چارواکي: نیمروز کې د فوټبال روزنیز پروګرام پیل شوی
د افغانستان د ملي المپیک کمېټې چارواکي، په نیمروز کې د فوټبال یو روزنیز پروګرام د پیل خبر ورکوي.
د دغې کمېټې مطبوعاتي غړي مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل، چې په دغه پروګرام کې روزونکو ته روزنه ورکول کېږي څو د پوهاوي کچه یې لوړه شي.
د ښاغلي قاري زاده په خبره په یاد پروګرام کې ۲۰ روزونکو ګډون کړی.
د ښاغلي قاري زاده په خبره، دغه پروګرام د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ښوونکي محمد ظاهر حسني لخوا د اوو ورځو لپاره پرمخ وړل کېږي.
د یاد پروګرام غوره روزنکي به د اسیا جام روزنیز پروګرام ته معرفي شي.