123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 23.09.2020

په کوټه کې د پښتنو کلتوري ورځ ولمانځل شوه

Mashaalradio.com 

نن [د سېپټېمبر پر ۲۳مه] د پښتنو کلتوري ورځ ولمانځل شوه. د دې ورځې د لمانځلو پرېکړه په ۲۰۱۵ز کال کې د کوټې پښتو اکاډمي لخوا د وربلل شوي یوه نړیوال کنفرانس پر مهال وشوه. دا ورځ د بلوچستان د سر ښار کوټې په شمول په بېلا بېلو ښارونو کې په ډول، اتڼونو او غونډو سره ولمانځل شوه چې پښتنو خپلې دوديزې خولۍ او پګړۍ پر سر کړې وې. نور حال د صمد شبنم په وېډیویي راپور کې

شمالي وزيرستان: په سپلګه کې د ځايي کسانو نيولو پرضد پرلت دوام لري

Mashaalradio.com 

د شمالي وزيرستان د میرامشا په سپلګه کې ځايي ولس د سېپټېمبر له ۲۰مې پرلت وهلی او د امنيتي ځواکونو لخوا د نيول شويو کسانو راخوشې کولو غوښتنه کوي. دوی وايي د سېپټېمبر پر ۱۹مه دغلته د دوو عسکرو له وژل کېدو وروسته امنیتي عسکرو عام وګړي نیولي او تشدد یې پرې کړی دی خو امنیتي چارواکي د تشدد ادعا ردوي او وايي چې ګرفتار کسان به ژر پرېږدي.



د ځینو رسنیو مسؤلین: قطر کې معلوماتو ته نه‌لاسرسی د رسنیو 'سانسور' دی

Pa.azadiradio.com 

د رسنیو له خبري پوښښ لیرې، په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې! د یو شمېر رسنیو مسؤلان وايي، حکومت په قطر کې د سولې مذاکراتو د خبري پوښښ په برخه کې له رسنیو سره همکاري نه‌ده کړې.   دوی وايي، افغانان په قطر کې د روانو خبرو په اړه بشپړ معلومات نه‌لري او دا په یوه ډول د رسنیو "سانسور" دی.   د کلید ګروپ اجرائیه مشرې نجیبې ایوبي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۰۲» په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د خبرو دواړه لوري مسؤلیت لري چې په قطر کې د روانو خبرو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي، نه دا چې د رسنیو غږ ټپ کړي. Читать дальше...

د جي اېچ کیو ناستې په اړه د جماعت اسلامي له مشر سراج الحق سره مرکه

Mashaalradio.com 

پاکستان کې د اپوزيشن ګوندونو ۱۵ مشرانو د سېپټېمبر پر ۱۶مه د دې هېواد له بوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او استخباراتي ادارې له مشر جنرال فيض حميد سره په جي اېچ کیو کې ولیدل. د جماعت اسلامي مشر سراج الحق هم په دې ناسته کې ګډون کړی وو، زموږ خبریال احمد شاه اعظمي پر دې همدې موضوع ورسره ږغېدلی.

بشر حقونو کمېسیون: ۶۸.۶ سلنه نجونې غزني او ۴۵.۴ نور فاریاب کې له زده‌کړو پاتې دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په غزني کې ۶۸،۶ سلنه او په فاریاب کې ۴۵،۴ سلنه نجونې چې د ښوونځیو په شرایطو برابرې دي له زده‌کړو بې‌برخې دي. دغه کمېسیون په خپل تازه راپور کې چې 'غزني او فاریاب ولایتونو کې یې زده‌کړو ته د نجونو د لاسرسي' په نوم خپور کړی، ښيي چې یادو ولایتونو کې نجونې په لوړه کچه له ښوونې او روزنې بې‌برخې دي.  د دې کمېسیون راپور کې راغلي، نا امنيو، د دولت د حاکمیت نشتوالي، پر ټولنه حاکم باورونه، بې‌وزلي، د لارو لیرېوالی، د ښځینه ښوونکو نشتوالی او یو شمېر نور مسایلو... Читать дальше...

د پښتنو کلتوري ورځ په پراخه کچه ولې نه لمانځل کېږي؟

Mashaalradio.com 

په کوټه کې په ۲۰۱۵زکال کې د پښتو اکېډمۍ له خوا جوړ شوي د پښتو نړيوال کنفرنس کې هرکال د سېپټېمبر ۲۳مه د پښتون کلتور ورځې په توګه د لمانځلو فيصله شوې وه. هم په دې لړ کې نن ( سېپټېمبر ۲۳) د دې ورځې په مناسبت د کوټې پښتو اکېډمۍ غونډه جوړ کړې ده. خو د دې ترڅنګ په ټولنيزو رسنيو پښتانه خپل داسې تصويرونه پورته کوي چې پکې يې کلتوري جامې اغوستې وي. په تېرو څو کالونو کې داسې ليدل شوي چې دا ورځ په خيبر پښتونخوا او افغانستان کې لږ او د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو کې يې زیات خلک لمانځي. د مشال تر رڼا لاندې بحث... Читать дальше...

