اوسېدونکي: کندهار کې وسله والې غلاوې زیاتې شوي
هغوی وايي، وسله وال غله د وسلو په زور له خلکو پیسې، وسایط او نور قېمتي توکي اخلي او ژوند یې ورته ناارامه کړی دی.
د روانې میاشتي د لومړی اونۍ د یکشنبي په ورځ سهار وسله والو غلو غوښتل د کندهار ښار په شپږمه حوزه کې له یوه ځوان څخه په زوره موټر واخلي چې بلاخره موټر چلوونکي د وسله والو غلو په برید کې لومړی ټپی او وروسته يي په روغتون کې ساه ورکړه.
د دغې ورځې په ماښام د کندهار ښار په مختلفو برخو کې څو نورې غلاوې هم وشوې.
د کندهار یو اوسیدونکی اکبر شاه چې غلو یې موټر غلا کړی وايي، په دې وروستيو کې په ښار کې غلاوې ډېرې شوې او داسې شپه او ورځ به کمه وي چې د غلا کومه پېښه ونه شي.
خو د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، پوليسو د خپلو فعاليتونو په لړ کې ګڼ غله نیولي هم دي او له هغوی تر لاسه شوي توکي یې بېرته خپلو اصلي څښتنانو ته سپارلي دي.
هغه زیاتوي: "څومره چې غلاوي زیاتي شوي هومره غله هم نیول شوي دا غله د غلا شویو وسایطو او توکو سره یو ځای نیول شوي چې بېرته یې مالکانو ته وسایط او توکي رسېدلي دي."
دا په داسې حال کې چې تر دې مخکي د کندهار اوسېدونکو د انسان تښتونې د پېښو له زیاتوالي هم شکایت کړی و.
