د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، اوربند په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو یوه مهمه موضوع ده.
زلمي خلیلزاد له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، د امریکا او طالبانو په موافقه کې هم اوربند یو له څلورو مهمو موضوعاتو څخه و چې پر اساسیې د قطر موافقه لاسلیک شوه.
هغه زیاته کړه: "ګومان کوم څه چې په لنډ وخت کې عملي ښکاري هغه د جګړې د شدت کموالی دی او یا یو بشري اوربند دی، دایمي او ټولشموله اوربند فکر کوم هغه مهال ممکن دی چې پر یوه سیاسي فورمول یا حللارې موافقه یا تفاهم وشي."... Читать дальше...
هندي چارواکي وايي، په قطر کې د بینالافغاني خبرو له پیلېدو سره په یو وخت له افغانستان څخه وروستی پاتې برمته خپل هېواد ته ستون شو.
هندي رسنیو د افغان او هندي چارواکو په قول ویلي چې مانتو سېنګهـ یو له هغو ۷ هندي انجنیرانو څخه و چې په ۲۰۱۸ م کال په افغانستان کې برمته شو.
د ده نور ملګري تر دې وړاندې طالبانو خوشې کړي وو.
د کاپیسا چارواکي وايي، طالبانو تېره شپه د دې ولایت د تګاب ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ برید وکړ.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش وايي، د طالبانو د برید په نتیجه کې چې تېره شپهیې وکړ، ۵ پولیس وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.
ده په دې نښته کې د طالبانو د مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویلي. تګاب د کاپیسا ولایت یوه ناامنه ولسوالۍ ده.
د بلخ ولایت چارواکي وايي، په دې ولایت کې د طالبانو بریدونه له ۱۰۰ تر ۱۵۰ سلنې زیات شوي دي.
د بلخ ولایت چارواکي او یو شمېر اوسېدونکي وايي، وروسته له دې چې څه باندې ۵ زره طالب بندیان خوشې شوي، په چمتال، چهاربولک، بلخ، دولتاباد، شور تپې، شولګرې، زارع او نهر شاهي ولسوالیو کې طالبانو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وايي، طالبان په دې ولایت کې په یوه شپه او ورځ کې له ۴ تر ۵ حملې کوي، خو تر یوې نیمې اوونۍ پخوا پورې چې لا د دې ډلې بندیان خوشې شوي نهوو، په یوه شپه او ورځ کې له یوې تر دوو ډېرې حملې نهکولې. Читать дальше...
د غور د عامې روغتیا مسؤلان وايي چې د دغه ولایت د پوهنتون ۲۳ محصلان په کرونا اخته شوي دي.
د غور ولایت د عامې روغتیا رئيس جمعهګل یعقوبي وايي، د ۶۳ محصلانو چې د کرونا شک پرې کېده، معاینې وښوده چې د ۲۳ تنو کرونا مثبته ده.
د غور د عامې روغتیا رئیس په پوهنتون کې د روغتیايي سپارښتنو پر نهرعایت کېدو انتقاد وکړ.
د غور د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو پر اساس، تر اوسه پورې په دې ولایت کې د کرونا ۵۲۸ مثبتې پېښې ثبت شوي چې د هغو په منځ کې ۱۱ تنه مړه شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د بلخ د پولیسو یو شمېر چارواکي له دندو لیرې کړل.
اندرابي پرون (د سپټمبر ۱۳مه) بلخ ته تللی و. د بلخ د والي ویاند، منیر فرهاد بېګا ازادي راډیو ته وویل: "د پولیسو ۸ چارواکي له دندې ایسته شوي دي. په هغوی کې ۶ تنه د حوزو امرین او دوه ټيټ رتبه چارواکي دي."
د ازادي راډیو خبریال په بلخ کې د چارواکو په حواله وایي چې په دوو وروستیو اوونیو کې په مزار شریف او مرکز ته په نږدې ولسوالیو کې وسلهوالې غلاوې زیاتې شوي او د وسلهوالو طالبانو فعالیت هم زیات شوی دی.
شپږیزه کرکټ لیګ په روانو سیالیو کې به نن (د سپټمبر په ۱۳مه) د کابل بازان د سپین غر له زمریانو او د امو نهنګان د بست له ساتونکو سره مخامخ شي.
لومړۍ لوبه د سهار په نهو بجو او دوهمه ماسپښین پیلېږي. د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل فرید هوتک بېګا ازادي راډیو ته وویل چې څلور پیاوړې لوبډلې سره مخامخ کېږي.
د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ د سپټمبر په ۶مه پيل شوې او د دې لړۍ د پای لوبه د چهارشنبې په ورځ ده.
د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر د افغانستان له دولته د امریکا د ملاتړ د څرګندولو لپاره کابل ته تللی دی.
جنرال کنېت مکنزي پرون (د اګسټ په ۱۲مه) ماښام په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي او د دولت او طالبانو د استازو ترمنځ په روانو خبرو ورسره غږېدلی دی.
