Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2019

Новости за 23.12.2019

اروپايي ټولنه: افغانستان کې ټاکنیز شکایتونه باید قانون سره سم وارزول شي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر ویلي، د انتخاباتي شکایتونو په خپلواکه، مسلکي او پر وخت څېړنه کې د افغانستان د شکایتونو کمیسون ملاتړ کوي. د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، د انتخاباتو د قانون سره سم باید شکایتونو ته رسیدګي وشي. اروپايي ټولنې په دې خبر پاڼه کې همدارنګه د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان هرکلی کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو له کمیسون غوښتي چې د شکایتونو په اړه دې په شفاف او مسلکي توګه قضاوت وکړي. د افغانستان... Читать дальше...

د جمال خاشقجي وژلو په تړاو سعودي کې پنځه کسان په اعدام محکوم شوي

Pa.azadiradio.com 

د سعودي لویه څارنوالي وايي، د سعودي خبریال جمال خاشقجي د قتل د قضیې په تړاو پنځه کسان په اعدام محکوم شوي دي. د سعودي عربستان دې چارواکو نن دوشنبې همدارنګه اعلان وکړ چې درې تنه نور په ۲۴ کاله بند هم محکوم شوي دي. خاشقجي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لپاره لیکنې کولې او تېر کاله په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې ووژل شو. دې وژنې په نړیواله کچه د سعودي عربستان پر واکمنو غوسه او نیوکې راپورته کړې. د امریکا استخباراتي ادارو ویلي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ددې وژنې امر کړی و. ریاض بیا... Читать дальше...



ولسمشر پوتین یو لانجمن پل پرانیست چې روسیه کریمیا ټاپو وزمې سره تړي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن  یو لانجمن پُل د رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیست. دا پُل روسیه د اورګاډي له لارې د اوکراین له کریمیا ټاپوزمې سره تړي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې روسیې د خپلې خاورې سره یوځای کړه. اوکراین، امریکا متحده ایالتونو او اروپايي ټولنې ددې پُل جوړول د اوکراین د ملي حاکمیت تر پښو لاندې کول بللي او غندلی دی. د اورګاډي خصوصي شرکت "ګرانډ سرویس ایکسپریس" تېره میاشت اعلان وکړ چې ددې شرکت لومړنی اورګاډی به د ډیسمبر په ۲۳مه له سن پیټرزبورګ څخه د سواستوپول په لور حرکت وکړي او له دې پُل څخه به تېر شي. Читать дальше...

ازادي ستوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې او امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو نتایجو هرکلی کړی. په هندوستان کې د تابعیت اړوند نوي قانون پر وړاندي لاریونونه، په کریمیا کې ولادیمیر پوتین نوی پل افتتاح کړ، په سعودي کې د ښځو د هغو ازادیو په اړه راپور چې ښځو ته ورکړل شوي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.

د چارسدې د ابازو مالټې رسېدلې دي

Mashaalradio.com 

د چارسدې په ابازو کې د مالټو باغونه رسېدلي دي. د یو باغ مالک وايي، دا مالټې د خیبر پښتونخوا ترڅنګ پنجاب ته هم وړي چې هلته په منډیو کې خرڅېږي. نور په ویډیو کې.

ګلبدین حکمتیار د ټاکنو لومړنۍ پایلې له درغلیو ډکې وبللې

Pa.azadiradio.com 

د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ډلې مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ابتدایي پایلې له درغلیو ډکې وې او ددې پایلو په ترڅ کې رامنځته کېدونکې حکومت هم افغانانو ته د منلو وړ نه دی.



نصرالله غواړي خپل پښتورګی وپلوري

Pa.azadiradio.com 

نصرالله د بیکارۍ او بېوزلۍ له امله تصمیم نیولی چې خپل یو پښتورګی وپلوري. ده شپږ کاله مخکې واده کړی او یو زوی او یوه لور لري. نور جزئیات یې د حمید حکیمي په راپور کې

مودي د هندي شهریت نوي قانون دفاع وکړه

Mashaalradio.com 

د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي یو وار بیا د شهریت قانون اړولو دفاع وکړه او ویې ویل چې دا بدلون د هندي وګړیو او په تېره له مسلمانانو سره هېڅ اړه نه لري.

د لوبو له میدانه د دې اونۍ په خپرونه کې:

Pa.azadiradio.com 

د دې اونۍ د لوبو له میدانه په خپرونه کې د نن ورځې د ورزشي خبرونو ترڅنګ د ننګرهار د بدني روزنې له رئیس خوشحال حضرتي سره په دې ولایت کې د د ورزشي فعالیتونو په اړه مرکه اورئ.

