د شارلي ابدو پر دفتر حمله کوونکی: نهپوهېدم چې د مجلې دفتر بدل شوی
هغه پاکستاني وګړي چې د طنزیه مجلې شارلي ابدو د پخواني دفتر په مخکې د دوو تنو په ټپي کولو تورن دی ویلي چې دی نهپوهېده چې د دغې مجلې دفتر بدل شوی او غوښتلیې چې هغه ته اور ورته کړي.
دا خبره د فرانسې یوه څارنوال ژان فرانسوز ریکارډ پرون خبریالانو ته وکړه.
د هغه په وینا دغه مشکوک کس چې ځانیې ۱۸ کلن حسن معرفي کړی، غوښتل چې د اور لګېدو له درې بوتلونو په استفادې دغه دفتر ته اور واچوي.
په ۲۰۱۵ کال په پاریس کې د شارلي ابدو پر دفتر په حمله کې ۱۲ تنه ووژل شول.
حمله کوونکو دغه حمله د دغې مجلې لهخوا حضرت محمد ته د منسوبو کاریکاتورونو د خپرولو په غچ کې کړې وه.
تر دغې حملې وروسته د دغې مجلې دفتر یوه ناڅرګند ځای ته لېږدول شوی دی.
دغې مجلې روانه میاشت کې له حمله کوونکو سره د اړیکو لرلو په تور د ۱۴ کسانو د محاکمې له پیل سره هممهاله بیا دغه کاریکاتورونه خپاره کړي و.