کام ایر هوايي شرکت د اماراتو د بندیزونو له لېست څخه ووت
کام ایر هوايي شرکت د عربي متحده اماراتو د بندیزونو له لېست څخه لیرې شو.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر قاسم وفاييزاده په خپل فېسبوک لیکلي چېکام ایر شرکت تر دې وروسته کولای شي چې دوبۍ او د عربي متحده اماراتو نورو ښارونو ته پروازونه ولري.
نوموړي وویل چې د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره له دې پرېکړې هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې تر دې وروسته د لانورو همکاریو زمینه برابره شي.
کام اير شرکت له ۲۰۱۴م کال راهيسې د پروازونو د نهخوندیتوب له کبله د متحده اماراتو په تور لېست کې و.