د لغمان دولت شاه ولسوالۍ کې د جنازې مراسمو کې چاودنې درې کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو چاودنه شوې ده د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي ازادي راډيو ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان دي. دی وايي چاودنه له غرمې وړاندې د سیمې د یو قومي مشر عبدالشکور د جنازې په مراسمو شوې ده. ښاغلي دولت زي د چاودنې د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي. تر دې دمه د پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

سوداګرۍ او صنایعو خونه: جوزجان کې ډیری مواصلاتي لارې تړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د نا امنیو له امله اکثره مواصلاتي لاري تړل شوي او د دوی کارونه په ټپه درېدلې دي. د دغې خونې یو مسوول یولبرف عطایي نن ازادي راډيو ته وویل: "د جوزجان ولایت ټولې ولسوالۍ نا امنه دي،ټولې مواصلاتي لارې بندې دي، خلک او سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي." نوموړي وویل، په لویو لارو کې له د وسلوالو له خوا له سوداګرو باج اخېستل بله هغه ستونزه ده چې اکثره سوداګر ورسره مخ دي. دا په داسې حال کې ده چې په لویو لارو کې د باج اخیستلو له په تړاو مخکې هم د سوداګرو له خوا ګڼ شکایتونه شوي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت ۸ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت سږکال اته میلیارده افغانۍ عواید راټول کړې دي. د دغه وزارت ویاند حشمت الله ناصري نن ازادي راډيو ته وویل، دغه عواید د هغو اصلاحاتو په پایله کې لاسته راغلي چې پدې وروستیو کې پدې وزارت کې رامنځ ته شوي دي. هغه وویل: "د عوایدو د لوړېدو یو لامل دا دی چې په سیستم کې روڼوالی راغلی او ټولې پروسې په الکترونیکي ډول ثبت کېږي، همدا وجه ده چې د عوایدو په راټولو کې چټکتیا او شفافیت رامنځ ته شوی." نوموړي وویل، چې له دغه اته میلیارډه افغانیو څخه پنځه میلیارده یې متقاضي... Читать дальше...

چارواکي: لا هم جوزجان کې افغان سرتېري کلابند دي

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان ولايت چارواکي وايي لا هم په درزاب ولسوالۍ کې کلابند سرتېري بل ځاى نه دي انتقال شوي. د جوزجان د والي وياند عبدالمعروف اذر نن سهار ازادۍ راډيو ته وويل، په پام کې وه، دغه سرتېري د خلکو په غوښتنه شبرغان ښار ته ولېږدول شي. هغه وايي: "دوى تر اوسه نه دي لېږدول شوي، ويل شوي وو چې دوى به انتقالېږي، پر دې پرېکړه شوې چې تر بل امر پورې دې عمليات ودرول شي، د خلکو په غوښتنه به ولېږدول شي." د افغانستان دفاع وزارت ويلي وو چې تر پرون ماښام پورې به دغه سرتېري سم د لاسه اکمال شي.  خو په درزاب کې د... Читать дальше...

د فرانسې ولسمشر افریقا ته خپل سفر پای ته رسولی

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون افريقا ته خپل درې ورځنى سفر پاى ته ورساوه. هغه د خپل دغه سفر په پاى کې د نايجر د معاصر تاريخ تر ټولو سخته حمله کې د قربانيانو لپاره د درناوي مراتب هم پر ځاى کړل. مکرون پرون هغې هديرې ته ورغى چې د نايجر ٧١ سرتېري په کې ښخ دي. دوى د ډیسمبر پر لسمه د پوځ پر يوه ليرې پراته کمپ د وسله والو په حمله کې وژل شوي وو. ايمانويل مکرون د نايجر د پلازمېنې نيامې د کتنې پر مهال وويل، فرانسه او د صحرا ساحل پنځه متفق هېوادونه په سيمه کې د افراطي وسله والو پرضد د مبارزې لپاره د تحول يوه مهم پړاو ته رسېدلي دي. Читать дальше...

پوتین د لانجمن پل پرانیستو مراسمو کې ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين نن د يوه لانجمن پله د رسمي پرانېستلو په مراسمو کې ګډون وکړي. دغه پل د روسيې عمده قلمرو د اورګاډي په ذريعه له کريميا سيمې سره تړي، چې روسيې اشغال کړې ده. اوکراين، د امريکا متحدو ايالتونو او اروپايي ټولنې د روسيې له خوا د دغه پله رغونه غندلې ده او ويلي يې دي دا د اوکراين له ملي حاکميت څخه سرغړونه ده. د ګرانډ سرويس اکسپرس په نوم د رېګاډو يوې خصوصي کمپنۍ په نومبر مياشت کې اعلان کړى و، چې لومړنى رېلګاډى به يې د روسيې له سنټ-پټرزبورګ څخه د ډیسمبر پر ٢٣مه سيواستيپول ته روان شي. Читать дальше...

