د مردان زده کوونکیو نجونو لپاره له جاپانه ډالۍ شوي اووه خصوصي بسونو کې پنځه بسونه درول شوي او یوازې له دوو بسونو کار اخیستل کېږي چې له کبله یې د لیرې پرتو سیمو مېرمنې او زده کوونکي له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. نور د عظمت علي شاه په دې ویډیو راپور کې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو هیله ښودلې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت د
اوربند زمینه برابره کړي.
د امریکا استازیو جرګې د ټرمپ استیضاح ته رایه ورکړه.
د اسټرالیا په ځینو سیمو کې هوا ان تر پنځوس درجې ګرمه شوې.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د اسلام اباد خاکروبان له تېرو دوو ورځو راهيسې يو وارې بيا پر احتجاج دي او وايي، د ياد ښار ترقياتي ادارې (سي ډي اې) ورته له دوو مياشتو تنخاګانې نه دي ورکړي.
په دې اړه د احمدالله ویډیو رپورټ وګورئ.
د عادل شاه وکیل بېرېسټر اسلام خان وردګ وايي نه یوازې د ده موکل بلکې دغه ډول نور په زرګونه هغه وګړي چې مېرمنې یې د برېتانیا هېواد دی او دوی د بل وطن دي، له دې ګټلې مقدمې ګټه اخېستلی شي.
د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرې چې له زلمي خلیلزاد سره یې کتلي، وايي چې د امریکا ځانګړي استازي هغوی ته د طالبانو او امریکا ترمنځ د اوربند خبره کړې ده.
د هند پولیسو نن د دغه هېواد په ځینو لویو ښارونو کې سلګونه اعتراض کوونکي داسې مهال ونیول چې له بندیز سره سره یې غونډې وکړې.
دا موقتي بندیز په هند کې د تابعیت په اړه د یوه قانون پر وړاندې تر مظاهرو وروسته ولګېد.
د چارواکو په وینا تر اوسه سل کسان په ډیلي کې نیول شوي دي.
د دې نوي قانون له مخې د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش هغو غیر مسلمانانو ته به تابعیت ورکول کیږي چې تر ۲۰۱۵ میلادي کال مخکې هند ته تللي.
د دې قانون منتقدین وايي، صدراعظم مودي غواړي د دې قانون په واسطه په هند کې شااوخوا دوه سوه ملیونه مسلمانان منزوي کړي. Читать дальше...
په داسي حال کې چې د لبنان د نوي صدراعظم پر ټاکلو خبرې دوام لري، سعد حریري د جمهوري ریاست ماڼۍ ته رسېدلی دی.
سیاسي سرچینې وايي، ویل کیږي د ښوونې او روزنې پخوانی وزیر حسن دیاب به د ایران د ملاتړي حزب الله ګوند په ګډون د یو شمېر ګوندونو په ملاتړ صدراعظم وټاکل شي.
سعد حریري چې د لویديځ او خلیج هیوادونو متحد دی، د اکتوبر په ۲۹مه د حکومت د فساد پر ضد د پراخ لاریون په نتيجه کې د صدارت له څوکۍ څنګ ته شو.
د افغانستان په اړه د یوه امریکايي سناتور لېنډسي ګراهام تر څرګندونو وروسته د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، افغانستان به تر پایه د نړیوالې ټولنې د اوږو بار نه وي.
د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د مځکې ښويېدو په نتيجه کې شپږ ساختماني کارګر وژل شوي دي.
د ازبکستان له اضطراري حالاتو سره د مبارزې وزارت نن وویل چې دا پېښه په یونس آباد سیمه کې د میترو پر لیکه شوې، هغه ځای چې اوسمهال پکې د بیا رغونې کارونه روان دي.
د دې موضوع په اړه تحقیقات پیل شوي دي چې ایا د دې غمیزې مخه نیول کېدای شوای که نه.
