123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 11.09.2020

پاکستان کورونا سره څه وکړل چې نړیوال یې ستاینه کوي؟

Mashaalradio.com 

پاکستان وايي، د کورونا پر وړاندې د هغوی د هغوی اقدامات کامیابه و چې له وجې یې په ملک کې دا وبا که ختمه شوې نه ده نو مخ په کمېدو ده. د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا وبا پر وړاندې د پاکستان هڅې ستایلي دي. د یاد سا زمان مشر ټیډروس اډنام ګیبریسس په یو بیان کې ویلي، دا چې پاکستان کلونه کلونه د پولیو د رنځ پر وړاندې مبارزه کړې، نو هماغه چوکاټ یا انفراسټرکچر یې د کورونا وبا سره د مبارزې لپاره کارولی دی. د نوموړي په وینا هغه ولسي صحي کارکوونکي چې پخوا به کور په کور ګرځېدل چې ماشومانو ته د پولیو څاڅکي... Читать дальше...

د سايي کمال خان شیراني پر ژوند او مبارزې یو بل کتاب چاپ شو

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د پښتون سیاسي او ادبي شخصیت سايي کمال خان شیراني پر ژوند او کار په روانه میاشت کې یو کتاب له چاپه راووت چې لیکوال یې داوود مومند دی. په دې کتاب کې د ارواښاد شیراني د ژوند بیلابېلو پړاوونو، د هغه مبارزې، لاس ته راوړنو او ستونزو ته کتنه شوې ده. داوود مومند چې نیکونه یې کابو ۱۰۰ کاله وړاندې له مومندو ژوب ته کډه شوي او د هغه په وینا اوس هغوی ځان ته ژوبیان وايي، د ۲۰۲۰ کال په سېپټمبر کې د سايي کمال خان شیراني پر ژوند او مبارزې یو کتاب هم چاپ کړی دی. نوموړي مشال راډیو ته وویل، په یوې... Читать дальше...

ناټو: د قطر خبرې تلپاتې سوله نه تضمینوي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ نن په قطر کې د افغانانو ترمنځ خبرې یو تاریخي فرصت وباله، خو ویې ویل چې دا خبرې تلپاتې سوله نه شي تضمینولی. ستولتنبرګ د سپټمبر د یوولسمې د حملو د نولسمې کالیزې په یاد په مراسمو کې د ناټو په مقر کې وویل، د قطر په خبرواترو کې باید د افغانستان د دوو لسیزو بریاوې خوندي شي



د روسیې د کورنیو چارو وزارت غواړي له الکسي ناوالني څېړنې وکړي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د کورنیو چارو وزارت وایي، غواړي د خپل هېواد له مخالف الکسي ناوالني څېړنې وکړي. ناوالني دا مهال د جرمني پلازمېنه برلین کې تر درملنې لاندې دی.  هلته ډاکتران وایي، داسې شواهد شته چې نوموړی په زهري موادو مسموم شوی دی. د سایبریا د پولیسو ادارې نن (جمعه) وویل، د الکسي ناوالني په بدن کې د زهري موادو هېڅ نېښانې نه‌دي لیدل شوي. د روسیې دغې ادارې اوس له جرمني غوښتي چې د مسکو څېړونکو ته اجازه ورکړي چې له ناوالني پوښتنې ګروېږنې وکړي.

ننګرهار کې یوې نښته کې ۱۰ افغان سرتېري او ۱۲ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکي وایي، په شېرزاد ولسوالۍ کې ۱۰ افغان سرتېري وژل شوي دي.  د ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، طالبانو تېره شپه په ګندمک سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې دا مرګ‌ژوبله رامنځته شوه. د دغه دفتر خبرپاڼه کې راغلي، د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۱۲ طالبان هم وژل شوي دي. د ننګرهار چارواکي وایي، د وسله‌والو مخالفانو ترمنځ یو شمېر بهرني وسله‌وال هم دي.  تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

نرښځیان په وړو وړو خبرو وژل کېږي: فرزانه

Mashaalradio.com 

د شمېرو ترمخه د  ۲۰۱۵م کال راهیسې ۷۰ نرښځیان په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي، خو ټرانس اېکشن دغه شمېره زیاته ښيي. په دغو کې یوه علیشاه هم وه چې په ۲۰۱۶م کال کې ووژل شوه.