اسرائیل په بیت المقدس او لویدیځه غاړه کې کرسمس جشن ته اجازه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

اسرائيل له خپلې مخکنۍ پرېکړې شا ته شو اوس به په غزې تاړانګه کې مېشتو عيسويانو ته اجازه ورکوي چې د کرسمس جشن د لمانځلو لپاره بيت المقدس او لوېديځې غاړې ته سفر وکړي. د کوګات (COGAT) په نوم د اسرائيل دفاعي اداره چې د فلسطينيانو ملکي چارې سمبالوي پرون وويل، دغه اجازه به بې له دې چې د چا عمر ته پام وشي، له امنيتي ارزونو سره سمه ورکول کېږي. اسرائيل له غزې تاړانګې بهر د خلکو پر ګرځېدو راګرځېدو سخت قيودات لګولي دي. دا هغه قلمرو دى چې حماس ډله يې کنټرولوي او اسرائيل دغه افراطي ډله تروريستي سازمان ګڼي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Рахманинов

Концерт в честь Сергея Рахманинова прошел в Воскресенске





Персональные новости
ВДНХ

Сергей Трофимов выступит с летним концертом в Зеленом Театре ВДНХ





افغانستان کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د متحدو ايالتونو پوځ وايي يو امريکايي عسکر نن دوشنبه په افغانستان کې د پوځي عملياتو پر مهال وژل شوى دى.  دغو ځواکونو په خپله اعلاميه کې په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي او د وژل شوي سرتېري نوم يې هم نه دى په ډاګه کړى.  ذبيح اله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند معرفي کوي، د دغه امريکايي سرتېري د وژلو مسووليت منلى دى.  مجاهد ادعا کړې، چې طالبانو د کندوز په چهاردره کې يو موټر منفجر کړى چې په نتيجه کې يې يو امريکايي او يو افغان سرتېرى ټپيان شوي هم دي. په ٢٠١٩ میلادي کال په افغانستان کې نږدې ٢٠ تنه بهرني سرتېري وژل شوي دي. Читать дальше...

ملي امنیت شورا: د لویو لارو امنیت ټینګښت ته دې پام وشي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د امنیتي ادارو مشرانو پرون د لویو لارو د امنیت د خوندي ساتلو په مسله بحث کړی. د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې باید د افغانستان د لویو لارو امنیت ته پام وشي او پرېنښودل شي چې په لاره تېرېدونکو خلکو ته ستونزې پیدا شي. د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ارګانونو مشرانو د لویو لارو په تېره بیا شمال ته د غځیدلې لارې د امنیت په اړه چې اندېښنې یې را پورته کړې وې ځینې اقدامات کړي. د افغانستان په لویو لارو وخت ناوخته وسله وال مخالفین د موټرو مخه نیسي... Читать дальше...

چارواکي: د کونځلو (کُنجدو) غوړي نړیوال شهرت پیدا کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د شمالي ولایت جوزجان د کونځلو یا کنجد غوړي نړیوال شهرت پیدا کوي. دا خبره د افغانستان د اقتصاد وزیر مصطفی مستور پرون په جوزجان کې ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل هڅه کوي چې دا غوړي د هرات د زعفرانو په څېر نړیوال بازار پيدا او مشهوره شي. هغه وویل: "لکه څنګه چې زموږ د هرات زعفران نړیوال شهرت لري موږ کولای شي په دې اړه په جوزجان کې هم یو کار وکړو او د کنځلو یا کنجدو غوړ یې تقویت کړو او یو پروګرام مو ورته برابر کړی هم دی." کونځلې یا کُنجدو بوټي له پخوا په افغانستان کې کرل کیږي او په جوزجان... Читать дальше...

اردوغان: د سوریې د تازه کډوالو د راتګ وړتیا او اوس نه لرو

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي هېواد یې د سوریې د تازه کډوالو د راتګ وړتیا او وس نه لري. هغه پرون په استانبول کې د جایزو د ورکړې په یوه سرمشریزه کې وویل چې که د سوریې په ادلیب باندې بمبار ونه درول شي اروپايي هېوادونه به د نویو کډوالو تاثیرات حس کړي. اردوغان وویل د سوریې او روسیې د رژيم د بمبار په نتیجه کې اته زره کسان بې ځایه شوي او د ترکیې د سرحدونو په لور روان دي. د سوریې پوځ د روسیې د هوايي ځواک په مرسته په ادلیب کې د رژيم د مخالفینو په وروستیو مرکزونو بریدونه پیل کړي دي. د ترکیې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

РОСГВАРДИЯ ОБЕСПЕЧИЛА ПРАВОПОРЯДОК ВО ВРЕМЯ ФУТБОЛЬНОГО МАТЧА «ЦСКА» - «СПАРТАК» В МОСКВЕ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Вторая ракетка Казахстана опустилась в чемпионской гонке WTA


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Опыт проведения Всероссийской акции «Вода России» представлен на межведомственном заседании в Ташкенте





Путин в России и мире
Москва

Путин поручил сократить время пути поездов от Москвы до Черноморья до 16 часов


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)



Москва

Апартия — наш рулевой // В Москве рекордными темпами вводятся в эксплуатацию апарт-отели

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net