یوسف نورستاني د امریکا یوې محکمې د "عامه شتمنۍ په غلا" مجرم پېژندلی
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون پخوانی رئیس او د مشرانو جرګې اوسنی غړی احمد یوسف نورستاني د امریکا متحده ایالاتو د فدرال محکمې له خوا په فریبکارۍ مجرم پېژندلی شوی دی.
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون پخوانی رئیس او د مشرانو جرګې اوسنی غړی احمد یوسف نورستاني د امریکا متحده ایالاتو د فدرال محکمې له خوا په فریبکارۍ مجرم پېژندلی شوی دی.
د ډېسېمبر پر ۱۶مه، د پېښور پر ارمي پبلېک سکول د برید پېنځم تلین لمانځل کېږي. پر هغه ورځ وسله والو د ښوونځي پر تالار حمله وکړه چې پکې ۱۴۴ زده کوونکي او د سکول کارکوونکي ووژل شول. په دې ویډیو کې مو هغې پېښې ته کتنه کړې.
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون پخوانی رئیس او د مشرانو جرګې اوسنی غړی احمد یوسف نورستاني د امریکا متحده ایالاتو د فدرال محکمې له خوا په فریبکارۍ مجرم پېژندلی دی. نورستاني د امریکا په جنوبي کلیفورنیا کې د ټولنیزې هوساینې یوې ادارې ته دروغ ویلي او په غیر قانوني توګه ۱۰۰ زره ډالر ترلاسه کړي دي. نوموړی په داسې حال کې چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په افغانستان کې و او دولتي دنده یې درلوده، د امریکا فدرالې ادارې ته د خپل کار او سفر په اړه دروغ ویلي او د ټولنیزې هوساینې له ادارې یې مالي امتیازات ترلاسه کړي دي. Читать дальше...
نوموړې وايي، له ځوانانو په ډک تالار کې يې د جايزې ترلاسه کولو پر مهال ډېر وياړ احساس کړ چې د نورو لپاره الهام بخښونکې شخصيت وګرځېده.
په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو يوه ویاند ویلي، لا يې په دغه هېواد کې د امريکايي پوځيانو د شمېر کمولو کوم رسمي امر نه دى ترلاسه کړى.
شېرشاه همدرد په همدې مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، سږکال د تېر کال په نسبت د ژورنالېستانو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې کمی راغلی
ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې د عامه نظم پولیسو پخوانی قومندان زمری پیکان ژر تر ژره ونیسي.
دا مظاهره وروسته له هغې شوې چې د ډېسېمبر پر ۱۳مه د یادې لویې لارې پر سر د مسلم باغ په کان مهترزۍ سیمه کې د یوې حادثې پر مهال لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول.
محمد شعیب خان د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ نوی منتخب غړی دی. د هغه تعلق د پخوانۍ نیمه قبایلي سیمې یا فرنټیرز ریجن سره دی. موږ ورسره د مشال مرکه کړې.
دا اوونۍ په مشال مرکه کې له کورمې ضلعې نه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ له غړي ریاض شاهین سره غږېدلي یو.
د ايران د مخابراتو وزير محمد جواد اذري جهرمي نن يکشنبه اعلان وکړ چې دغه هېواد تر يوې اوونۍ په لنډه موده کې دويمه سايبري يا انټرنټي حمله شنډه کړې ده. ښاغلي جهرمي وویل، دا وار د دې انټرنټي حملې هدف د دولت د استخباراتو په اړه جاسوسي کول وو. د ايران د مخابراتو وزير نن په يوه لنډکي ټويټ کې ويلي چې دغه سايبري يا انټرنټي حمله تشخيص او د ايران د انټرنټي خونديتوب سپر په مرسته شنډه کړاى شوې ده. نوموړي د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، هغه استخباراتي ادارې هم تشخيص شوي چې دا حمله يې کړې او هکران هم څارل شوي دي. Читать дальше...
د یاد ګوند یو مشر اخوندزاده چټان د ډېسېمبر پر ۱۴مه مشال رېډيو ته وویل چې د موجوده حکومت کارکردګي ښه نه ده
د افغانستان حکومت که څه هم له دغه هېواده د ۴۰۰ امریکايي سرتېرو وتل د روانې جګړې پر وضعیت بې اغېز بولي، خو وايي، دوی لا هم د امریکايي پوځیانو حضور ته اړتیا لري.
د پاکستان رسمي سرچینې لیکي چې له نوموړي سره به په دې سفر کې د کابینې ځیني وزیران او لوړ پوړی پلاوی هم ملګری وي.
د افغانستان په جوزجان کې ورزشکاران د اولمپیک له ملي کمېټې غواړې چې په ملي او نړیوالو سیالیو کې د ګډون په برخه کې له دوی سره همکارې وکړي. نور د عالم رحمانیار په ویډیويي راپور کې وګورئ.
