Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 07.09.2020

بلاروس کې شااوخوا ۶۳۳ اعتراض کوونکي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په بلاروس کې چارواکي وایي، د تېرې ورځې مظاهرو په ترڅ کې یې شااوخوا ۶۳۳ اعتراض کوونکي نیولي دي. پرون په پلازمېنه مېنسک او د بلاروس په څو نورو ښارونو کې په لسګونو زره کسانو مظاهرې وکړې او له قدرته‌یې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د لیرې کېدو غوښتنه وکړه. په مېنسک کې د پولیسو له‌خوا په نیول شویو کسانو کې د اپوزېسیون د همغږۍ شورا یوه مهمه غړې ماریا کالیسنیکاوا هم شامله ده. په بلاروس کې د اګسټ د نهمې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو وروسته پرون د ۳۰مې ورځې لپاره اعتراضونو دوام وکړ.

افغان حکومت د سولې په اړه د اروپايي اتحادیې او کاناډا د دریځ هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو د سمدستي پیلېدو لپاره د اروپایي اتحاديې او د کاناډا د غوښتنې هرکلی وکړ. له دې وزارته نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت پوره تیاری لري چې په دې هېواد کې د خبرو له لارې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له رامنځته شوي فرصته پوره ګټه پورته کړي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مأموریت او د کاناډا سفارت، پرون ناوخته په یوه ګډ بیان کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د سولې د پروسې په زیان وبلل. په بیان کې ویل... Читать дальше...

نږدې ۳۰۰ روهینګیايان کښتۍ کې له ۷ میاشتو تېرولو وروسته اندونیزیا ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

نږدې ۳۰۰ روهینګیا پناه غوښتونکي چې وايي ۷ میاشتې یې پر سمندرګي په کښتۍ کې تېرې کړي د دوشنبې په ورځ اندونیزیا ته ورسېدل. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره دا په تېرو څو کلونو کې د میانمار د دغه ځپل شوي اقلیت تر ټولو لویه جوپه ګڼي چې اندونیزیا ته رسېږي. د روهینګیا دغه نږدې ۳۰۰ پناه غوښتونکي چې تر ۱۰ زیات ماشومان هم په‌کې دي، ادعا لري چې اووه میاشتې یې پر سمندرګي په لالهانده کښتۍ کې تېرې کړې دي. چارواکي وايي، دوی له لرګیو په یوه جوړه شوې کښتۍ کې وو چې د اندونیزیا سوماترا ساحل ته نږدې د ځايي خلکو... Читать дальше...



امریکا، بریتانیا، پولند، فرانسې او ګرجستان جنوبي قفقاز کې تطبیقات وکړل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، پولند، فرانسې او د کوربه هېواد ګرجستان شااوخوا ۲،۷۰۰ پوځیانو نن د جنوبي قفقاز په سیمه کې پوځي تطبیقات پیل کړل. په تبلیسي کې د امریکا سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو تطبیقاتو چې ۱۱ ورځې به دوام کوي، هدف‌یې سیمه‌ییز شراکت ته پراختیا ورکول، د امریکایي ځواکونو د تیاري او د روزنې په څو ملیتي رښتیني فضا کې د وړتیاوو زیاتول دي. ګرجستان د ناټو غړی نه‌دی، خو د دې تړون مشرانو د ۲۰۰۸ کال د بخارست په سرمشریزه کې ژمنه کړې وه چې دا هېواد به د ناټو په غړیتوب... Читать дальше...

تاجکستان بیا افغانستان ته د برېښنا لېږد پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان بېرته افغانستان ته د برېښنا لېږد پیل کړ. دا خبره د برق تاجک د انرژۍ ملي کمپنۍ ویاند نظر جان یادګاري نن انترفاکس خبري اژانس ته وکړه او ویې‌ویل چې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې په نور یک بند کې چې تولېدونکې برېښنا یې افغانستان ته انتقالېږي، د اوبو سطحه مطلوبې کچې ته رسېدلې او د برېښنا بشپړ تولید بېرته پیل شوی دی. هغه وویل چې کمپنۍ یې په اوس وخت کې تر ۵۳ مېګاواټه برېښنا هره ورځ افغانستان ته لېږدوي. افغانستان د اړتیا وړ ډېره برېښنا له تاجکستانه واردوي، خو په روان دوبي کې دغه بهیر له ستونزو سره مخ شوی و.

