Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 05.09.2020

پر اساسي قانون د څار د کمیسون غړی عبدالروف هروي ومړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پر اساسي قانون د څار د خپلواک کمیسون غړی او د ازادي راډیو پخوانی خبریال عبدالروف هروي د شنبې په ورځ ومړ. ددې کمیسون یو بل غړي ابوبکر متقي ازادي راډیو ته وویل، عبدالروف هروي د درملنې لپاره ایران ته تللی و چې هېواد ته د بیرته د ستنیدو پر مهال یې د مشهد په هوايي ډګر کې ساه ورکړه. د هغه خپلوانو ویلي چې هروي د سرطان ناروغي درلوده. عبدالروف هروی د هرات ولایت و. هغه د فقې او قانون په برخه کې د مصر په الاذهر پوهنتون کې دکتورا اخیستې وه. نوموړي څوکاله په قاهره او وروسته په کابل کې ازادي راډیو سره د خبریال په توګه دنده ترسره کړې وه.

لغمان کې یو سیمه‌ییز پولیس ووژل شو او درې نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

یو سیمه‌ییز پولیس په لغمان ولایت کې د طالبانو په برید کې ووژل شو او درې نور ټپیان شول. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه په الیشنګ ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ. ښاغلی دولتزی زیاتوي: "تېره شپه د الیشنګ ولسوالۍ د کوټالۍ په امنیتي پوستې وسله‌والو طالبانو ډله‌ییز برید وکړ چې د افغان ځواکونو په مېړانې سره دا برید په شا تمبولی. متأسفانه په دې نښتو کې یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.» ښاغلی دولتزی وایي په متقابل برید کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو شمېر یې نه‌دی یاد کړی. Читать дальше...

د هرات غوریانو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو جګړه ختمه شوه

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت چارواکي وایي د غوریانو ولسوالۍ په بازار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه ختمه شوه. د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد دا خبره ازادي راډیو ته وکړه او زیاته‌یې کړه چې افغان ځواکونو ته په دې نښتو کې زیان نه‌دی رسېدلی. ښاغلی جېلاني زیاتوي: "د ولسوالۍ په مرکز کې جګړې څو ساعته دوام وکړ. له بده مرغه په دې نښتو کې یو ماشوم ټپي شوی دی. افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې، خو لومړني راپورونه ښیي چې د دښمن پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر یې ټپیان دي چې دا شمېرې ښایي بدلې شي." ... Читать дальше...



ملګري ملتونه: ایران د ژمنې خلاف ۱۰ برابره زیات یورانیم بډای کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار سازمان ویلي دي ایران چې په ۲۰۱۵ کال کې د اټمي تړون پر مهال د یورانیمو د بډاینې کومه ژمنه کړې وه، اوس‌یې تر هغه ۱۰ برابره زیات یورانیم بډای کړي دي. په ورته وخت کې دغه سازمان وایي چې ایران اوس دوی ته اجازه ورکړې ده چې اټمي تأسیسات‌یې وګوري. د ۲۰۱۵ کال تر اټمي تړون مخکې ایران خپل یورانیم ۲۰ فیصده غني کول. بیا تر تړون وروسته ۳،۶۷ ته ورسېدل او اوس‌یې تر څلور نیم فیصده پورې رسولې دي.

ټرمپ: داسې ثبوت نه‌شته چې کرملېن ناوالني مسموم کړی وي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وایي، داسې ثبوت‌یې نه‌دی لیدلی چې کرملېن خپل سیاسي مخالف الکسي ناوالني مسموم کړی وي، خو ډونالد ټرمپ وویل، په دې کې هم شک نه‌کوي چې په جرمني کې دا معلومه شوې ده چې ناوالني مسموم شوی دی. وروسته تر دې چې د چهارشنبې په ورځ جرمني وویل چې د لابراتواري معایناتو له لارې معلومه شوه چې ناوالني مسموم شوی دی، دا لومړی ځل دی چې ولسمشر ټرمپ په دې اړه څرګندونې کړې دي. ولسمشر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دا هم وویل چې دی به ډېر په قهر شي که چېرته داسې شوې وي او که داسې وي دا به یوه تراژیدي وي.

