افغان حکومت د سولې په اړه د اروپايي اتحادیې او کاناډا د دریځ هرکلی وکړ
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو د سمدستي پیلېدو لپاره د اروپایي اتحاديې او د کاناډا د غوښتنې هرکلی وکړ.
له دې وزارته نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت پوره تیاری لري چې په دې هېواد کې د خبرو له لارې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له رامنځته شوي فرصته پوره ګټه پورته کړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مأموریت او د کاناډا سفارت، پرون ناوخته په یوه ګډ بیان کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د سولې د پروسې په زیان وبلل.
په بیان کې ویل شوي، د افغانستان شخړه له پوځي لارې نهشي حلېدای او د تاوتریخوالي نهمنونکی لوړ حد، د سولې له با مفهومه پروسې او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره په ټکر کې دی.
په افغانستان کې د وسلهوالو طالبانو لهخوا د تاوتریخوالي پر زیاتولو افغان حکومت، امریکايي چارواکو او نورو سازمانونو هم انتقاد کړی دی.