ولسي جرګه: د افغان حکومت د امنیتي تړون پروګرام د ملېشو جوړولو لپاره بهانه ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسي جرګې د دوبي د رخصتیو تر ختمېدو وروسته د دوشنبې په ورځ خپله لومړنۍ عمومي ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې وکیلانو د نورو مسایلو ترڅنګ، د امنیتي تړون (امنیتي میثاق) په اړه مخالفت وښود، ټینګار یې وکړ چې په دې نوم ملېشې جوړېږي، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، ولسي جرګه د امنیتي تړون په اړه عامه پوهاوی او بشپړ معلومات نه‌لري. د افغانستان ولسي جرګه امنیتي تړون د ملېشو جوړولو لپاره بهانه یاده کړه او له حکومت نه‌یې د امنیتي تړون د څرنګوالي او بودجې په اړه سپیناوی وغوښت. په... Читать дальше...

له ښځو د ملاتړ لپاره د عدالت غوښتنې ډله: د بکارت پر معاینه دې بشپړ بندیز ولګول شي

Pa.azadiradio.com 

له ښځو د ملاتړ لپاره د عدالت غوښتنې ډلې د بکارت د ازمایښت په اړه د کابینې د قوانینو د کمېټې وروستۍ پرېکړه وغندله او پر دغه ازمایښت د بندیز غوښتنه‌یې وکړه.  د دغې ډلې غړي وايي د جزا قانون د دې فقرې د بدلون سره سره، د قربانیانو پر وړاندې یې د قانون پلي کوونکو لاس خلاص پرېښی. د دوی په خبره دغه ازمايښت د بشري حقونو نقض دی او هغه کسان چې دا ازمایښت کوي باید سزا ورکړل شي. د افغان ښځو د شبکې غړې او د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې مرستیالې نجلا راحل د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۱۷» په یوه خبري ناسته... Читать дальше...

د غیرت په نامه ښځه وژل غیرت نه دی: قاضي فایز عیسا

Mashaalradio.com 

د پاکستان سپریم کورټ‌ جسټس قاضي فایز عیسا ویلي، د غیرت په نوم د یوې ښځې وژنه کله هم غیرتي عمل نشي کیدای. د ډان ورځپاڼې د راپور تر مخه، چیف جسټس د جمعې پر ورځ د یوې ښځې صایمې بې بې د وژنې په تور د هغې د میړه د محمد عباس د اپيل اورېدنې پرمهال زیاته کړه، که د داسې وژونو لپاره د غیرت ټکې ونه کارول شي نو ورسره دا پېښې ختمیدای شي. صایمه بي بي د ۲۰۰۹م کال په مې کې وژل شوې وه او د میړه پرضد یې د پنجاب په ننکانه صاحب تاڼه کې رپوټ درج شوی وو.  د صایمه بي بي د وژنې د اورېدنې پر مهال قاضي فایز عیسا خپګان... Читать дальше...



ټرمپ سره د ملک سلمان خبرې: د فلسطینیانو د لانجې د عادلانه حل ملاتړ کوو

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته ویلي چې هېواد یې د فلسطینیانو د لانجې د عادلانه حل ملاتړ کوي. سلمان دغه خبره ټرمپ ته پرون په ټیلیفوني خبرو کې کړې ده. د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې ټرمپ سعودي عربستان له دې کبله ستایلی چې تېره اوونۍ یې له خپل هوایي قلمرو څخه له اسرائیل څخه متحده عربي اماراتو ته د لومړنۍ الوتنې تېرېدو ته اجازه ورکړه. سعودي عربستان ویلي چې له اسرائیل سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو د عادي کېدو لاره به تر هغو تعقیب نه‌کړي چې اسرائیل له فلسطینیانو سره د سولې نړیوال تړون لاسلیک کړی نه‌وي. Читать дальше...