ایران کې پرونۍ چاودنې څه باندې ۲۰۰ کسان ټپيان کړل

Pa.azadiradio.com 

څه باندې ۲۰۰ کسان د ایران په لوېدیځ کې په پرونۍ چاودنې کې ټپیان شوي دي. دا خبره د ایران خبري اژانسونو نن کړې ده. تر اوسه په دې چاودنه کې چې د ایران په ایلام ولایت کې شوې، د چا د وژل کېدو راپور نه‌دی ورکړل شوی. چارواکي وایي دا پېښه د کلورین ګازو د چاودنې له کبله شوې چې په یوه بار وړونکي موټر کې انتقالېدل. ایرنا خبري اژانس وایي احتمالاً دا پېښه د موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له کبله شوې، خو نور جزئیات‌یې نه‌دي ورکړي. د روان کال په اوړي کې د ایران په پوځي او ملکي سیمو کې څو مشکوکې اور لګېدنې او چاودنې شوې دي. Читать дальше...



افغانستان کې د ۱۷۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې رسولو لړۍ پیل شوه

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال سازمان (ډبلیو. ایف. پي) په پروان ،کاپیسا او میدان وردګو ولایتونو کې پر ۱۷۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو د مرستو د ویش خبر ورکوي. د دغه سازمان ویاند وحیدالله اماني د شنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، دغه مرستې په ۱۱۰۰۰ کسانو ویشل شوي او دا لړۍ به روانه وي. په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان "ډبلیو.ایف.پي" وايي، تراوسه په پروان، کاپیسا، او میدان وردګو ولایتونو کې پر څه باندې ۱۱۰۰۰ کسانو خوراکي توکي ویشل شوي دي.  وحیدالله اماني وویل، دغه مرستې د یوې سروې له مخې له افغان حکومت سره په همغږۍ پرمستحقو کورنیو ویشل شوي دي. Читать дальше...

چارواکي: نیمروز کې د فوټبال روزنیز پروګرام پیل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي المپیک کمېټې چارواکي، په نیمروز کې د فوټبال یو روزنیز پروګرام د پیل خبر ورکوي. د دغې کمېټې مطبوعاتي غړي مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل، چې په دغه پروګرام کې روزونکو ته روزنه ورکول کېږي څو د پوهاوي کچه یې لوړه شي. د ښاغلي قاري زاده په خبره په یاد پروګرام کې ۲۰ روزونکو ګډون کړی. د ښاغلي قاري زاده په خبره، دغه پروګرام د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ښوونکي محمد ظاهر حسني لخوا د اوو ورځو لپاره پرمخ وړل کېږي. د یاد پروګرام غوره روزنکي به د اسیا جام روزنیز پروګرام ته معرفي شي.

بامیان کې د سولې او یووالي تر عنوان د ګلف لوبې ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

په بامیان کې د لومړي ځل لپاره د سولې او یووالي تر عنوان د ګلف لوبې ترسره کېږي. د افغانستان د ګلف فدراسیون عمومي منشي عمران علي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې د سېپټېمبر له څلورمې پیل او درې ورځې نور به هم دوام وکړي. نوموړي وویل،چې د لوبې په پای کې به غوره لوبغاړي انتخاب شي څو نړېوالو لوبو ته ور وپېژندل شي. د فدراسیون د مسئولینو په وینا، دامهال د ګلف نږدې ۴۰۰ لوبغاړي دي. د دغه فدراسیون په وینا، راتلونکي کال به دا لوبې په هرات کې ترسره شي.

ارګ: د سولې خبرو کې د اساسي قانون دوه لومړني فصلونه د بحث وړ نه دي

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت وايي، د سولې په مذاکراتو کې د افغانستان اساسي قانون دوه لومړني فصلونه د بحث وړ نه دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي، د افغانستان د اساسي قانون لومړني دوه فصلونه چې د نظام بڼه او د اتباعو حقوق دي په مذاکراتو کې د بحث موضوعات نه دي. وروسته له دې چې د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د العربیه ټلویزیون یو مرکې کې د بین الافغاني خبرو په نتیجه کې د افغانستان اساسي قانون د تعدیل خبره وکړه ، افغان حکومت وایي، د افغانانو... Читать дальше...

