چارواکي: یواځې د نن ورځې لپاره تورخم دروازه پرانیستل شوه
د ننګرهار چارواکي وایي چې د نن ورځې لپاره د تورخم دروازه د مسافرو پرمخ خلاصه ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن شنبې ازادي راډيو ته وویل چې د تورخم دروازه د هغو افغانانو پرمخ چې له ډیورنډ کرښې ها غاړه بند پاتې وو، خلاصه ده او کولی شي چې د دغې دروازې له لارې راشي.
د خوګیاڼي په خبره، هغه پاکستاني وګړي چې په افغانستان کې بند پاتې وو، هم کولی شي چې نن خپل هېواد لاړ شي.
د یادونې وړ ده چې دغه لاره شااوخوا پنځه میاشتې وړاندې د کرونا ویروس د انتقال د مخنیوي په خاطر د پاکستاني لوري له خوا تړل شوې وه.