راتلونکی کال به د المپیک لوبې په توکیو کې ترسره شي

Pa.azadiradio.com 

د کرونا وبا سره به د المپیک لوبې راتلونکی کال په توکیو ښار کې ترسره شي. دا خبره د المپیک د نړیوالې کمېټې مرستیال مشر او د دغو لوبو د همغږۍ د کمېسیون مشر جان کوټس وکړه. ښاغلی کوټس وايي، دغه لوبې به پر ټاکل شوې نېټه د ۲۰۲۱م کال د جولای پر ۲۳مه پیلېږي. هغه راروانې لوبې پر 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د برلاسي‌توب مسابقې وبللې. په پام کې وه د ۲۰۲۰م کال مسابقې د جولای له ۲۳مې پیل د اګسټ تر اتمې نېټې دوام وکړي، خو د کرونا خپرې شوې وبا دا پلان ګډوډ کړ او مسابقې یو کال وځنډول شوې. جاپاني چارواکو له مخکې واضح... Читать дальше...

شاهین قول اردو: بلخ کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ تېره شپه په یوه برید کې د پنځو وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو او اتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. دغې قول اردو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه د سبزیکار په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې دښمن د دفاعي او امنیتي ځواکونو په پوستو برید وکړ. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

چارواکي: لغمان کې لسګونه وسله‌وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې د لسګونه وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت‌زي ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د الیشنګ ولسوالۍ په جبون سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید وکړ چې د په شا تمبولو لپاره‌یې هوایي ځواکونو بمباري وکړه. هغه طالبانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه وویل، د هوایي ځواکونو د بمبار په پایله کې ۲۵ طالبان ووژل شول او ۸ نور ژوبل شول. په وژل شویو طالبانو کې پنځه تنه د لیزري وسلو کاروونکي طالبان هم شامل دي. د... Читать дальше...

د احمد شاه مسعود بنسټ: چا ته د ستونزو جوړولو او خلکو ځورولو اجازه مه‌ورکوئ

Pa.azadiradio.com 

د شهید اوونۍ سبا د سې شنبې په ورځ پیلېږي، خو ترې یوه ورځ وړاندې د احمد شاه مسعود بنسټ وايي، د دې اوونۍ له نمانځلو موخه، د شهیدانو یاد تازه کول دي او باید په دې ورځ خلک ونه‌ګواښل شي. دغه بنسټ له خلکو او خپلو پلویانو غواړي چې د شهید اوونۍ د پیل په ورځ او د وږې په ۱۸مه نېټه، چا ته اجازه ورنه‌کړي چې خلکو ته ستونزې جوړې او ویې‌ځوروړي. د دې بنسټ مشر احمد ولي مسعود د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۱۷» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د دې اوونۍ د نمانځلو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی او سبا به پیل شي،... Читать дальше...

د شپږیزې سیالیو لوبه کې سپین غر امو نهنګانو ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

نن د شپږیزې سیالیو د دوهمې ورځې په لومړۍ لوبه کې سپین غر امو نهنګانو لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه. سپین غر لوبډلې د سیالۍ پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه‌يې وکړه. په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته ۱۵۱ منډې هدف وټاکه چې تر ټولو ډېرې ۵۱ منډې په‌کې ذبید اکبري وکړې، دغه‌شان نصیر خان ۳۸ او وحید شفق ۲۲ تېزې منډې وکړې. د سیالۍ په دوهمه پاڼۍ کې امو لوبډله ونه‌توانېده چې یاد هدف پوره کړي او په ۲۰ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۰۱ منډې وکړې او خپله لومړۍ لوبه‌يې د ۴۹ منډو په توپیر وبایلله. Читать дальше...

'نن به شپږ لانجمن طالب بندیان قطر ته انتقال شي'

Pa.azadiradio.com 

د افغان حکومت یوه باخبره سرچینه وایي، نن به شپږ تنه لانجمن بندیان قطر ته انتقال شي. خو دغه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډيو ته دا هم وویل، د دغو بندیانو د انتقال په اړه هر کله د پرېکړې د بدلون احتمال شته او دا بندیان به د قطریانو له لوري انتقال شي. بل‌خوا د افغانستان د ملي روغې جوړې په عالي شورا کې یوه سرچینه وایي چې د دغو بندیانو لوجستیکي چارې پرون پای ته ورسېدې او ټاکل شوې لومړی قطر دولت او بیا طالبانو ته وسپارل شي. تر دې وړاندې د افغان حکومت یو شمېر... Читать дальше...