د افغانستان پلاوی له کومې اجنډا سره قطر ته ولاړ؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو پلاوی نن قطر ته ولاړ څو له طالبانو سره مخامخ خبرو کې ګډون وکړي. د ازادي راډیو خبریال راتب نوري د کابل په هوايي ډګر کې د سفر پر مهال ددې پلاوي له یو شمېر غړو او چارواکو پوښتلي چې دوحې ته له کومې اجنډا سره ځي؟ ځواب یې په دې ویډیو کې وګوروئ او له نورو سره یې هم شریک کړئ.

عبدالله: د قطر مذاکرات "تاریخي" او "استثنایي" دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله قطر ته له سفر مخکې د کابل په هوایي ډګرخبریالانو ته وویل چې د قطر خبرې اترې "تاریخي" او "استثنایي" دي او له دې فرصت باید سمه استفاده وشي. نور په دغه ویديو کې وګورئ او له ملګرو سره یې شریکه کړئ.



امریکا: مذاکراتو کې دې د ښځو نظر او د افغان مذهبي او قومي لږکیو حقونو ته پام وشي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیل هرکلی کړی او وايي، په دې خبرو کې باید د ښځو نظر او تر خوا یې د مذهبي او قومي لږکیو حقونو ته پام وشي.  دغه وزارت د بین‌الافغاني خبرو د پیل نېټې له اعلان هرکلی کړی او وايي، دا په افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې د پای لپاره یو تاریخي فرصت دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې لیکل شوي، له یوې اوږدې مودې راهیسې افغانان د جګړې بار په خپل اوږو وړي او سوله‌یې یوه لویه هیله ده. اعلامیه زیاتوي: "ښکېل لوري یوازې د افغانانو د هدایت... Читать дальше...

د هند او چین ترمنځ پر پوله راولاړ شوي اختلافونه حل شول

Pa.azadiradio.com 

هند او چین د خپلمنځۍ جګړې د مخنیوي په هدف پر پوله د راولاړو شویو اختلافونو د هواري خبره کوي.  دا هوکړه نن (د سپټمبر په ۱۱مه) د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جي شنکر او چینایي سیال وانګ یي ترمنځ‌یې په مسکو کې لاسلیک شوه.  په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سرحدي سیمه کې د اختلافونو د هواري هوکړه کړې او منلې ده چې د دې ناندریو دوام د هېڅ لوري په ګټه نه‌دی.  اعلامیه کې راغلي چې د بحراني حالت د ښه کېدو په هدف سیاسي او پوځي هڅې هم ترسره شوې دي.  د راپورونو له مخې،... Читать дальше...

ایران کې د درېیو لادرکه شویو افغان ماشومانو جسدونه پیدا شول

Pa.azadiradio.com 

د ایران په اصفهان ښار کې چارواکو ویلي، دغلته د درېیو لادرکه شویو افغان ماشومانو جسدونه پیدا شوي دي.  بي بي سي فارسي د اصفهان د شاهین شهر د څارنوال نصرالدین صالحي په حواله ویلي چې دغه درې جسدونه د کرنیزو اوبو په یوه کانال کې پیدا شوي دي.  تېرو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شول چې په اصفهان کې څلور افغان ماشومان چې ۷ تر ۱۲ کلونو پورې عمر لري، ورک شوي دي.  سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې موندل شوي جسدونه‌یې عدلي طب ته لیږدولي او د څلورم ماشوم د موندنې هڅې هم روانې دي.  په تهران کې د افغانستان سفارت... Читать дальше...

پومپیو: په قطر کې د افغانانو ترمنځ خبرې تاریخي، خو ستونزمنې دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په قطر کې د افغانانو ترمنځ خبرې تاریخي، خو په ورته وخت کې "ستونزمنې" یادې کړې. مایک پومپیو دوحې ته د سفر پر مهال په الوتکه کې خبریالانو ته وویل چې سبا په دې خبرو کې ګډون کوي.  ښاغلی پومپیو زیاتوي: "تمه لرو چې د شنبې په سهار، په دوو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره افغانان د خبرو د مېز تر شا ووینو، د دوی خبرې به چې څنګه د هېواد چارې مخته بوځي، ممکن سختې وي."  د افغانستان د پخلاینې عالي شورا ویلي، افغان پلاوی نن دوحې ته رسېږي.  طالبانو هم له خپله اړخه د خبرو پيل ته چمتووالی اعلان کړی دی. Читать дальше...

