په تېرو اوو ورځو کې د پنجاب په صوبه کې دا دویم وکیل دی چې لادرکه کیږي. د ډیسمبر پر لسمه له اوکاړې یو بل وکیل شفیق احمدخان اېډوکېټ هم نامالومه کسانو وړی چې تراوسه بې درکه دی. شفیق ایډوکېټ پر ټولنیزو رسنیو د ورکو خلکو او بشریي حقونو په ملاتړ کې لیکنې کولې.
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ویلي چې ترهګري، تندلاریتوب، تریاک او غیردولتي ډلې د سیاسي بې ثباتۍ او ګواښونو اصلي عوامل دي چې د سیمې امنیت یې له خطر سره مخامخ کړی دی.
په ابوظبۍ کې د ۲۰۱۹ کال په ورزشي سیالیو کې د موی تای افغان ورزشکار احمد شجاع خپل تایلندي سیال ته ماتې ورکړه.
د افغانستان ملي المپیک کمېټې چارواکي وايي، احمد شجاع په ۶۰ کیلو ګرام وزن کې په دغو سیالیو کې برخه اخیستې ده او د خپل تایلندي سیال تر ماتولو وروسته بل پړاو ته لاره موندلې ده.
دغه سیالۍ د ۳۵ اسیايي هېوادونو څخه د ۳۰۰ لوبغاړو په ګډون د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۶ مه پیل شوي او یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د ثبات او همپالنې، د سولې او اسلامي عدالت، او امنیت او عدالت انتخاباتي ټیمونه غواړي چې د افغانستان لویه څارنوالي د انتخاباتو کمیسیون د غړي محمد حنیف دانشیار د کار د دوام مخه ونیسي.
د اوربند او د طالبانو د پټنځایونو مساله د زلمي خلیلزاد او افغان چارواکو ترمنځ وڅیړل شوه. د دې سربیره په پاکستان او هند کې مظاهرې لیدلی شئ او د کډوالو په اړه د ملګرو ملتو د سرمنشي څرګندونې لرو.
۷۲ کلن انور بېګ د بونېر پیربابا اوسېدونکی لیکوال دی چې د تاریخ، نثر او شعرونو یې۵۲ کتابونه لیکلي دي چې د (پښتانه او کسبګر) په نوم پر نوی کتاب هم کار کوي. نوموړي د پیر بابا جومات په یوه کوټه کې ژوند کوي او د پیر بابا ۱۳زوی دی. د نوموړي وینا ده، که پښتو ونه لیکل شي او په ښونځیو کې ونه ښودل شي نو ممکنه زموږ له راتلونکې نسله هېره شي. نور حال د شاهنواز ترکزي په دې ویډیويي راپور کې.
اسوشېیټید پرېس لیکي، د هند سپریم کورټ د ډېسېمبر پر ۱۸مه د شهریت په اړه د نوي قانون اورېدنه د جنورۍ تر ۲۲مې پورې ځنډولې ده.
د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې پانګونه تر شپېته اربو ډالرو اوښتې ده. د پاکستان چارواکي ورته خوشاله دي چې دا به يې هېواد د پرمختيا په لور روان کړي خو کارنيګي اينډوومينټ څيړنيزې ادارې ليکلي چې د چين پراختيا غوښتنه پاکستان ته ستونزې جوړولی شي.
په بلخ کې امنیتي ځواکونه وايي چې د جنبش اسلامي ګوند پخوانی قوماندان نظام الدین قیصاري لا هم د افغان قوتونو تر تعقیب لاندې دی او د پټنځای مشخص کېدو په صورت کې به یې په وړاندې اقدام وشي.
د پاکستان پوځ د يو خصوصي عدالت لخوا د دې هېواد پخواني پوځي واکمن ته د مرګ سزا اورولو باندې توند غبرګون څرګند کړی دی.
په موقت ډول د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو تر ځنډېدو پنځه ورځې وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته تللی او د افغانستان له حکومتي مشرانو سره یې کتلي دي.
دا سرمشريزه چې د ماليزيا په سرښار کولالمپور کې راجوړېږي د شلو مسلمانو هېوادونو مشران او لوړپوړي استازي پکې ګډون کوي.
د پاکستان ځانګړي عدالت د ډېسېمبر پر ۱۷مه نېټه ددې هېواد پخواني پوځي امر جنرال مشرف ته د ايين ماتولو او غدارۍ په مقدمه کې د مرګ سزا اورولې وه.ايا د عدالت پر فيصله به عمل وشي او که نه؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د پېښور های کورټ وکيل سنګين خان او په پېښور کې خبريال او سياسي څېړونکي محمود جان بابر سره بحث شوې دي.
ښاغلي ننګ وویل، یوازې په بغلان کې دغه پروسه لا هم روانه ده چې تر سبا پورې به ختمه شي.
د جګړې له زياتېدو سره نورو ګواښونو لکه د ناامنيو پراخېدو زيات کسان له خپلو مېنو کډې کولو ته مجبوره کړي دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره ګوري.
افغاني تولیدات د هندوستان په کلکتې ښار کې (د مګا د ۱۷مې دورې په نړیوال نندارتون) کې نندارې ته وړاندې شول.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا نن ازادي راډیو ته وویل، په دې نندارتون کې ۶۴ شرکتونه چې ۳۰یې د مېرمنو دي خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.
