بشري حقونو ته د ښځو لاسرسۍ ډېر شوی: خوستۍ فعالانې
خوستۍ فعالانې وايي، چې پدې ولایت کې تر پخوا د ښځو لپاره د کار، روغتیايي خدمتونو، زده کړو او د ژوند په نوروبرخو کې ښه والۍ راغلی دی.
خوستۍ فعالانې وايي، چې پدې ولایت کې تر پخوا د ښځو لپاره د کار، روغتیايي خدمتونو، زده کړو او د ژوند په نوروبرخو کې ښه والۍ راغلی دی.
شمالي کوریا د شنبې په ورځ وویل، دوی د سوهې د اوږده واټن ویشتونکیو توغندیو په ساحه کې یوه بله "مهمه ازموینه" په "بریالیتوب" ترسره کړې چې ورسره به ددې هېواد "باوري ستراتیژیکه اټمي دفاع" نوره هم پیاوړې شي. د شمالي کوریا رهبر کیم جانګ اون تېر کال د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جې این سره په غونډه کې منلې وه چې پیونګ یانګ کې د سوهي د ازموینو تاسیسات د اعتماد د رامنځ ته کولو په خاطر بندوي. د شمالي کوریا د دفاعي علومو د ملي اکاډمۍ ویاند ویلي، د جمعې په ورځ یې د سوهې د سټلایټ توغولو له ډګر یو بله مهمه بریالۍ ازموینه ترسره کړې. Читать дальше...
د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې امنیتي ځواکونو د جنبش اسلامي ګوند یوه پخواني قومندان نظام الدین قیصاري کور محاصره کړی دی. ښاغلي قیصاري ته یوې نږدې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، د بلخ پولیسو د مزار شریف ښار په زراعت سیمه کې د هغوی یوه قرارګاه محاصره کړې او غواړي چې د ښاغلي قیصاري د کسانو له خوا رامنځته شوې امنیتي پوستې له سیمې لرې کړي. خو د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، د ښاغلي قیصاري وسله والو هغه کور کې امنیتي پوسته جوړه کړې وه چې په قزاقستان کې د افغانستان سفیر فرهاد عظیمي پرې حقوقي دعوا لري. Читать дальше...
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې پلویانو نن په مزار شریف ښار کې لاریون وکړ او د ولسمشرۍ د ترسره شویو انتخاباتو د نتایجو په اعلان کې یې د شفافیت غوښتنه وکړه. لاریونوالو چې د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله عکسونه یې لېږدول، د انتخاباتو له کمیسونه غوښتنه کوله چې د درغلیو مخه دې ونیسي. په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وايي، لاریونوالو نن د څو ساعتونو لپاره د بلخ د پوهنتون په وړاندې سړک د ترافیکو پر مخ تړلی وو. په دې مظاهره کې د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق چې د... Читать дальше...
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، د انتخاباتي شکایتونو ولایتي دفتر مالي معتمد لطف الله حلیمي نن سهار د خپل کار په دفتر کې په ډزو وژل شوی دی. ددغه دفتر کمیشنر ګل محمد طارق ازادي راډیو ته وویل، حلیمي د کلاشینکوف په ډزو وژل شوی دی. د هرات د مرکزي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل چې د وژل شوي کارمند جسد د دوی روغتون ته وروړل شوی دی. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته ویلي تر اوسه د حلیمي د قتل علت او انګېزه روښانه نه ده. تراوسه چا د هغه د وژلو مسولیت نه دی منلی. د انتخاباتو... Читать дальше...
د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د موی تای نړېوالو لوبو په دوام افغان لوبغاړو خپل دوه ازبکستاني سیالان مات کړل. په دغو سیالیو کې د افغانستان، قزاقستان، تاجیکستان، او ازبکستان ورزشکاران ګډون لري چې د قوس په شلمه پيل شوي او نن (قوس ۲۳مه) پای ته رسېږي. د افغانستان د بدني روزني ریاست د رسنیو برخې مسوول مجیب قاری زاده نن له ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان له لوري جواد کریمی او ابراهیم هزاره هغه دوه خپل ازبکستاني سیالان یې مات کړل او پایلوبې ته یې لاره ومونده. له افغانستانه پنځه لوبغاړي دغو بین المللي سیالیو ته ورغلي دي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د دسمبر پر ۱۴مه په یو ورځني رسمي سفر سعودي عرب ته تللی دی.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او د حج او اوقافو وزارتونو سرپرستانو ترمنځ د حج د پروسې د برښنايي کېدو هوکړه لیک نن شنبې (قوس ۲۳مه) لاسلیک شو چې ورسره به دغه پروسه شفافه او ګړندۍ شي. د افغانستان د مخابراتو او معلوماتې ټکنالوجۍ سرپرست وزیر فهیم هاشمې په کابل کې د هوکړه لیک لاسلیکولو پر وخت وویل، په دې سره به حاجیانو ته زیاتي اسانتیاوې برابرې شي. د ښاغلي هاشمې په خبره د حج پروسې په برښنايي کېدلو سره به د حاجیانو نوم لیکنه او نورې اداري چارې په انلاین ډول ترسره کیږي. هغه وویل: "د حج... Читать дальше...
پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه او حقوق پوهان په انتخاباتي مسایلو کې د ملي یووالي حکومت د رهبرانو له لوري له دولتي امکاناتو استفاده د قانون خلاف بولي.
د پاکستان وفاقي حکومت د دې لپاره یو کمېټۍ جوړه کړې ده چې د خبریالانو او مطبوعاتي ادارو د مسلو د هواري لپاره هلې ځلې وکړي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د کامياب جوان په نوم ځوانانو ته د کاروبارونو کولو لپاره د قرضو ورکولو يو پروګرام اعلان کړی دی. خو د خېبر پښتونخوا د ضم شوو قبايلي ضلعو ځوانان وايي دوی به د انصاف سکيم په څېر له دې هم ګټه وانخلي ځکه چې د قرضو شرايط قبايلي ځوانان نشي پوره کولی. دوی وايي د قرضو لپاره په ضمانت کې بايد خپل کور کېښودل شي يا ورته د ۱۸ ګرېډ حکومتي چارواکي ضمانت پکار وي او زياتره قبايليان دا دواړه نه لري. پر دې مو د مشال راډيو ځوانانو غږ ژوندۍ خپرونه کې د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د... Читать дальше...
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې تر موافقې وروسته، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د یکشنبې په ورځ به په پاتې اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه او تفتیش پیل کړي.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په یو بیان کې ویلي چې د پاکستان امنيتي ادارې له ډیرې مودې راهيسې خلک په زوره لا درکه کوي
د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وايي، د دغه توربین په فعالېدلو سره د هېواد د برښنا په شبکو ۲۵ میګاواټه برېښنا نوره ورزیاته شوه. د دغه شرکت ویاند وحید الله توحیدي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې سره پنځه زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي. هغه وویل: "په نغلو بند کې یو توربین په ۲۵ میګاواټه ظرفیت سره د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او او د برښنا شرکت د کارکوونکو له خوا یو توربین بیا فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو." د ښاغلي توحیدي په وینا، د دې توربین په رغولو د نړیوال بانک ۳،۵ ملیونه دالر لګښت راغلی دی. Читать дальше...
د افغانستان په کندهار ولایت کې د "اېم سي" په نوم یو مرستندويه بنسټ د کورنیو د بېوزلۍ له منځه وړلو په هدف تر ۱۰۰ زياتي هغه مېرمنې د لاسي صنعت، خیاطۍ او فېشن په برخو کې روزي چې د کورنيو سرپرستي ور په غاړه وي. په دې اړه د صادق رښتیني ویډیويي راپور وګورئ.
په کندهار کې د "ام سي" په نوم یو مرستندويه بنسټ د کورنیو د بې وزلۍ له منځه وړلو په هدف تر سلو زياتي هغه مېرمني د لاسي صنعت، خیاطۍ او فېشن په برخو کې رزوي چې د کورنيو سرپرستي ور له غاړې وي. په اړه یې د صادق رښتیني راپور وګورئ
عبدالله عبدالله د ډسېمبر پر ۱۳مه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، دا پرېکړه یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په غوښتنه کړې ده.
د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير ايران ته خبردارى ورکړ، که په عراق کې د امريکا ګټو ته زيان واړوي، واشنګټن به يې په وړاندې”قاطع“ ځوابي اقدام وکړي. مايک پامپيو وروسته له هغې دا خبره وکړه چې د عراقي او بهرنيو ځواکونو پوځي اډو ته څېرمه راکټي حملې وشوې. پامپيو پرون په يوه اعلاميه کې د ايران نيابتي وسله وال تورن کړي چې پر هغو پوځي اډو يې ګڼې حمل کړي چې د عراق امنيتي ځواکونه له امريکايي او د نړيوال ايتلاف له پرسونل په ګډه سره دېره دي. دوى د اسلامي دولت افراطي ډلې يا داعش په وړاندې په مبارزه کې ښکېل دي. Читать дальше...