د غزني ولسونه: ښکېل لوري دې تاوتریخوالی راکم کړي

Pa.azadiradio.com 

د غزني اوسېدونکي وايي، د جګړې ښکېل لوري دې د سولې مذاکراتو په خاطر تاوتریخوالی راکم کړي.  په غزني مرکز کې تقریباً هره شپه د دغه ځای اوسېدونکي له خواږه خوبه د سپکو او درنو وسلو درزا راویښوي. مرتضی د غزني مرکز اوسېدونکی دی. نوموړی د دغه ملت د یو وګړي په توګه په جګړو کې له ښکېلو لورو غوښتنه کوي چې تاوتریخوالی راکم کړي، څو د سولې خبرې پرمخ لاړې شي. د ښار په کمربندي پوستو، ارزو، شبهاز، خوګیاڼو، سفنده، نوغي او ځینو نورو سیمو دغه جګړې تر سهاره روانې وي. د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي،... Читать дальше...

د ارغستان اوسېدونکي: د لارو بندېدو خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د ارغستان ولسوالۍ خلک د لارو د بندېدو له امله د خوراکي توکو له کمښت او نورو سختو ستونزو سره مخامخ دي. د کندهار ارغستان ولسوالۍ قومي مشر حاجي محمد داود ازادي رادیو ته وویل، وسله والو طالبانو د تېرې یوې میاشتي راهیسې د دې ولسوالۍ عمومي او فرعي لارې په ماینونو بندي کړې، پلچکونه یې په بمونو الوزولي، یواځنی روغتیایی مرکز هم تړل شوي او د کیلو ترمنځ خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي. هغه وايي: "عمومي روډ بند دي پلچکان ټول الوځول شوي، د یوه کلي تر بل کلي د خلکو تګ راتګ مشکل دی،کلینیک مو... Читать дальше...

د امريکا ولسمشر څنګه ټاکل کېږي؟ 

Mashaalradio.com 

پراګ - په امريکا کې په نومبر کې د ولسمشرۍ انتخاباتو کې رايې اچول کېږي. ولسي رايه [پاپولر ووټ] هغه څه وي چې ګټونکی کاندید ټاکي. خو د دې پرځای په امريکا کې د انتخاباتي کالج په نوم یو پېچلی نظام د راتلونکې ولسمشر د انتخاب لپاره کارول کېږي.   دوه نوماندان، ډونلډ ټرمپ او جو بایډن د نومبر په میاشت کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د امریکایانو د رایو ترلاسه کولو لپاره کمپاين کوي. هر يو ووټ مهم وي خو د ځینو رياستونو رایې د نورو پرتله ډېرې مهمې بلل کېږي. ځکه چې دا یو پېچلی انتخاباتي نظام دی او دا هم دومره پخوانی نظام دی چې څومره زوړ د امريکا تاريخ دی. Читать дальше...

هلمند کې د جوارو سږني حاصلات زرګونه ټنو ته رسېږي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د جوارو سږنۍ حاصلات نږدې ۱۹۰ زره ټنو ته رسېږي چې نورو ولایتونو ته به هم صادر شي. د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال د دې ولایت په ۳۷ زره او ۲۳۵ هکټاره ځمکه کې جوار کرل شوي چې له دغو کروندو څخه به ۱۸۹زره او ۸۹۸ ټنه جوار تر لاسه شي. د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس زلمی الکو وایي، د هلمند اقلیم د جوارو کرکېلي لپاره مناسب اقلیم دی او په دې ولایت کې د جوارو بېلابېل ډولونه کرل کېږي او د پلور لپاره نورو ولایتونو ته صادریږي. د هلمند... Читать дальше...