د افغان حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته ولاړ

Pa.azadiradio.com 

د افغان حکومت مرکچي پلاوی بالاخره له اوږد ځنډ وروسته له طالبانو سره د مذاکراتو د رسمي پیل لپاره قطر ته ولاړ. د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل مراسم سبا د شنبې په ورځ پیلېږي، خو رسمي خبرې به د دوشنبې په ورځ پیل شي. له مرکچي پلاوي سره په دې سفر کې یو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي هم شته. د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د سولې په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی او د دې شورا مرستیال سلام رحیمي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د دولت وزیر... Читать дальше...

مایک پومپیو د بین‌الافغاني خبرو د پیل مراسمو کې ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په قطر کې د بین‌الافغاني خبرو د پیل مراسمو کې ګډون وکړي.  د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ماښام یوه خبري غونډه کې دوحې ته د پامپیو د تګ خبره وکړه. ښاغلي ټرمپ وویل: " په ډېر ویاړ سره اعلان کولای شم چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نن مازدیګر د یوه تاریخي سفر او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو کې د ګډون لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ځي."  په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو غوښتنه کړې چې د خبرو بریالیتوب ته کار وکړي او زغم او نرمښت وښيي. Читать дальше...

بایډن: که بریالی شوم افغانستان او عراق کې یو شمېر سرتېري پرېږدم

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ټاکنو ته ولاړ ډیموکرات نوماند جوبایډن وایي، که بریالی شي افغانستان او عراق کې به خپل یو شمېر سرتېري وساتي.  د ده په ټکو دغه سرتېري به په دغو جګړه‌ځپلو  هېوادونو کې له ترهګرۍ سره مبارزه کې مرسته کوي.  بایډن د امریکا پوځ پورې تړلې سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې ته ویلي "د ځواکونو د کمولو ملاتړی دی"، خو لا هم د ترهګرو ډلو او داعش حضور ته اندېښنه لري.  بایډن ویلي، دی د دې غوښتونکی دی چې د یو نیم زرو تر دوه زرو شااوخوا پورې عسکر دغو هېوادونو کې پرېږدي، خو دا شمېر یې مشخص نه‌کړ چې هر یوه هېواد کې څومره سرتېري پرېږدي.

امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې پېښې ۱۹مه کلیزه

Pa.azadiradio.com 

امریکا نن د سپټمبر په ۱۱مه پر دغه هېواد د القاعده شبکې د ترهګریز برید ۱۹مه کلیزه لمانځي.  دغه مراسم د کرونا ویروس تر سیوري لاندې ترسره کېږي.  د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او ټاکنیز سیال‌یې جوبایډن به په بېلابېلو وختونو کې په پنسلوانیا کې د دغې پېښې د قربانیانو د یاد یوه څلي ته ورشي.  په نیویارک کې هم د کرونا ویروس د مخنیوي د تدابیرو له کبله د یاد دغه مراسم په جلا جلا ډول ترسره کېږي.  پر امریکا د ۲۰۰۱ کال شویو دغو بریدونو کې شااوخوا درې زره کسان هغه مهال ووژل شول چې په نیویارک کې د سوداګرۍ پر دوو برجونو برید وشو. Читать дальше...

چارواکي: خوست کې ۲۲ وسله‌وال طالبان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې چارواکي د ۲۲ وسله‌والو طالبانو د وژلو خبره کوي. د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر وایي، طالبانو برایي لومړی په قلندر ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید وکړ چې ځوابي ډزو کې ۱۰ تنه ووژل شول. حیدر ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې ورته بل برید کې هم طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې. ښاغلی حیدر زیاتوي: "د کشفي راپورونو پر اساس د خوست په صبریو ولسوالۍ کې بمبار شوی چې نتیجه کې یې ۱۲ وسله‌وال مخالفان وژل شوي دي." طالبانو تر اوسه د افغان چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.


Музыкальные новости
Певец

Певец Сергей Трофимов осудил Лепса за конфликт с фанаткой на концерте в Костроме





Персональные новости
Татьяна Рязапова

Если ты не поступил в колледж или вуз





د سپټمبر ۱۱مه؛ ایا په افغانستان کې د القاعده وسله‌واله ډله ځپل شوې؟

Pa.azadiradio.com 

نن جمعه د سپټمبر ۱۱مه، د امریکا په نیویارک ښار کې د سترو بریدونو له ۱۹مې کالیزې سره برابره ده. امریکا ۱۹ کاله وړاندې د ترهګرۍ ترڅنګ د القاعده وسله‌والې ډلې د ځپلو په هدف په افغانستان برید وکړ. اوس چې شاوخوا دو لسیزې د امریکا له حضوره په افغانستان کې تېرېږي او هم‌مهاله د سولې خبرې هم روانې دي ایا القاعده وسله‌واله ډله ځپل شوې؟ القاعده شبکې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې دوه مساپر وړونکې الوتکې د نیویارک له سوداګریزو مرکزونو او پنټاګون له ودانیو سره وجنګولې.   دغه برید کې یې شااوخوا ۳،۰۰۰ کسان ووژل شول. Читать дальше...