د اروپا او اروپا-اتلانتيک لپاره او د اوکراين د صدراعظم مرستيال دیميترو کوليبا ویلي چې د کيف او واشنګټن ترمنځ اړيکې به هغسې پياوړې وي. کوليبا پرون په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته وويل، دا اړيکې به له دې سره سره پياوړي وي چې د ولسمشر ټرمپ د استيضاح په څېړنه کې اوکراين عمده رول لوبولى دى. د اوکراين دغه چارواکي تېره اوونۍ د امريکا د کانګرس له غړو، د بهرنيو چارو وزارت او سپينې ماڼۍ له چارواکو سره هم کتلي دي. هغه ويلي، په واشنګټن کې يې مهم لومړيتوب د "نورد سټريم ۲" په نوم د روسيې د طبيعي ګازو پر نل ليکه د امريکا له خوا د بنديزونو هڅول وو. Читать дальше...
واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر راین کراکر په خبرو یوه مقاله لیکلې چې په افغانستان کې یې د امریکا جګړه ناکامه بللې ده.
د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د سیمه ییزې اردو ۲۳ سرتېرې وژل شوي او ۹ تنه نور له وسله والو طالبانو سره تللي دي. د غزني ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تیره شپه د قره باغ ولسوالۍ په لیونۍ بازار سیمه کې د سیمه ییزې اردو په بیس کې ۲۳ تنه سرتیرې وژل شوي او ۹ تنه نور له وسله والو سره تللي دي. دی وايي د یوه ټانګ ترڅنګ د بیس ټول تجهیزات هم وسله والو ته تسلیم کړل شوي دي. کامراني زیاتوي داسې انګېرل کیږي چې دغه ۹ تنه نفوذي کسان وو. د غزني محلي اداره په دې اړه له څه ویلو څخه ډډه کوي. Читать дальше...
د امريکا متحده ايالتونه او چين وايي دوى د تجارتي موافقې پر "لومړۍ برخې" موافقه وکړه. د دوى په خبره په دې موافقه کې پر چينايي مالونو د امريکا د ګمرکي تعرفې کمېدل هم شامل دي. د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په يوه ټويټ کې ويلي چې له چين سره د موافقې پر لومړۍ لويې برخې موافقه وشوه. دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د دغو دوو لويو اقتصاد لرونکو هېوادونو ترمنځ تجارتي کړکېچ شته. بلخوا چينايي چارواکو ويلي چې دواړو هېوادونو لوى پرمختګونه کړي او د تجارت د موافقې پر ابتدايي متن سلا شوي دي. ولسمشر ټرمپ... Читать дальше...
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په انقره کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر د هغه پرېکړه لیک په تړاو احضار کړ چې تېره اوونۍ د امریکا په سنا مجلس کې تصویب شو. په دغه پرېکړه لیک يوه پېړۍ مخکې د عثماني امپراتورۍ پر مهال د ارمنيانو ډله ييزه وژنه، نسل وژنه بلل شوې ده. د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت پرون وويل، د دغه وزارت مرستیال سيدات اونال د امريکا سفير ډېوېډ ساترفيلډ ته د ترکيې نارضايتي څرګنده کړه. د امريکا مشرانو جرګې تېره پنج شنبه وړاندې شوى پرېکړه ليک د رايو په اتفاق تصويب کړ. د امريکا د کانګرس استازو... Читать дальше...
د بدخشان په مايمي ولسوالۍ يو کمیابه واورین پړانګ چې سخت ناروغ و، پرون مړ شو. دغه پړانګ د هوا تر سړېدو او درنې واورې اورېدو وروسته له غرونو يوه کلي ته تللى و. د بدخشان والي محمد ذکريا سودا تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل، دوى په تمه وو چې د بدخشان مرکز ته د پړانګ د انتقال لپاره هوا صافه شي. "هوا ورېځ وه، د بدخشان مرکز ته يې د انتقال امکان نه و، ځکه نو مړ شو. موږ په پام کې درلوده نن شنبه د هوا له ښه کېدو سره دغه پړانګ د بدخشان مرکز ته راولېږدوو." تېر کال بيا د بدخشان په زېباک ولسوالۍ کې يو واورين... Читать дальше...
د سولې ولسي حرکت غړي نن هرات ولايت ته رسېږي او هلته به هم له خلکو د سولې غوښتنه وکړي. د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست نن شنبه ازادۍ راډيو ته وويل، دوى پرون د نيمروز په دلارام ولسوالۍ کې هم لاريون وکړ. "پرون جمعه دوى دلارام ته په رسېدو سره په بازار کې لاريون وکړ. هلته يې له ولسونو وغوښتل چې نور بايد د جګړې په وړاندې چوپ پاتې نه شي. نن شنبه چې هرات ته رسېږي، پر لويه لار چې کومې سيمې پرتې دي لکه شينډنډ، ادرسکن او فراه رود، په هغو سيمو کې به هم لاريون وکړي او وروسته به هرات ښار ته داخلېږي." د... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.