د کابل په یو شمېر دېوالونو د سولې شعارونه

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په دې شعار چې سوله مینه ده او ځیني بیا په دې پیغام چې جنګ بس دی دېوالونه رنګین کړي دي. دغه انځورګري د هنرسالار ډلې له‌خوا په کابل او څلورو ولایتونو شوې ده. ناجیه ساپۍ راپور لري



د بریتانیا د نوې پرېکړې په اړه د افغان ژباړونکو اعتراض

Pa.azadiradio.com 

نږدې ۲۰۰ هغه افغان ژباړونکو چې په افغانستان کې يې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی په کابل کې یوه اعتراضیه غونډه وکړه. دوی د بریتانیا له هغه نوې پرېکړې راضي نه‌دي چې له مخې يې لسګونه نورو افغان ژباړونکو ته په هغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکول کېږي. دوی وايي چې د نوې پرېکړې شرایط نه‌شي پوره کولای. د بریتانیا حکومت د نوې پرېکړې پر بنسټ اوس هغه افغانان هم کولای شي بریتانیا کې د مېشت کېدو غوښتنلیک وړاندې کړي چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ‌یې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ۱۸ میاشتې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی وي، خو وروسته‌یې استعفا کړې وي. Читать дальше...

امریکا کې د 'کووېډ-۱۹' له کبله د مړو شمېر له ۲ لکو واوښت

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د 'کووېډ-۱۹' له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر دوه لکو ۸۰۷ کسانو ته ورسېد او تر اوسه نږدې شپږ میلیونه او نهه لکه کسان په دغه ویروس اخته شوي دي. دغه هېواد کې د جان هاپکنز پوهنتون چې د همدې وبا له لومړۍ ورځې دا پېښې ثبتوي وایي، دغه شمېر تأیید کړ. امریکا کې د مړینو شمېر پرون سې شنبه داسې مهال له دوه لکو واوښت چې یوه ورځ مخکې ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، امریکایانو د دغه ویروس بدې ورځې تر شا پرېښي. امریکا کې د کرونا پېښې او له کبله‌یې د مړینې شمېر تر بل هر هېواد زیات دی. ټرمپ د ملګرو... Читать дальше...

ننګرهار کې افغان کلتوري ورځ ولمانځل شوه

Mashaalradio.com 

د افغانستان په ننګرهار کې د سېپټېمبر پر ۲۲مه نېټه د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ملتور ورځ د باچا خان کمپلکس په انګړ کې ولمانځله چې پکې د پښتنو او په تېره د ختیزو برخو ګڼې کلتوري نندارې وړاندې شوې وې. یوشمېر ښځو او نجونو افغان ګنډ کمیسونه اغوستي ول. چمبې یې وهلې، په مېچنه یې غنم وړول. له مستو یې شړومبي اېستلې او ځوانانو لونګۍ تړلې وې. ښکلا سادات او قسیم خان وايي خپلې خویندې او وروڼه چې په خپلو کلتوري جامو کې ویني نو خوښي احساسوي. په انګړ کې د خوسي لوبه وشوه، غېږي یا پهلواني او ملي اتڼونه کېدل. Читать дальше...

لوکاشینکا د شپږم وار لپاره د ولسمشرۍ لوړه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا نن د شپږم وار لپاره د ولسمشرۍ لوړه پر ځای کړه. دا مراسم چې له وړاندې نه‌وو اعلان شوي داسې مهال ترسره شول چې د تېرې میاشتې ولسمشرۍ انتخاباتو د پایلو تر اعلان وروسته په دې هېواد کې پراخې حکومت ضد مظاهرې وشوې. بیلتا رسمي خبري اژانس نن راپور ورکړ چې نننیو مراسمو ته سلګونه لوړپوړي چارواکي وربلل شوي وو، خو په راپور کې دا نه‌دي ویل شوي چې دا چارواکي څوک او څه شمېر کسانو په مراسمو کې ګډون کړی وو. بیلتا لیکلي د بلاروس د انتخاباتو کمېسیون مشر ښاغلي لوکاشینکا ته د ولسمشرۍ تصدیق‌نامه وسپارله. Читать дальше...