د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې ستونزې حلېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او ټرانسپورتي ستونزو د هواري په هدف غونډه وشوه. د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند جواد دبیر نن ازادي راډيو ته وویل، په هغه دوه ورځنۍ ناسته کې چې تېره ورځ په تهران کې جوړه شوې وه د ایران له لارې نورو هېوادونو ته د افغاني توکو د صاداراتو په برخه کې د ستونزو په هواري خبرې وشوې. هغه زیاته کړه: "دا مهال د افغانستان کالي د ایران له لارې نورو هېوادونو ته صادرېږي خو دا چې د ټرانسپورت او ټرانزیټ په برخه کې افغان سوداګر کومې ستونزې لري د دغو ستونزو د هواري په اړه... Читать дальше...

د امريکا صدارتي انتخابات څنګه کېږي؟

Mashaalradio.com 

په امريکا کې په نومبر کې د ولسمشرۍ انتخاباتو کې رايې اچول کېږي. ولسي رايه [پاپولر ووټ] هغه څه وي چې ګټونکی کاندید ټاکي. خو د دې پرځای په امريکا کې د انتخاباتي کالج په نوم یو پېچلی نظام د راتلونکې ولسمشر د انتخاب لپاره کارول کېږي. په امريکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې په څه ډول ترسره کېږي، ګل اياز يې په دې ويډيو راپور کې وړاندې کوي.

'روانه اونۍ هم قطر ته د افغان حکومت مرکچي پلاوی نه ځي'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د حکومت مذاکراتي پلاوي یو غړی وایي، روانه اونۍ به دوحې ته د دوی سفر ونه شي. عبدالحفیظ منصور ازادي راډيو ته وویل، چې د دغه سفر د ځنډ لامل هم مذاکراتو ته د طالبانو نه چمتوالی دی. په بین الافغاني مذاکراتو کې د ځنډ دوام او په دې اړه د دواړو خواوو ضد او نقیضې څرګندونې. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي یو غړي عبدالحفیظ منصور وایي، دا اونۍ به دوحې ته د دوی سفر ونه شي. هغه وویل:  "په دې اونۍ کې مو سفر نه کېږي، دلیل یې هم دا دی چې طالبان چمتو نه دي، د هغوی پلاوی پاکستان ته تللی او تر... Читать дальше...


Музыкальные новости
Александр Розенбаум

Певец Розенбаум похвастался возрождением сети советских пивных в Петербурге





Персональные новости
Бизнес

Бизнес-астролог Александра Секачева дала интервью журналу “Фокус внимания”





چارواکي: یواځې د نن ورځې لپاره تورخم دروازه پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکي وایي چې د نن ورځې لپاره د تورخم دروازه د مسافرو پرمخ خلاصه ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن شنبې ازادي راډيو ته وویل چې د تورخم دروازه د هغو افغانانو پرمخ چې له ډیورنډ کرښې ها غاړه بند پاتې وو، خلاصه ده او کولی شي چې د دغې دروازې له لارې راشي. د خوګیاڼي په خبره، هغه پاکستاني وګړي چې په افغانستان کې بند پاتې وو، هم کولی شي چې نن خپل هېواد لاړ شي. د یادونې وړ ده چې دغه لاره شااوخوا پنځه میاشتې وړاندې د کرونا ویروس د انتقال د مخنیوي په خاطر د پاکستاني لوري له خوا تړل شوې وه.

هېواد: حکومت د سولې پروسې ته ژمن دی

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په قطر کې د سولې کېدونکي بین الافغاني خبرو اترو د ځنډېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې، په دوحه کې د سولې خبرو اترو د ځنډېدو په تړاو خپله سرمقاله ځانګړې کړې ده. وړاندې په سر مقاله کې راغلي، د خبرو د ځنډېدو یو لامل په ظاهره کې تخنیکي ستونزې یادې شوي خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، چې یو شمېر طالب چارواکي د سفر کافي اسناد او مدارک نه لرل نو ځکه دا خبرې وځنډېدې. ورځپاڼه لیکي، چې اوس د سولې د خبرو د پیل... Читать дальше...

