د بریتانیا پولیس په برمینګهم کې د وروستۍ پېښې په اړه څېړنې کوي
د بریتانیا پولیس وایي، په برمینګهم ښار کې په چړو د خلکو د وژنې او ټپي کېدو په اړه څېړنې کوي.
د پولیسو په وینا پرون په دغه ښار کې یو تن په چړې وژل شوی او څو تنه نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه په هغه سیمه کې شوې چې په میخانو او رستورانتونو یې ډېره مشهوره ده.
اسوشیتدپرس خبري آژانس د ویست میډلنډز د پولیسو په حواله ویلي چې دا پېښه له تروریزم او یا له داسې څه سره نه تړي چې له کرکې راپورته شوې وي.