د خیبر پښتونخوا وکیلانو د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د سزا په اړه د پوځ د ویاند د بیان غندنه کړې او نن یې کاربندیز کړی دی. په دې اړه د عصمت علي شاه ویډیويي رپورټ ګورئ.
د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په وازېخوا ولسوالي کې د پوځي عملیاتو په نتيجه کې څلور وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، وسلوالو له دې ځایه د مالیاتو د راټولو او د خپلو مخابراتي فعالیتونو د یو مرکز په توګه کار اخیست.
د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وویل، په دغو عملیاتو کې د وسلوالو یو مرکز ویجاړ شوی او د هغوی یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته لویدلي دي.
شاه محمد ارین وویل، په دغو عملیاتو کې د سرحدي ځواکونو یو سرتیری هم سربیرن ټپي شوی دی. Читать дальше...
په چین کې د یوغور لږکیو د حقونو مبارز الهام توهتي لور پرون د خپل پلار له طرفه د اروپايي ټولنې تر ټولو لویه جایزه ترلاسه کړه.
د پاکستان ستر عدالت مشر قاضي (سپريم کورټ چيف جسټس) اصف سعيد کوسه ويلي دي قبايلي ضلعو ته د تکړه قاضیانو او پولیس افسرانو له لېږلو سره د يادو سيمو اوسېدونکي په عدالتي او پوليس نظام په ښه توګه پوهېدلی شي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، راتلونکې اوونۍ به حتماً د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایله اعلان شي.
د دې کمېسیون مرستیال عصمتالله مل نن ازادي راډیو ته وویل، د ۷ ولایتونو له ډلې چې د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش پهکې پیل شوی و، د څلور ولایتونو نتایج کابل ته رسېدلي او تمه ده چې د بدخشان، فاریاب او بغلان پایلې هم سبا مرکز ته راواستول شي.
ښاغلی مل وايي، سیستم ته د دې موادو د لېږد بهیر به تر یوې ورځې پیل شي.
هغه وویل، راتلونکې اوونۍ به حتماً د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.
ښاغلی مل زیاتوي:... Читать дальше...
په جینوا کې د کډوالو د ستونزو د هوارۍ لپاره جوړه شوې درې ورځنۍ غونډه د ډېسېمبر پر ۱۸مه پای ته ورسېده.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د د ډېسېمبر پر ۱۹مه په کابل کې له افغان چارواکو سره کتلي.
واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د اسیا لپاره د نړیوال کړکیچ د ډلې د مشرې لوریل میلر لیکنه خپره کړې ده.
د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ سیالۍ نن پنجشنبه (قوس ۲۸مه) په کابل کې د فوټبال د فدراسیون په لوبغالي کې پیلېږي.
په دې سیالیو کې د افغانستان د ۸ زونونو ۸ لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي.
د فوټبال د فدراسیون یوه مطبوعاتي مسئول شمس امیني د دغو سیالیو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دا لیګ نن په دوو سیالیو پیلېږي او هره ورځ به دوه مسابقې کېږي. لومړۍ مسابقه د سهار په ۱۰ بجې د هلمند د هلکانو د لېسې ټیم د هرات له اټک انرژي لوبډلې سره ده او دوهمه مسابقه چې د ماسپښین په ۲ بجې کېږي، د ننګرهار د وفا ځوانان... Читать дальше...
د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي شمخاني د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې تهران د هغو خبرو مخالف دی چې افغانان او د افغانستان حکومت پکې برخه ونه لري.
ښاغلي شمخاني پرون چهارشنبه د سیمې امنیتي ډیالوګ له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، هره ستراتیژي، پرېکړه یا پلان چې د افغانانو له ګډونه پرته وي، ناسم دی او ناکامېږي.
د تهران غونډه د افغانستان، چین، روسیې، هند، تاجکستان، ازبکستان او ایران د ملي امنیت د سلاکارانو او لوړپوړو امنیتي چارواکو په ګډون پرون ترسره شوه. Читать дальше...