استرالیا کې نن هم د نهنګانو د ژغورنې عملیات دوام لري

Pa.azadiradio.com 

په استرالیا کې نن هم په یوې ساحلي سیمه کې د بند پاته شویو نهنګانو د ژغورنې عملیات دوام لري. د راپورونو له مخې تر اوسه د تسمانیا ټاپو په کم عمقه اوبو کې څه باندې ۴۰۰ نهنګان بند پاته دي. د دې سیمې د وحشي ژویو او پارکونو د خدماتو مشر نیک دیکا نن وویل چې داسې ښکاري ډېری نهنګان به مړه شوي وي. د ښاغلي دیکا په خبره د نهنګانو د وضعیت د ارزونې لپاره کښتۍ لېږل شوي څو معلومه کړي د ځینو نهنګانو ژغورل شونی دی که نه؟ پیلوټ نومي نهنګان معمولاً د استرالیا په جنوب کې اوسېږي. دغه نهنګان تر اووه متره اوږدوالی او درې زره کیلو ګرامه وزن لري.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ غونډه؛ ګوترش د راتلونکو ننګونو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د نړۍ د مشرانو غونډه په داسې حال کې پرانیسته چې ملګري ملتونه ۷۵مه کالیزه لمانځي. سرمنشي په دې غونډه کې چې تر ډېره انلاین وه، د راتلونکو ننګونو په وړاندې خبرداری ورکړ. د سرمنشي د پرانیستونکې وینا ترڅنګ د امریکا، چین، روسیې، ترکیې او ایران مشرانو هم ویناوې وکړې. دا ځل د ډېرو مشرانو پام هغو ستونزو ته و چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله انسانان ورسره مخامخ شوي دي او له همدې کبله د لومړي ځل لپاره د دې ویروس د خپرېدو په خاطر ډېرو مشرانو انلاین ویناوې وکړې. د... Читать дальше...

د کرملېن منتقد الکسي ناوالني له روغتونه رخصت شو

Pa.azadiradio.com 

د کرملېن منتقد الکسي ناوالني په جرمني کې تر درملنې وروسته د برلین له یوه روغتونه رخصت شو. په جرمني کې د چریتي روغتون په یوې اعلامیه کې نن ویلي چې د ناوالني روغتیایي وضعیت اوس دومره ښه شوی چې د روغتون د ځانګړو مراقبتونو له برخې رخصت شي. ډاکتران دا هم وایي چې د مسمومیت د اوږدمهاله اغېزو په اړه د ارزونې لپاره لا اوس وختي دی. نوموړی تېره میاشت هغه مهال چې په صربیا کې په یوې الوتکه کې ناروغ شوی وو، جرمني ته د درملنې لپاره انتقال شو. روغتیایي چارواکي وایي د ناوالني ازموینو په جرمني، فرانسې او سويډن... Читать дальше...

د سولې خبرې، د طالبانو دريځ او څو پوښتنې

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې روانې دي. د نړۍ په هر هیواد کې د سولې خبرې اسانه کار نه دی خو دا چې اوس افغانان سره یو ځای شوي او له یو بل سره خبرې کوي، دا حقیقت د یوه روښانه راتلونکي هيله بښي.

د احصائیې ملي اداره: الکترونیکي تذکره کې د مور نوم لیکل اختیاري دی

Pa.azadiradio.com 

د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وايي، د الکترونیکي تذکرې په پاڼه کې د مور نوم لیکل اجباري نه‌دي او که څوک‌یې ونه‌غواړي، دا کار نه‌کېږي. د دې ادارې رئیس احمد جاوېد رسولي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، له دې وړاندې هم په ډیټابېس یا د معلوماتو په ذخیره کې د مور نوم لیکل کېده، خو اوس د نوي قانون پر بنسټ، د هر شخص د خوښې پر بنسټ، د مور نوم د الکترونیکي تذکرې په لومړۍ صفحه لیکل کېږي. ښاغلي رسولي زیاته کړه، دوی تر اوسه نږدې یو میلیون الکترونیکي تذکرې وېشلي او دا ټولې با اعتباره یا د باور وړ دي،... Читать дальше...

د تاج بي بي درې مېړونه په جنګ کې وژل شوي

Mashaalradio.com 

د تاج بي بي په نوم یو مېرمن چې د افغانستان کونړ ولایت له مرورې ولسوالۍ سره تعلق لري، پرلپسې درې خاوندانو ته چې سره ورونه ول، او د افغان ملي پوځ په لیکو کې وژل شوي ول، په نکاح شوې او څلورم ورور ته چې هغه هم په ملي پوځ کې سرتېری دی په نکاح شوې ده.


Музыкальные новости
Александр Розенбаум

Розенбаум жестко высмеял женщин, увлекающихся пластикой: “Посмотрите на этих губастых!”





