ایا د فلترونو څخه استفاده کولای شي د کابل د هوا د ککړتیا په کمولو کې رول ولري؟
حکومت د هوا د ککړتیا لپاره هوټلونه او ښارګوټو ته وخت ټاکلی و ترڅو د غیر معیاري سونګ توکو له استفادې ډډه وکړي.
حکومت د هوا د ککړتیا لپاره هوټلونه او ښارګوټو ته وخت ټاکلی و ترڅو د غیر معیاري سونګ توکو له استفادې ډډه وکړي.
د ننګرهار ولايت ویاند عطا الله خوږياڼی وايي، هغه نارينه (وسله وال) چې جګړه یې کړې وه او د ناتوانۍ له امله تسليم شوي دي، له دوی سره به قانوني چلند ترسره کېږي.
د ملګرو ملتونو سازمان د کلتوري میراثونو څانګې "یونسکو" دوتار، د ایران په نوم له ثبتیدو وروسته د د هیواد د موسیقۍ استادانو سخت غبرګونونه پارولې دي. د ازادي راډیو خبریالې هیلۍ اسد په دې اړه ویډیو رپوټ جوړ کړی
د خیبر سیاسي اتحاد د لواړګي د یوه ځوان وژنې او د یو شمېر کسانو ګرفتارۍ ضد احتجاجي پرلت د جنورۍ تر لومړۍ نېټې غځولی دی. د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو مشرانو د ډېسېمبر پر ۲۹مه د لواړګي په باچا خان څلورلاره کې په وینا کې غږ وکړ چې حکومت دې یې غوښتنې ومني. انتظامیې د ډېسېمبر پر ۲۶مه په سیمه کې له قبایلي مشرانو سره په جرګه کې یو شمېر غوښتنې منلې وې او د بندي اتو کسانو خوشې کولو ژمنه یې هم کړې وه. ویډیويي رپورټ.
زرګونو طالب زندانیان د دوی د مشرانو او امریکا تر منځ د سولې توافق د خپلې ازادۍ سند ګڼي. د ایران او روسیې چارواکو د اټومي موافقې خوندي پاته کولو په اړه خبرې وکړې. د امریکا لوړپوړي چارواکي وايي، په عراق کې يې د ایران پر ملاتړ لرونکې ډلې هوايي بریدونه کړي.
د ننګرهار اوسېدونکي او کاروباریان وایي، په دغه ولایت کې د حکومتي ادارو له خوا پر پاکستاني روپیو د معاملاتو تر مخنیوي وروسته، د افغانیو وړو بانک نوټونو کموالي یې کاروبار اغیزمن کړی دی.
د کواټ په تیرا بازار کې یو وړوکی مارکېټ دی چې پکې د بوڼ کټونه خرڅېږي. د مارکېټ دوکانداران وايي، په وروستیو کلونو کې د اوسپنې او پلاسټېک کټونو خرڅلاو زیات شوی ځکه چې ارزانه دي خو ځینې خلک اوس هم د لرګي او بوڼ کټونه اخلي. ویډیويي رپورټ.
د لوبو له میدانه د دې اونۍ په ورزشي خپرونه کې:
د افغانستان د ولسي جرګې غړو د دوشنبې په ورځ تر اوږدو بحثونو وروسته، د سولې په چارو کې د دولت وزارت تشکیل چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د ولسمشر اشرف غني په فرمان رامنځته شوی، د رایو په اکثریت تصویب کړل. دغه وزارت د دولت له مخالفانو سره د سولې پروسې مخته وړلو په هدف جوړ شوی دی. که څه هم د ولسي جرګې د نن ورځې په بحثونو کې ځینو وکیلانو د دغه وزارت د تشکیل مخالفت کاوه، خو ځینو نورو بیا ویل چې د افغانستان وضعیت ته په کتو دا یوه اړتیا ده. ځینو وکیلانو، د سولې عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د یوه هدف لپاره دوه موازي ادارې وبللې.