د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې ۲۵ طالب وسله وژل شوي 

Mashaalradio.com 

د لغمان چارواکي ادعا کوي، بېګا شپه وسله والو طالبانو د الیشنګ ولسوالۍ په جبون سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید وکړ چې د هوایي ځواکونو د بمبار په پایله کې ۲۵ طالبان ووژل شول او ۸ نور ژوبل شول.  د والي ویاند ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډيو ته وویل، چې د وژلیو طالبانو مړي په سیمه کې پاتې دي او یوشمېر وسلې یې هم افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي. نوموړی زیاتوي چې په وژل شویو طالبانو کې پنځه تنه د لیزري وسلو کاروونکي طالبان هم شامل دي.  وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.  د... Читать дальше...

د کرکټ ازبېک لوبغاړی په شپږیزه اتلولۍ کې د ځلېدو هیلې لري

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د کرکټ یو ازبېک لوبغاړی مراد مرادي وايي، د هېواد ملي لوبډلې ته د لار پیدا کولو هڅه کوي. ده د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو په ملي لوبډله کې هم لوبه کړې. مرادي اوس غواړي چې په شپږیزه اتلولۍ کې وځلېږي چې د سېپټېمبر پر شپږمه په کابل کې پیل شوه. فرید الله سعادت یې په اړه ویډیويي رپورټ جوړ کړی.

هند، چین او دوبۍ ته ۳،۶۰۰ ټنه تازه او وچه مېوه صادر شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د کال له پیل نه هند، چین او متحده عربي اماراتو دوبۍ ته ۳ زره او ۶۰۰ ټنه تازه او وچه مېوه صادر شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د دغه خونې د معلوماتو پر بنسټ د تېر کال تر همدې مودې پورې ۱۵ زره ټنه وچه او تازه مېوه د هوايي دهلېزونو له لارې نورو هېوادونو ته صادر شوې وه. د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل چې اوس‌مهال د هوايي دهلېزونو له لارې صادرات له ستونزو سره مخ شوي دي. د ده په خبره، په ډېری هېوادونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي له امله بندیزونه لا هم پر ځای دي. Читать дальше...

چین کې د افغان سوداګرو د ستونزو په هواري د بهرنیو چارو وزارت ټينګار

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په چین کې د افغان سوداګرو د ستونزو په هواري ټينګار وکړ. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه ناسته نن د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیال میرویس ناب او په کابل کې د چین سفیر وانګ‌ ترمنځ وشوه. نوموړي وویل چې په دغه ناسته کې د چین او افغانستان د اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ په پراختیا او پیاوړتیا او د سوداګریزو ستونزو په هواري بحث شوی دی. په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند چې په دغه ناسته کې یې حضور... Читать дальше...


Музыкальные новости
Imagine Dragons

Группа Imagine Dragons выпустит новый альбом





Персональные новости
Владимир Путин

«Есть ответы на вопросы бизнеса»: Хуснуллин об итогах встречи с Путиным на РСПП





د کویډ۱۹ له خپرېدو سره سره راتلونکی کال المپیک سیالۍ توکیو کې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د المپیک نړیواله کمېته وايي، د کرونا ویروس له وبا سره سره به د المپیک سیالۍ راتلونکی میلادي کال په توکیو کې کېږي. د المپیک نړیوالې کمېټې مرستیال مشر جان کوټس نن دوشنبه د فرانسې له خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، که کویډ۱۹ ناروغي وه که نه، دغه سیالۍ به کېږي. د المپیک نړیوالې کمېټې مرستیال مشر جان کوټس ډاډمن دی، چې د المپیک د دوبي سیالۍ به راروان میلادي کال د جاپان په توکیو ښار کې کېږي. ښاغلی کوټس چې د توکیو د سیالیو لپاره د همغږۍ د کمېسیون مشري هم کوي نن په مرکه کې وویل، دغه سیالۍ به پر خپله... Читать дальше...

