په سرپل ولایت کې یوه پولیسه د خپل میړه لخوا په چړې وژل شوې ده
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله امانې تيرماښام آزادي راډیو ته وویل چې عید بي بي د پنجشنبې په ورځ ناوخته په خپل کور کې وژل شوې ده.
ښاغلي اماني وویل: "دا ښځینه پولیسه په خپل کور کې د میړه لخوا په چړو وژل شوې. د دې قتل دلیل تر اوسه معلوم نه دی. د پیښې په اړه نور جزییات تر اوسه نه لرو. پولیسو پلټني پیل کړي دي."
د سرپل د والي ویاند وویل چې دا مېرمن د صیاد ولسوالۍ اوسېدونکې ده او یو څه موده مخکې د سرپل ښار د مرکز په درېیمه امنیتي حوزه کې یې خدمتي کار کاوه.