د ننګرهار اوسېدونکي او کاروباریان وایي، په دغه ولایت کې د حکومتي ادارو له خوا پر پاکستاني روپیو د معاملاتو تر مخنیوي وروسته، د افغانیو وړو بانکنوټونو کموالي یې کاروبار اغیزمن کړی دی.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي مصطفی آزادزوی د تایلند د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې د لوبېدو په هدف ناخن پتم لوبډلې سره یوکلن قرارداد وکړ. د افغانستان د فوټبال فدارسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل، دی به د تایلند د غوره لیګ په سیالیو کې ولوبېږي. مصطفی ازادزوی تېر کال د تایلند چیانګ مای لوبډلې سره لوبېدلی و. د تایلند د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اسیا په کچه د فوټبال د غوره لیګونو څخه مشهور لیګ ګڼل کېږي.
په کابل کې د اصنافو ټولنه وايي، هر کال له افغانستان څخه پاکستان ته د کتابونو د چاپ په هدف ۱۰۰ میلیونه ډالره انتقالیږي.
د امريکا متحده ايالتونو دفاع وزیر مارک اسپر وايي، امریکايي ځواکونو په عراق او سوريه کې يې پنځه هغه هدفونه په دقيق ډول ويشتلي چې د عراق د يوې ايران پلوه ملېشه ډلې په کنټرول کې وو. ښاغلي اسپر پرون په خپلو خبرو کې وويل: "د امريکا دفاع وزارت په عراق کې د خپل پرسونل او ګټو د دفاع لپاره د F-15 ډوله جنګي الوتکو په مرسته تهاجمي اقدامات وکړل. دا حملې پر پنځو اهدافو شوي چې په کتائب حزب الله پورې مربوط دي. دا د شيعه وو داسې ملېشه ډله ده چې ايران يې ملاتړ کوي." دفاع وزير وايي درې اهداف د عراق په لوېديځ... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په دايکندي ولايت کې د پوځي عملياتو له کبله ١٤ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د دغه وزارت یوه وياند فواد امان نن ازادۍ راډيو ته وويل، دغه پوځي عمليات په ګجران ولسوالۍ کې شوي دي. هغه وویل: "تر لسو زيات کلي له طالبانو تصفيه شوي او په دغو عملياتو کې ١٤ وسلوال طالبان وژل شوي او زيات نور يې ټپيان شوي دي. د دوى زياته اندازه وسلې او مهمات د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو لاس ته ورغلي دي." فواد امان وايي د عملياتو پر مهال ٤ وسلوال طالبان نيول شوي هم دي. طالبانو په دايکندي کې د شويو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.
په افريقا کې د امريکا د متحدو ايالتونو قومانداني وايي، په يوه هوايي حمله کې په سوماليا کې د الشباب افراطي ډلې څلور غړي وژل شوي دي. دغې قوماندانۍ پرون يکشنبه په يوه اعلاميه کې ويلي، په افريقا کې د امريکا قوماندانۍ د سوماليا د فدرال حکومت په همغږۍ هوايي حملې کړې دي. په اعلاميه کې ويل شوي په دغو حملو کې په دوو سيمو کې د الشباب افراطي وسلوال په نښه شوي دي. دا هوايي حملې وروسته له هغې کېږي چې تېره شنبه د سوماليا په پلازمېنه موګاديشو کې په يوه بمي چاودنه کې د محصلانو په ګډون اته اويا کسان ووژل شول او ١٢٥ تنه نور ټپيان شول. Читать дальше...
د افغانستان په لویدیځ کې د هرات ولایتي چارواکي وايي، د طالبانو درې مهم غړي په پښتون زرغون ولسوالۍ کې په هوايي برید کې وژل شوي دي. د هرات د والي دفتر نن په يوه اعلاميه کې ويلي، د طالبانو د پوځي کميسيون مشر ملا نبي جان، په هرات کې د دې ډلې د ولايتي زندانونو مسوول اقا ولي او د طالبانو بل قوماندان سيد شاه پرون د دولتي ځواکونو له خوا په یوه هوايي برید کې په نښه شول. په اعلاميه کې ويل شوي، د دغو کسانو وژل کېدل به د هرات د ختيځو ولسواليو پر امنيتي وضعيت مثبت تاثير ولري. طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.