د هند د کورنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه اعلان وکړ چې په تېرو ۶ کلونو کې یې نژدې ۴ زره مسلمانو او غیر مسلمانو پاکستانیانو، افغانانو او بنګالیانو ته د هندوستان تابعیت ورکړی دی.
د هند د کورنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي دا خبره په داسې مهال وکړه چې د تابعیت په ورکړه کې د مسلمانانو د استثنا کولو په اعتراض کې د هند په بېلابېلو ښارونو کې سترې مظاهرې وشوې.
د هند له لوري د نوي تصویب شوي قانون پر اساس د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش غیر مسلمانو وګړو ته د هند تابعیت ورکول کېږي.
د دغه هیواد د کورنیو... Читать дальше...
دوه تاجکستانیان چې باور کېږي د سوېډن د ستوکهلم د ۲۰۱۷ کال د موټر په حمله کې لاس لري، په سوریه کې بندیان دي.
پروېز سیدرحمانوف چې په ابو داوود مشهور دی او تاج الدین نظراوف چې په ابو اسامه نوراکي مشهور دی او دواړه ۳۲ کلن دي، د روسیې او تاجکستان له لوري په تروریزم تورن شوي او د موندلو هڅه یې کوي.
د دوی د یوه په اړه باور کېده چې مړ شوی دی.
د د دغو کسانو یو ملګری رحمت عاقل اوف په ۲۰۱۸ میلادي کال په ستوکهلم کې په عمري قید محکوم شو. نوموړي اعتراف کړی چې د ۲۰۱۷ د اپریل په اوومه یې د ستوکهلم په مرکزي برخه کې لارویان په موټر ووهل. Читать дальше...
اوس به سېنېټ فيصله کوي چې ولسمشر ټرمپ له چوکۍ ليرې کړي او که نه؟ هغه د دوو تورونو پر اساس مواخذه شوی، یو دا چې له خپله واکه یې ناوړه ګټه
د امریکا متحده ایالتونو پرون له هند سره ژمنه وکړه چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه به د نوي ډیلي اندیښنو ته پام کوي.
د ملګروملتونو عمومي اسامبلې پرون د هغه پریکړه لیک مسوده تصویب کړه چې د روسیې تر کنټرول لاندې کریمیا کې د بشري حقونو د ساتنې غوښتنه کوي.
دا خبره په نیویارک کې د ملګروملتونو په مقر کې د اوکراین دایمي نمایندګۍ کړې ده.
دغه پرېکړه لیک ته د ۲۳ مخالفو رایو په وړاندې ۶۵ هېوادونو موافقه رایه ورکړه او ۸۳ هېوادونو خپلې رایې ونه کارولې.
د هغو هېوادونو په ډله کې چې دغه پرېکړه لیک ته یې مخالفې رایې ورکړي، روسیه، بلاروس، ارمنستان، ونزوېلا، سوریه او ایران شامل دي.
په ملګروملتونو کې د اوکراین د ډیپلوماتیکې... Читать дальше...
ټرمپ چې له صلاحیت څخه د ناوړه استفادې او د کانګرس د مخنیوي په دوو، مواردو تورن شوی، د دواړو تورونو په خاطر د استازو جرګې چې ډیموکراتان پهکې اکثریت دي، د هغه د استیضاح لایحه تصویب کړه.
Спорт в России и мире
Москва
Андрей Мидловец выиграл якутский финал на первенстве России
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Линетт сыграет против Соболенко во втором круге турнира WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Zoomlion продемонстрировала последние достижения на выставке INTERMAT
Путин в России и мире
Москва
Путин поручил сократить время движения поездов от Москвы до курортов Черноморского побережья до 16 часов
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Певица
Певица Ольга Бузова прошла плановый осмотр в больнице
Москва
Онлайн марафон "Новинки" - Тренды светодизайна на выставке Light + Building 2024
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net