د ارګ د خبرپاڼې په حواله، جنرال مکنزي ویلي چې په داسې مهمه ورځ کابل ته د دې لپاره تللی چې له دولت، د افغانستان له خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره د امریکا پر تعهد ټینګار وکړي.
په خبرپاڼه کې په دې اړه لیکل شوي چې غني او... Читать дальше...
په یونان کې د مظاهرو ضد پولیسو پرون (د سپټمبر۱۲مه) پر هغو غیر قانوني کډوالو چې د لېسبوس په ټاپو کې یې مظاهره کړې وه، اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړی دی.
په لېسبوس کې د غیر قانوني کډوالو په ستر پڼډغالي، موریا کې د اور د لګېدو له امله زرګونه کسان بېکوره شوي دي.
له هغه راهیسې، زرګونه بېسرپناه وګړي پر لارو او سړکونو شپې تېروي. هغوی پرون مظاهره کړې وه او د یونان له حکومتهیې د سرپناه غوښتنه کوله.
د یونان حکومت وايي چې نوی کمپ ورته جوړوي او د یونان پولیس هڅه کوي چې د لېسبوس ټاپو مرکز ته د هغوی د تګ مخنیوی وکړي. Читать дальше...
په امریکا کې د حساسیت او اخیستونکو ناروغیو د ملي انسټټیوټ مشر ډاکتر انتوني فاوچي ویلي، د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ له دې خبرې سره موافق نهدی چې امریکا د کرونا وبا اړخ ته کړې ده.
ډاکتر فاوچي پرون (د سپټمبر ۱۲مه) وویل چې دی ځکه د ټرمپ له خبرې سره موافق نهدی چې ارقام لا هم ډېر خواشینوونکي دي.
هغه له (ام.ا. ان.بي.سي) ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، هغه وضعیت ته چې د کرونا د وبا تر ګډېدو مخکې و، د رسېدو لپاره ممکن د ۲۰۲۱ میلادي کال تر پایه انتظار ته اړ شو.
هغه همداراز خبرداری ورکړ چې د هوا له سړېدو... Читать дальше...
په بلاروس کې پولیسو پرون (د سپټمبر ۱۲مه) ګڼ شمېر ښځې چې د انتخاباتو د پایلو پر ضد په اعتراضونو کې یې ګډون کړی و، نیولې دي.
په بلاروس کې د اګسټ په نهمه د جمهوري ریاست ټاکنې وشوې او ناست ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د پنځمې دورې ګټونکی اعلان شو.
له هغه راهیسې د بلاروس خلک اعتراضي مظاهرې کوي او وايي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.
د الکساندر لوکاشینکا رژیم د دې اعتراضونو د ځپلو سختې هڅې کوي.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د بلاروس برخې ویلي چې زرګونه کسان پرون هم د هغه هېواد په پلازمېنه مېنسک کې راغونډ شوي وو او د ښځو د مارش پلانیې درلود. Читать дальше...
د ایران د کشتۍ د وتلي ورزشکار نوي افکاري د اعدام د خبر خپرېدو په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي.
د ایران دولتي رسنیو د نويد افکاري د اعدام خبر پرون (د سپټمبر۱۲مه) خپور کړ.
هغه د قتل په جرم اعدام شوی دی. په رسنیو کې د ایران د جنوبي ولایت، فارس د عدلیې وزارت په حواله ویل شوي چې نوید افکاري د مقتول د کورنۍ د ټینګار له کبله د شنبې په سهار اعدام شو.
خو د هغه پر ضد شوې ادعا او پر هغه شوی حکم د امریکا ولسمشر او د بشري حقونو د څارنې ډېرو نړیوالو او سیمهییزو ډلو غندلی و.
د المپیک نړیوالې کمېټې... Читать дальше...
د افغانستان دولت پلاوی به نن (د سپټمبر۱۳مه) د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د تشدد د کمولو پر پرېکړه خبرې وکړي.
د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي چې هغوی به پرېکړه کوي چې په راروانو بحثونو کې کومو مسئلو ته لومړیتوب ورکړي.
عبدالله عبدالله پرون له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: "د خلکو په ذهن کې یوه مهمه مسئله د تشدد بېخي کمېدل دي، د بشري خواخوږۍ پر اساس اوربند دی، داسې چې موږ هیله لرو چې په دایمي اوربند بدل شي."
په دوحه کې پرون د افغانستان د سولې کنفرانس... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Полина Гагарина — про уход на пенсию и особые способности Сергея Лазарева
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
WTA огорчила Елену Рыбакину после турнира в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Ежемесячную денежную выплату получают более 1,6 млн пострадавших от радиации
Путин в России и мире
Москва
Валентин Коновалов Хакасии примет участие в церемонии инаугурации Владимира Путина
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Польский судья Шмидт попросил защиты у Лукашенко и политического убежища в Белоруссии
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Анастасия Волочкова
Катя Гордон — Анастасии Волочковой: «Мы бы с Лерой оплатили и лечение, и психиатра, если надо»
Москва
Столичные росгвардейцы обследовали свыше 8 тыс. кв. м подводного грунта с начала года
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net