پاکستاني چارواکو ویلي، د "تحریک طالبان پاکستان" يو مهم قوماندان په افغانستان کې وژل شوى دى. د ازادي راډیو مشال څانګې د پاکستاني امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې قاري سیفالله محسود په نوم دغه قوماندان د خوست ولایت ګلان کمپ ته نږدې د نامعلومه کسانو لهخوا په نښه شوی دی. ځینو سرچینو د مشال راډیو خبریال ته د تحريک طالبان پاکستان د حکيمالله محسود ډلې د دغه قوماندان او وياند وژنه تأييد کړې او ویلي یې دي چې نوموړی همالته خاورو ته سپارل شوی دی. قاري سیفالله محسود په تحريک طالبان پاکستان ډله کې د ځانمرګو بريدونو عمده طراح ګڼل کېده. Читать дальше...
د جوزجان د والي وياند عبدالمعروف اذر نن ازادۍ راډيو ته وويل، په فيض اباد ولسوالۍ کې ١٤ امنيتي سرتېري وژل شوي او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي. د ښاغلي اذر په وینا، طالبانو نن سهار شاوخوا درې نیمې بجې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید پيل کړ او یو نیم ساعت جګړه روانه وه. هغه وویل: "له بده مرغه په دغو نښتو کې زموږ ١٤ امنيتي سرتېري د هېواد او ملي نواميسو د دفاع په لاره کې شهيدان شوي دي. زموږ ٥ امنيتي سرتېري ټپيان شوي او ٢ تنه ورک دي." د والي وياند وویل، هغه پوسته چې حمله ورباندې شوې، د ملي امنيت د رياست مربوط وه. Читать дальше...
د ډېسېمبر پر ۳۰مه، د پاکستان امنیتي او استخباراتي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې وسله والو د ډېسېمبر ۲۹مې شپې مهال مسود
د امریکا د تکزاس ایالت په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه کلیسا کې دوه کسان په ډزو وژل شوي دي. پېښه په ځايي وخت پرون غرمه مهال د فورټ وورت په نوم سیمه کې شوې. بي بي سي او امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې مشکوک بریدګر د کلیسا د دوو وسلوالو غړو له خوا په متقابل ډزو کې ووژل شو. د دې برید انګیزه تر اوسه روښانه نه ده. په سیپټمبر کې یو نوی قانون نافذ شو، هغه کسان چې د وسلو جواز لري کولی شي، له ځان سره عبادتځایونو ته وسلې یوسي. د امریکا تکزاس ایالت په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د دا ډول څو پېښو شاهد و. د اګست په میاشت... Читать дальше...
هلمند کې د نباتي ناروغیو او افتونو سره د مبارزې کمپاین پیل شو. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، په دې کمپاین کې د فني کارکوونکو له خوا بڼوالو او بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزي لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل کېږي. د ده په خبره د دغه کمپاین په ترڅ کې دغه شان بڼوالو او بزګرانو ته د ترکیبي درملو جوړولو لارې چارې هم ښودل کېږي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلو ماتو له مخې، له ترکیبي درملو په استفادې سره د ونو مضره حشرې، د ونو پر تنو... Читать дальше...
د افغانستان د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د چابهار بندر د کار له پیل څخه تراسه پورې ۵ لکه ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د دغه وزارت ویاند علي سینا سائد نن ازادي راډيو ته وویل، چې دامهال صادرات او واردات دواړه جریان لري. هغه زیاته کړ ه: "له کله نه چې د چابهار بندر په کار پیل کړی، تراوسه پوري ۵ لکه ټنه انتقالات پرې شوي دي، پر دې بندر صدارات او واردات جریان لري او عملا کار روان دی." افغانستان د چابهار له لارې د ۲۰۱۹ میلادي کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې خپل صادرات پیل کړي. د چابهار بندر د... Читать дальше...
د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې د دواړو خواوو څه نا څه ۲۰۰ بندیان خوشې شول. راپورونه وايي، اوکراین د بندیانو د تبادلې پر مهال خپل ۷۶ کسان
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ټاکنیزو شکایتونو د څيړنې په بهېر او د افغانیو د چلښت په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
نړیوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د طالبانو له لوري د اوربند او جګړې په اړه مطالب خپاره کړي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.