د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ یادو شرکتونو لاسي صنایع، غالۍ، وچې او تازه مېوې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، زعفران، د مرمر ډبرې او ګاڼۍ نندارې ته وړاندې کړې دي.
د سوداګرۍ وزارت وايي، په دې نندارتون کې افغاني تولیدات د ګډونوالو پاملرنه... Читать дальше...
د افغانستان د صنعت او پانګونې خونې په خپل یوه تازه سروې کې موندلې چې نا امنیو او د بنسټیزو پروژو نشتوالی په دغه هېواد کې د کاروبار پر وړاندې جدي ستونزې پیدا کړي.
دغه خونه نن د کاروبار د سروې په اتم کنفرانس کې چې د (جي ای زیټ) مؤسسې په همکارۍ جوړ شوی ستونزې او فرصتونه ارزوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډیو ته وویل، دغه سروې په پنځو سکټورونو هر یو ودانیزو چارو، تولید، سوداګرۍ، صادراتو او خدمتونو په برخه کې ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه: "له کاروبار سره د خلکو... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي تېره شپه د غزني ولایت په عمومي لویې لارې ۶ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني په شهباز، نوغي او اسفنده سیمو کې تصفیوي عملیات کول او دا طالبان په شهباز سیمه کې ووژل شول.
د اعلامیې له مخې درې نور طالبان ټپیان شوي هم دي.
کورنیو چارو وزارت تأیید کړې چې د طالبانو په ډزو کې دوه افغان پوځیان هم ټپيان شوي.
خو د غزني د ولایت ویاند محمد عارف نوري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو... Читать дальше...
د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسي او ولسمشر ډونالد ټرمپ ترمنځ لانجه لا هم روانه ده.
تازه مېرمن پلوسي اعلان کړی چې نن به د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د مسئلې پر سر لومړی بحث او وروسته رأی اچونه وشي.
څو دقیقې وروسته ولسمشر ټرمپ، پلوسي تورنه کړه چې د امریکا د ډموکراسۍ د لهمنځه وړلو لپاره کودتا کوي.
د ټرمپ شپږ مخیز لیک تېره سې شنبه خپور شو او په یوه برخه کې یې نانسي پلوسي ته لیکلي چې تاریخ بهیې په اړه سخت قضاوت وکړي.
پلوسي بیا په لیک کې ویلي چې استیضاح یو له ډېرو قوي اختیاراتو ده چې اساسي قانون دوی ته ورکړې ده. Читать дальше...
د اروپايي کمیسیون مشرې اروزولا وان دیر لاین ویلي چې تمه ده د راتلونکي کال په لومړیو کې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.
هغې دا خبره پرون په ټویټر باندې کړې ده.
وان دیر لاین چې مخکې د جرمني دفاع وزیره هم پاتې شوې ویلي چې له ټرمپ سرهیې په ټیلیفوني خبرو کې د امریکا او اروپا د منصفانه مشارکت غوښتنه کړې ده.
د امریکا او اروپا سوداګریزې اړیکې کړکېچنې شوي.
په تېرو درېیو کلونو کې ټرمپ په اروپایي هېوادونو د المونیمو او فولادو په برخه کې تعرفې لوړې کړي.
واشنګټن همدارنګه د فرانسې... Читать дальше...
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره ګوري.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري په خپله ټویټر پاڼه لیکلي افغانان د دوحې د روانو خبرو او همدارنګه په ټوله کې د سولې د بهیر په اړه د ښو خبرونو د اورېدو په تمه دي.
زلمی خلیلزاد د قطر له پلازمېنې دوحې کابل ته راغلی دی.
ده او د طالبانو د سیاسي ډلې غړو تېره شنبه خبرې پيل کړې وې او بیا په بګرام هوايي اډې د طالبانو د چهارشنبې برید په خاطر په خبرو کې دمه واخیستل شوه.
خلیلزاد په خبرو... Читать дальше...
د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي په دې وروستیو کې د غلاوو پېښې ډېرې شوي او دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
هغوی وايي، وسله وال غله د وسلو په زور له خلکو پیسې، وسایط او نور قېمتي توکي اخلي او ژوند یې ورته ناارامه کړی دی.
د روانې میاشتي د لومړی اونۍ د یکشنبي په ورځ سهار وسله والو غلو غوښتل د کندهار ښار په شپږمه حوزه کې له یوه ځوان څخه په زوره موټر واخلي چې بلاخره موټر چلوونکي د وسله والو غلو په برید کې لومړی ټپی او وروسته يي په روغتون کې ساه ورکړه.
د دغې ورځې په ماښام د کندهار ښار په مختلفو برخو کې څو نورې غلاوې هم وشوې. Читать дальше...
نړیوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمښت، جګړې، طالبانو،د امریکایانو هڅو او نورو موضوعاتو په اړه مطالب خپاره کړي دي.
کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو نن تر ډېره خپلې سرلیکنې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو او له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د ناڅاپي وتو پر اغېز لیکلي دي.
Спорт в России и мире
Москва
В Москве завершился Кубок России по спортивному программированию
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Линетт сыграет против Соболенко во втором круге турнира WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Опыт проведения Всероссийской акции «Вода России» представлен на межведомственном заседании в Ташкенте
Путин в России и мире
Москва
Путин поручил сократить время движения поездов от Москвы до курортов Черноморского побережья до 16 часов
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Утренние пробки в Подмосковье составили 4 балла 27 апреля
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net