د جوزجان ورزشکاران د المپیک له ملي کمیټې غواړې چې په ملي او نړیوالو سیالیو کې د ګډون په برخه کې له دوی سره همکارې وکړي. نور جزیات د عالم رحمانیار په ویډیويي راپور کې وګورئ.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی، په تېرو دورو کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د اجماع نشتوالی جدي ستونزه وه.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر راتلوونکو ۵ ورځو پورې به په هغو اووه ولایتونو کې هم د رایې بیا شمېرنې او څېړنې بهیر بشپړ شي چې په وړاندې یې خنډونه موجود و.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی، په تېرو دورو کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د اجماع نشتوالی جدي ستونزه وه.
کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو نن تر ډېره د افغانستان پر سولې او د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په اړه مطالب چاپ کړي دي.
په خوست کې د ښځو د حقونو یوشمېر فعالانې وايي چې په هغه ولایت کې د ښځو لپاره تعلیمي او روغتیايي امکانات زیات شوي دي. په خوست ښار کې پرون د ښځو د حقونو یوشمېر فعالانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړیوال منشور د اعلان د کلیزي په مناسبت په غونډه کې په خپل ولایت کې د ښځو لپاره پر امکاناتو او ستونزو خبرې وکړې. د خوست د ښځو ریاست مشرې، شافعه نورزۍ ازادي راډیو ته وویل: "خوشبختانه، په خوست کې ورځ تر بلې د ښځو د بشري حقونو وضعیت ښه کېږي. د ښځو تعلیم زیات شوی او ډېرې ښځې حتی د کارونو غوښتونکې دي." د... Читать дальше...
په هند کې د هغه نوي قانون پر ضد مظاهرې روانې دي چې پر اساس یې د درېیو هېوادونو مذهبي اقلیتونو ته د هند د تابعیت حق ورکول کېږي. د امریکا متحده ایالاتو له دې امله ټولو امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې هند ته سفر ونه کړي. امریکا او تر هغه مخکې بریتانیا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ چې هند ته د سفر پرمهال له احتیاطه کار واخلي. د هند د تابعیت قانون د تعدیل پر اساس، د افغانستان، بنګله دېش او پاکستان سیکانو، هندوانو او مذهبي اقلیتونه چې تر ۲۰۱۵ کال وړاندې هند ته تللي او مېشت شوي، د هند د تابعیت ورکول کېږي. Читать дальше...
یوه امریکايي رسنۍ وايي، د ټرمپ اداره غواړي چې روانه اوونۍ له افغانستان څخه د څه باندې ۴ زره امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان وکړي. د دغو ځواکونو له ایستلو وروسته به په افغانستان کې د ۸ زره او ۹ زره ترمنځ امریکايي پوځیان پاتې شي. این بي سي نیوز تلویزیون د بې نومو امریکايي چارواکو په قول همداراز ویلي چې امریکا دا اعلان څو ورځې وروسته له دې کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره له څو میاشتې ځنډه وروسته د سولې خبرې بیا پیل کړې. امریکا حاضردمه په افغانستان کې د ۱۲ زره او ۱۳ زره ترمنځ پوځیان لري. Читать дальше...
د امریکا د سنا جرګې یو پلاوی به د روسیې پر ضد د بندیزونو په اړه بحث پیل کړي. دا بحث وروسته له هغه کېږي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې پر یوې لانجمنې لایحې له رأی اخیستلو ډډه وشوه. د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه به پر دې لایحې چې د کریملین له یرغله د امریکا د امنیت دفاع نومېږي، بحث وکړي. دا لایحه چې د امریکا د دواړو ګوندونو، جمهوري غوښتونکي او ډیموکرات غړیو وړاندې کړې، د نورو هیوادونو په ډیموکراتیکو پروسو کې د لاسوهنې، په سوریه کې د «ناوړه اقداماتو» او پر اوکراین د یرغل په خاطر پر روسیې د بندیزونو غوښتنه کوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دا خبره رد کړه چې ګنې مخکې تر دې چې په دغه هېواد کې یو چیچنیايي بېلتون غوښتونکی ووژل شي، روسیې د هغه د ورسپارلو غوښتنه کړې وه. هیکو ماس وویل، هیچا د دغه هېواد له حکومته غوښتنه نه وه کړې چې څلوېښت کلن زیلیم خان خانګوشویلي وروسپاري. خانګوشویلي چې د اګست په ۲۳ مه نېټه په برلین کې ووژل شو، مخکې تر دې چې جرمني ته پناه یوسي د روسیې په چیچنیا جمهوریت کې له نورو بېلتون غوښتونکو سره اوږه په اوږه د روسي پوځیانو پر ضد جنګېدلی و. د نوموړي د قتل په تور یو روسی له پېښې لږ وروسته... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.