دوو افغان لوبغاړو په موی تای سیالیو کې خپلو ازبکستاني سیالان مات کړل
په دغو سیالیو کې د افغانستان، قزاقستان، تاجیکستان، او ازبکستان ورزشکاران ګډون لري چې د قوس په شلمه پيل شوي او نن (قوس ۲۳مه) پای ته رسېږي.
د افغانستان د بدني روزني ریاست د رسنیو برخې مسوول مجیب قاری زاده نن له ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان له لوري جواد کریمی او ابراهیم هزاره هغه دوه خپل ازبکستاني سیالان یې مات کړل او پایلوبې ته یې لاره ومونده.
له افغانستانه پنځه لوبغاړي دغو بین المللي سیالیو ته ورغلي دي.