'کندهار کې تر ۳۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي'

Pa.azadiradio.com 

د کندهار چارواکي وايي، په شاه ولي کوټ او میوند ولسوالیو کې تر دېرشو ډېر وسله وال طالبان وژل شوي دي. د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د رسنیو دفتر ویلي ۲۵ وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول چې د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په لوی کارېز سیمه کې پر افغان ځواکونو د برید د پلانولو په نیت راټول شوي وو. د دغه قول اردو اعلامیه وایي، دا پلان تر تطبیق دمخه د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکني بریدونو شنډ شو. په یوه بل خبر کې د کندهار د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر ویلي چې په میوند و لسوالۍ کې ۷ تنه وسله وال مخالفین د... Читать дальше...

د بریتانیا پولیس په برمینګهم کې د وروستۍ پېښې په اړه څېړنې کوي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا پولیس وایي، په برمینګهم ښار کې په چړو د خلکو د وژنې او ټپي کېدو په اړه څېړنې کوي.  د پولیسو په وینا پرون په دغه ښار کې یو تن په چړې وژل شوی او څو تنه نور ټپیان شوي دي. دا پېښه په هغه سیمه کې شوې چې په میخانو او رستورانتونو یې ډېره مشهوره ده. اسوشیتدپرس خبري آژانس د ویست میډلنډز د پولیسو په حواله ویلي چې دا پېښه له تروریزم او یا له داسې څه سره نه تړي چې له کرکې راپورته شوې وي.

د چک جمهوریت د یو فلم ډایرکټر 'یرژی منژیل' ومړ

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت د یو فلم ډایرکټر 'یرژی منژیل' چې له ډېرې مودې روغتیایې ستونزو سره لاس او ګریوان و د ۸۲ کلونو په عمر ومړ. نوموړي په ۱۹۶۷ کال کې اسکار جایزه اخستې وه.  د هغه مېرمن اولګا منژیلیوا پرون دا خبر ورکړ. منژیل په ۱۹۳۸ کال کې په پراګ ښار کې زېږېدلی وو.

د پاکې هوا نړیواله ورځ؛ 'افغانستان کې ککړې هوا ډېری خلک د مرګ له ګواښ سره مخ کړي'

Pa.azadiradio.com 

د سپټمبر اوومه د پاکې هوا په نوم نومول شوې نړیواله ورځ ده، خو د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت وايي د چاپېریال د اصولو د نه‌مراعتولو له امله د دغه هېواد د لویو ښارونو هوا دومره ککړه شوې چې ډېری خلک‌یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي. خلک هم د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره له نیول شویو تدابیرو راضي نه‌دي. دوی وايي د ښارونو په واټونو، کوڅو، د هستوګنې په ځایونو او حتی په کورونو کې، پاکه هوا نه‌احساسوي. د دوی په خبره، د کابل ښار ککړې هوا له ډول ډول ناروغیو سره مخ کړي دي. مطیع‌الله او عبدالبصیر ازادي رادیو ته وویل... Читать дальше...

مسیر: ولې طالبانو نوی پلاوی اعلان کړ او دا بدلون به د سولې پر خبرو څه اغېز ولري؟

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د طالب پلاوي په غړو کې د بدلون په مسئلې لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي. مسیر مسیر ورځپاڼې د طالبانو نوي ۲۱ کسیز پلاوي ته په اشارې لیکلي چې په ټیم کې یوازې قطر مېشته طالبان نه، بلکې د طالبانو د رهبرۍ شورا مهم غړي هم شامل دي. ورځپاڼې پوښتنه کړې چې طالبانو ولې نوی پلاوی اعلان کړ او دا بدلون به د سولې پر خبرو څه اغېز ولري؟ د سرمقاله لیکونکي په باور، د خبرو لپاره داسې یوه ټیم ته اړتیا وه چې تر ډېره پورې د پرېکړو صلاحیت ولري او په مذاکراتو کې وروستۍ خبره... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Росгвардия обеспечила правопорядок во время футбольного матча «ЦСКА» - «Спартак» в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Мирра Андреева замыкает год // 16-летняя российская теннисистка успешно стартовала на крупном турнире WTA в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В СВАО Москвы реконструируют дорогу и построят мост





Путин в России и мире
Москва

Строители мостов и дорог удостоены государственных наград


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Анастасия Ивлеева

Суд рассмотрит 25 апреля протокол на Ивлееву за дискредитацию ВС России



Москва

Кратко про арестованную подмосковную чиновницу Стригункову, курировавшую блок здравоохранения

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net