوالۍ کلکې محاصره کړي  دي او هلته جګړې روانې دي.  په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه د ازادي راډيو راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

افغان چارواکي: ټول هېواد کې لسګونه پراختیايي پروژې پلي کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې ۲۵۹ پراختیايي پروژې پلي کوي.  د دغو پروژو تړون نن له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شو.  د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند وايي، چې د دغو پروژو ټولیز لګښت له دوو میلیاردو افغانیو اوړي او په لومړي ځل کوچیان هم ورنه برخمن شوي.  د دغه وزارت د اعلامیې پر بنسټ، په یادو پروژو کې د څښاک د پاکو اوبو، سړکونو، استنادي او محافظتي دېوالونه او د اوبو رسولو د کانالونه جوړول شامل دي.  په اعلامیه کې راغلي، له نویو پروژو به په... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Блиц-матч по шахматам между двумя командами провели в павильоне «Спорт для каждого»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Дарья Касаткина

Теннисистка Касаткина отреагировала на высказывания Винер о россиянах


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В Москве прошла эковыставка Hydrate The World





Путин в России и мире
Москва

Путин спросил Беглова о причинах снижения популярности Петербурга у туристов


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

Силовики задержали за сутки пятерых журналистов, часть проходит по делу об «участии в работе ФБК», одного жестоко избили при задержании



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Песня

Вывод Песни, Альбома, Клипа в ТОП Музыкальных Чартов!



Москва

СМИ: Во время нападения на «Крокус» погиб полковник ГРУ

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net