Персональные новости
Динамо

МФК «Динамо Пушкино» вошел в топ-8 команд Всероссийского футбольного турнира «Кубок Казани»





خلیلزاد: له افغان ښځو سره به مل اوسو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د امریکا د کانګریس په استماعیه غونډه کې د ګڼو نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانانو پر حقونو په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو هم خبرې وکړې.

خوستۍ ښځې: په مذاکراتو کې دې د ښځو لاسته راوړنې خوندي شي

Pa.azadiradio.com 

د خوست ښځې په قطر کې افغان خپلمنځیو خبرو اترو ته هیله منې دي او غواړي په لومړي ګام کې دواړه خواوې په خپلو کې دایمي اوربند وکړي. دوی زیاتوي، یوازې په سرتاسري سوله کې هغه پرمختګونه او لاسته راوړنې خوندي کېدلی شي چې په ټوله کې افغانانو او په ځانګړي ډول ښځو د تعلیم او کار په ګډون په نورو بیلابیلو برخو کې ترلاسه کړي دي. خوستوالې ښځې له ټولو افغانانو غواړي، چې د ملي یووالي له لارې د دې هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي. یوازې په سوله کې ټول پرمختګونه او لاسته راوړنې خوندي کیدلی شيد سې... Читать дальше...

امریکا سره له تړونه پس طالبانو افغانستان کې ۷۰۰۰ بریدونه کړي: افغان حکومت

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش هم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په پرانیستونکې وینا کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ پیل شویو خبرو ته خوشبیني ښکاره کړه چې هغه به جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

عبدالله عبدالله: ځیني ازاد شوي طالب بندیان بېرته جګړې ته ستانه شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، یو شمېر هغه طالب بندیان چې حکومت له بنده خلاص کړي، بېرته جګړې ته ستانه شوي دي.   عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا ته په وینا کې ویلي، دا طالب وسله‌وال د هغو ۵،۰۰۰ بندیانو له ډلې دي چې له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو د پیل په شرط ازاد شوي.   ښاغلي عبدالله دا هم ویلي چې له دوی یو شمېر وسله‌والو یې ان په کابل کې جګړه پیل کړې ده، طالبان بیا دا خبره نه‌مني. هغه زیاته کړه: "زه پوهېږم چې له دوی یو شمېر ازاد شوي بندیان بېرته د جګړې میدان ته ستانه شوي دي. Читать дальше...

کندز کې د ښځو لاسي صنایعو لپاره یو لوی مرکز جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې د ښځو د لاسي صنایعو او د نورو کورني تولیداتو لپاره یو لوی مرکز جوړېږي او په ګټې اخیستو سره به‌یې لسګونه تنو صنعت‌کارو او متشبثو ښځو ته د کار زمینه برابره شي. د چارواکو په وینا، په کندز ښار کې د لیتاکا دفتر د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښځو د لاسي صنایعو، غالیو، وچو مېوو او د نورو کورنیو تولیداتو لپاره د خرڅلاو یو لوی سوداګریز مرکز جوړوي. ۲۵ کلنې زینب کاکړ چې له ۴ کالو راهیسې د لاسي صنایعو تولیداتو ته مخه کړې وايي چې پخوا يې د لاسي صنایعو په خرڅولو کې ستونزې درلودې، خو اوس د دې مرکز جوړولو له کبله ورته هیلې پیدا شوي. Читать дальше...

افغانستان کې د کبانو د تولید کچه ۱۱ زره مټریک ټنو ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کبانو د تولید کچه په کلني ډول ۱۱ زره مټریک ټنو ته رسېږي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال ډېره برخه کبان په کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او کونړ کې تولیدېږي. نوموړي وویل، تر دې وړاندې د افغانستان د اړتیا وړ ډېره برخه کبان له پاکستان څخه راوړل کېدل. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، دا مهال په افغانستان کې د کبانو د روزنې او تولید ۲،۰۰۰ فارمونه شته او هڅې روانې دي چې شمېر یې لا زیات شي.

Спорт в России и мире
Москва

Сотрудник ОМОН «Крепость» стал бронзовым призером на соревнованиях Центрального округа Росгвардии по боксу


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Арина Соболенко

Соболенко: я предпочитаю смотреть мужской теннис, а не женский


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Мокрый фасад: как сделать отделку по технологии СФТК





Путин в России и мире
Москва

Владимир Путин поздравил ветеранов с 50-летием начала строительства Байкало-Амурской магистрали


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

VII Всебелорусское народное собрание: основные заявления Александра Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе


Навальный в России и мире
Москва

В РПЦ отказались называть причины запрета в служении иерея Сафронова, отпевавшего Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Александр Розенбаум

«Посмотрите на этих губастых»: Розенбаум разгромил любителей пластики



Москва

Василий Небензя - постпреду США в ООН: Не просветите ли, кто осуществил ядерную бомбардировку Японии

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net