د پروېز مشرف د مرګ سزا په لاهور های کورټ کې چېلنج
د پرویز مشرف له خوا د لاهور په های کورټ کې په داخل کړل شوي درخواست کې غوښتنه شوې چې هغه ته اورول شوې د مرګ سزا دې کالعدم وګرځول شي.
د پرویز مشرف له خوا د لاهور په های کورټ کې په داخل کړل شوي درخواست کې غوښتنه شوې چې هغه ته اورول شوې د مرګ سزا دې کالعدم وګرځول شي.
نن د جدي ۶ پرافغانستان د شوروي د یرغل ۴۰ کاله پوره شول. په قزاقستان کې جمعه یوه الوتکه لویدلې چې پکې ۱۴ کسان مړه شوي. په ایران کې حکومت هغه خلک نیولي چې په مظاهروکې د وژل شویولپاره فاتحه ورکوله. او د هند په راجکوټ کې یوه فیشن شوجوړه شوې وه. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
د بادغیس امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په یوه مدرسه کې پر یوې ماشومې نجلۍ د جنسي تجاوز په تور یې ۱۸ تنه نیولي دي. د باغیس د امنیت امر شېراقا الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې له والي، څارنوالانو او د ښځو د چارو له ريیسې سره یوځای د پېښې ځای ته لاړ او اتلس تنه یې ونیول. "موږ د نجلۍ د کورنۍ د ادعا پر اساس ۱۸ تنه طالبان چې هملته یې درس وایه، ونیول او امنیه قوماندانۍ ته مو راوستل." د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویندوی او غړي شکرالله مشکور هم پېښه تایید کړه او ویې ویل چې د دې پېښې... Читать дальше...
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وايي، چې د سولې خبرو لپاره اړینه ده چې طالبان اوربند ته غاړه کېږدي.
د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال محمدسرور دانش وايي، که طالبان اوربند وکړي، د افغانستان حکومت هم اوربند ته تیار دی. ښاغلي دانش نن جمعه د ولسي جرګې د یوه پخواني غړي عبدالمطلب بېک د تلین په مراسمو کې وویل، ډاډه نه دی چې طالبانو ته به د هغوی بهرني ملاتړي اجازه ورکړي چې په افغانستان کې سوله وکړي. تر دې وړاندې طالبانو د اوربند په اړه د افغانستان د حکومت پر له بسې غوښتنو ته منفي ځواب ویلی دی.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان امریکايي پوهنتون مسئولان پر دې پلان کار کوي چې که راتلونکي ۲۰۲۰ کال کې پرې د امریکا د دولت مالي مرستې پرې شي، نو ددغه پوهنتون فعالیت ودروي. سي ان ان د درېیو سرچینو په حواله چې پر دغه پلان کار کوي راپور ورکړی چې احتمال لري د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره (یو اس اېډ) چې ددغه پوهنتون ۶۰ سلنه لګښتونه ورکوي، راتلونکی کال خپله مرسته بنده کړي. ددغه پوهنتون رئیس یویلي چې ددوی کلنی لګښت شاوخوا ۲۸ میلیونه ډالر کېږي او تر ډېره د یو اس اېډ له مرستو برابرېږي. په... Читать дальше...
وکیل نور عالم خان، وايي که پر فردوس عاشق اعوان، د قانون وفاقي وزير او نورو چارواکو د عدالت سپکولو تورنه ثابت شول نو د شپږو کالو د قید سزا ورته کېدای شي
ملګرو ملتونو د سولې نړیوال نوبېل جایزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ د دې لسيزې تر ټولو کم عمره مشهوره جينۍ ګرځولې.
د ملګرو ملتونو سازمان وایې، په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې تر سلو زرو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
۴۰ کاله مخکې شوروي اتحاد د افغانستان د هغه مهال د ولسمشر د وژلو او د کابل نیولو لپاره پټې هڅې پيل کړې. د ۱۹۷۹ کال د ډېسېمبر ۲۷ په افغانستان کې د شوروي د خونړۍ جګړې پيلامه وه. فرود بیژن مو په دې مستند کې له هغو سري عملیاتو خبروي چې پکې د افغانستان ولسمشر حفیظ الله امین ووژل شو.
۴۰ کاله مخکې شوروي اتحاد د افغانستان د هغه وخت د ولسمشر د وژلو او د کابل د نیولو لپاره پټې هڅې پيل کړې. د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر ۲۷ په افغانستان کې د شوروي د خونړۍ جګړې پيلامه وه. فرود بیژن مو په دې مستند کې له هغو سري عملیاتو خبروي چې پکې د افغانستان ولسمشر حفیظ الله امین ووژل شو.
د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان تر اشغال څلوېښت کاله وروسته لا هم د هغه مهال دردناکې خاطرې د خلکو په ذهنونو کې تازه دي. امید مرزبان په دې لنډ مستند فلم کې د هغو کسانو ژوند ته کتنه کړې چې د شوروي ځواکونو او مجاهدینو ترمنځ جګړو کې یې خپلوان له لاسه ورکړي دي.
پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغله څلوېښت کاله وروسته لا هم د هماغه وخت دردوونکې خاطرې تازه دي. په دې لنډه ویدیو کې د څو تنو ژوند ته کتنه شوې چې عزیزان یې د شوروي پوځونو او مجاهدینو ترمنځ په جګړه کې وژل شوي دي.
پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغله څلوېښت کاله وروسته لا هم د هماغه وخت دردوونکې خاطرې تازه دي. په دې لنډه ویدیو کې د څو تنو ژوند ته کتنه شوې چې عزیزان یې د شوروي پوځونو او مجاهدینو ترمنځ په جګړه کې وژل شوي دي.
د روسیې پولیسو پرون غرمه مهال یو ځل بیا په مسکو کې د سیاسي مخالف الکسي ناوالني پورې اړوند د فساد پر وړاندي مبارزې پر دفتر یرغل وروړ. ناوالني ویلي چې دا اقدام رسما د دې دفتر د مدیر ایوان ژدانوف پر وړاندي د جنایې ارزوني د یوې برخې په توګه ترسره شوی دی. د ده په وینا ژدانوف له یوټیوب څخه د هغې ویډیو له لرې کولو ډډه کړې وه چې د صدراعظم دیمتري مدودیف د پټي شتمنۍ د ارزونې سره یې تړاو درلود. هغه وویل: "د قانون د تنفیذ افسران لږ وړاندي د اف بي کې دفتر ته راغلل څو زموږ وسایل ضبط کړي. دا کارونه تل د... Читать дальше...
محمد کبیر چې په کبیر بابا مشهور دی، ۴۰ کاله وړاندې د حفیظ الله امین د حکومت پر مهال د تاج بیک ماڼۍ بڼوال و. کبیر بابا پر افغانستان د شوروي ځواکونو د یرغل پرمهال ۷۰ کلن و.
یوه سروې ښیې چې د اوکراین نژدې نیمایي وګړي وایې چې هیواد یې پر سم لوري روان دی. دا شمېره د تېر کال پر تله دوه برابره شوې ده. د دې سروې پایلې د پنجشنبه په ورځ د الکو کوچیریف أیموکراتیکو ابتکاراتو بنسټ او رازومکوف مرکز لخوا خپرې شوې. د اوکرایین ۴۴ سلنه وګړو چې پوښتنه ترې شوې وه، مثبت ځواب ویلی. تېرکال له هرو لسو اوکراینیانو ۷ تنو فکر کاوه چې اوکرایین پر سم لوري نه ځي. د وروستۍ سروې له مخې د اوکرایین څه باندې یو پر دوهمه برخه وګړي فکر کوي چې د دې هېواد اقتصاد به په راتلونکو دوو یا درېیو کلونو کې ښه شي.
د غزني چارواکي د دې ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د نشه یې موادو د پروسس د څلورو مرکزونو له منځه وړلو او ۱۸ وسلوالو او قاچاقوړونکو د وژلو خبره کوي. د غزني د والي ویاند عارف نوري آزادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په درېیو سیمو کې عملیات وکړل. ښاغلي نوري وویل: "د آب بند ولسوالۍ په درېیو سیمو کې چې د چرسو د پخولو یا پروسس کارخانې پکي فعالې شوي وې، د چورې، کندهاري او ناني سیمو کې عملیات وکړل. په نتیجه کې څلور د چرسو د پروسس کارخانې له منځه ولاړې او همدا راز په دې عملیاتو کې ۱۸ وسلوال... Читать дальше...
د ازادي راډيويي مجلې نننۍ ګڼه مو په لاندې هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده:
د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې په یوې بمې چاودنې کې درې ملکي وګړي وژل شوي او د عامي روغتیا د رییس په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي. د ترینکوټ ښار د لومړۍ امنیتي حوزې آمر نظر محمد آزادي راډیو ته وویل، ماین په یوه زرنج موتر کې ځای پرځای شوی وو او پرون داسې مهال وچاودېد چې د عامي روغتیا د رییس موټر له سیمې تيريده. د پیښي یوه عیني شاهد آزادي راډیو ته وویل: "دا زرنج له ډېره وخته دلته ولاړ وو. زه یو ځل له دې لارې تېر شوم، زرنج همدلته وو، خو کور ته له رسېدو سره د چاودنې غږ شو. بېرته راغلم یوه ښځه او نارینه... Читать дальше...
د افغانستان په شمالي ولایت سرپل کې سیمه ییز چارواکي وايي، یوه پولیسه د خپل میړه لخوا په چړې وژل شوې ده. د سرپل د والي ویاند ذبیح الله امانې تيرماښام آزادي راډیو ته وویل چې عید بي بي د پنجشنبې په ورځ ناوخته په خپل کور کې وژل شوې ده. ښاغلي اماني وویل: "دا ښځینه پولیسه په خپل کور کې د میړه لخوا په چړو وژل شوې. د دې قتل دلیل تر اوسه معلوم نه دی. د پیښې په اړه نور جزییات تر اوسه نه لرو. پولیسو پلټني پیل کړي دي." د سرپل د والي ویاند وویل چې دا مېرمن د صیاد ولسوالۍ اوسېدونکې ده او یو څه موده مخکې... Читать дальше...
چین، روسیه او ایران نن جمعه د هند په سمندر او عمان خلیج کې ګډ پوځي تمرینات پیلوي.
د بېړنیو چارو او د الماتې هوايي ډګر چارواکي وايي، د بېګ اېیر هوايي شرکت مساپر وړونکې الوتکه سهار پېنځه دقیقې د پاسه اووه بجې
د ملګرو ملتونو سازمان وایې، په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې تر سلو زرو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.