توپاني بادونو د پښین باغونه زیانمن کړي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په پښین کې وروستیو توپاني بادونو د مڼو باغونو ته لوی زیان رسولی. کروندګر وايي، دومره تاوان یې شوی دی چې اوس د باغونو خرڅ هم نشي زغملای. د ۲۰۲۰ز په پسرلي کې ږلۍ او ملخانو هم د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې باغونو او فصلونو ته زیان رسولی وو. چارواکي وايي، د ټولو معلوماتو تر غونډولو وروسته حکومت له کروندګرو سره د مرستو پرېکړه کوي. د پښین د باغونو حاصلاتو ته د زیان په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

واشنګټن پوسټ: جوبایډن په افغانستان او عراق کې د پوځیانو له کمولو سره موافق دی

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې جوبایډن د ټرمپ له پلان سره چې په افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځیانو شمېر کموي، موافق دی.    جوبایډن د امریکا د جمهوري ریاست ته د ډیموکراتانو کاندید دی.    هغه د چهارشنبې په ورځ ویلي: "هو زه ورسره موافق یم، خو په دې شرط چې هغه پوه وي چې له داعش سره به څه کوي."    امریکايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ تأیید کړه چې واشنګټن غواړي چې په دې میاشت کې په عراق کې دامریکايي عسکرو شمېر له ۵،۲۰۰ څخه ۳،۰۰۰ ته راکم کړي. امریکا همدا راز غواړي چې په افغانستان کې خپل عسکر له ۸،۵۰۰ څخه ۴ یا ۵ زرو ته راکم کړي.

د سپټمبر ۱۱مه؛ په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلن پوځي حضور په څه معنی وو؟

Pa.azadiradio.com 

نن د سپټمبر ۱۱مه د نیویارک پر نړیوال سوداګریز مرکز د ترهګریزو برېدونو له ورځې سره برابره ده.  هغه بریدونه چې امریکا یې اړه کړه  څو د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته اوږه ورکړي.  خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د روان میلادي کال د فبروۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې به‌یې د امریکا او ناټو ځواکونه تر راتلونکو ۵ میاشتو پورې له افغانستانه ووځي.  په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلن پوځي حضور په څه معنی وو؟  د سپټمبر د ۱۱مې نېټې حمله امریکا اړه کړه چې زرګونه کیلومتره لیرې جګړه کې ښکېله شي. Читать дальше...

یو استرالیايي میلیاردر په افغانستان کې د برېښنا د تولید برخه کې پانګونه کوي

Pa.azadiradio.com 

یوه اسټرالیایی شرکت په افغانستان کې د زرګونه مېګاواټ برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي. د دې او څو نورو پروژو د رغونې تړون د افغانستان حکومت پرون پنجشبه د یوه استرالیايي شرکت له مشر سره لاسلیک کړ. ولسمشر اشرف غني وايي چې د دې پروژې په ټولو برخو کې به افغانان کار کوي. د فورتسکیو «Fortescue» په نوم د وسپنې د استخراج استرالیايي شرکت له افغان حکومت سره هغه تړون لاسلیک کړ چې له مخې به‌یې په افغانستان کې د نورو اقتصادي پروژو ترڅنګ ۲۰ زره مېګاواټه برېښنا تولیدوي. ولسمشر اشرف غني پرون پنجشنبه «۱۳۹۹... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Тамбовские синхронистски заработали две медали на первенстве города Королёв


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Полина Кудерметова проиграла Плишковой в первом круге турнира WTA в Руане


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о сохранении экологии Севастополя





Путин в России и мире
Москва

Путин всё знал, но никого не предупредил: Немцы обвинили Москву в прорыве израильского Купола


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Очередные кадровые назначения объявлены в Минске




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Владимир Зеленский подтвердил ракетный удар по аэродрому в Джанкое


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Михаил Плетнёв

Как добрый мим Михаил Плетнев открывает «Дверь в Тверь»



Москва

Рифат Сабитов принял участие в совете экспертов по проблемам реабилитации участников СВО

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net