د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نګورنو قرهباغ د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه
![د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نګورنو قرهباغ د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه](https://gdb.rferl.org/2522db5b-e7c7-4396-8a4d-12e7bc993901_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نګورنو قرهباغ د جګړې د سمدستي درېدو غوښتنه وکړه.
امنیت شورا بېګا د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د نګورنو قرهباغ په لانجمنه سیمه باندې د تازه جګړې په اړه غونډه درلوده.
د دې شورا غړو د جګړې د سمدستي درېدو غږ وکړ او همیې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له هغه دریځه ملاتړ وکړ چې ښکېلې خواوې باید له تاوتریخوالي لاس په سر شي او مؤثرو خبرو ته وګرځي.
ارمنستان د نګورنو قرهباغ په جګړه کې ترکیه هم د اذربایجان په ملاتړ تورنه کړې او پرونیې ادعا کړې چې د ترکیې یوه جټ الوتکهیې نسکوره کړې ده.
ترکیې دا ادعا رد کړه.
دواړو خواو ته تر پرونه چې د جګړې درېیمه ورځ وه د ډېرو تلفاتو د اوښتو خبره شوې ده.