ناټو: روسیه باید ځینې جدي پوښتنو ته ځواب ووايي

Pa.azadiradio.com 

ناټو له روسیې وغوښتل چې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني د مسمومېدو د قضیې په څېړنه کې همکاري وکړي. ناټو تړون د کیمیاوي وسلو د مخنیوي لپاره د یوه نړیوال سازمان په مشرۍ د بې پرې څېړنو وړاندیز کړی دي.  د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن په بروکسل کې د دې تړون د سفیرانو تر یوې ځانګړې غونډې وروسته وویل: "ځینې جدي پوښتنې شته چې روسیه یې باید ځواب ووايي." جرمني چې د ناوالني درملنه په کې روانه ده، تېره چهارشنبه ویلي و، په معاینو کې څرګنده شوه چې الکسي ناوالني د نوویچوک په نوم په زهرجنو موادو مسموم شوی دی. Читать дальше...

ټرمپ: صربیا او کوسوو خپلې اقتصادي اړیکې ښې کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې صربیا او کوسوو موافقه کړې چې خپل اقتصادي اړیکي ښې کړي. ټرمپ پرون وویل چې دا یو لوی پرمختګ دی. د صربیا ولسمشر او د کوسوو صدراعظم پرون په واشنګټن کې له ټرمپ سره وکتل. ټرمپ وویل چې د صربیا حکومت موافقه کړې چې په اسرائيل کې خپل سفارت له تل ابیبه بیت المقدس ته ولېږدوي. کوسوو په ۲۰۰۸ میلادي کې خپلواکي اعلان کړه. له هغه راهیسې دا هېواد له صربیا سره پر اقتصادي او تجارتي اړیکو مخالفتونه لري.

'لیونل مسي' له بارسلونا سره پاتې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د فوټبال وتلي ستوري لیونل مسي پرون اعلان وکړ چې یو بل کال هم په بارسلونا لوبډله کې لوبه کوي. لیون مسي د تېرې سه شنبې په ورځ د بارسلونا لوبډلې ته ویلي و چې نور لوبه نه ورسره کوي. دې خبر د فوټبال په مینه والو کې غوغا جوړه کړه. مسي پرون له یوې انټرنېټي خپرونې (ګول) سره په مرکه کې ویلي چې د بارسلونا له لوبډلې سره د کړي قرار داد پر یوه بند مخالفت لري خو نه غواړي چې په حقوقي لانجه کې ښکېل شي له دې کبله یې منلې چې یو بل کال هم د فوټبال په دې لوبډله کې پاتې شي. لیونل مسي ۳۳ کلن او په خټه د ارجنټاین دی. Читать дальше...

دفاع وزارت: فاریاب او جوزجان پر لویه لار ۳۰ ماینونه شنډ شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د فاریاب او جوزجان پر لویه لار يې ۳۰ ماینونه شنډ کړي دي. د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه، ویل شوي چې ماینونه د سړک له هغې برخې چې د قرغان او دولت اباد له ولسوالیو تېرېږي، پاک شوي دي. د افغانستان حکومت پر وسله والو طالبانو تور پورې کوي چې پر لویو لارو او سړکونو ماینونه ږدي. د چهارشنبې په ورځ د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې ۶ کوچنیان د ماین په چاودنه کې ووژل اودوې ښځې ژوبل شوې.

Спорт в России и мире
Москва

РОСГВАРДИЯ ОБЕСПЕЧИЛА ПРАВОПОРЯДОК ВО ВРЕМЯ ФУТБОЛЬНОГО МАТЧА «ЦСКА» - «СПАРТАК» В МОСКВЕ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Новак Джокович

Кто отец Дианы Джокович?


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

АО «Транснефть – Прикамье» провело свыше 3 тыс. экологических исследований в I квартале 2024 года





Путин в России и мире
Москва

Путин поручил сократить время пути поездов от Москвы до Черного моря до 16 часов


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Александр Розенбаум

Александр Розенбаум рассказал о дополнительном источнике дохода: "Не бомжовые заведения"



Москва

В Москве назвали сроки отключения отопления в домах

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net