ناکامورا هغه جاپانۍ ډاکټر چې تېره ورځ په جلال اباد ښار کې نا معلومو وسله والو وواژه
نن په کابل کې د مدني ټولنو یوشمېر استازيو او کابل ښاریانو د نوموړي په یاد شمعې بلې کړې
لېمه هادي دغو مراسمو ته ورغلې وه او دغه راپور یې پرې چمتو کړي
پاني پت هندي فلم د جمعې له ورځې په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کېږي.
دا فلم پاني پت د اتلسمې پېړۍ مشهوره جګړه تصویروي. سلطانمحمدسرور په دې اړه د امریکا د ملي دفاعي پوهنتون له استاد علي احمدجلالي سره مرکه کړې. ښاغلی جلالي په دې مرکه کې د پاني پت په جګړه کې د تاریخي پېښو په اړه معلومات ورکوي.
په پېښور کې خبریالانو د ډوان ورځپاڼې د دفتر ځینو کارمندانو د اېستلو او پر رسنیو د غیراعلانیه بندیزونو پرضد احتجاجي لاریون وکړ. نور د غلام غوث په ویډیويي رپورټ کې وګورئ.
زلمی خلیلزاد د بین الافغاني خبرو او د تاوتریخوالي د کمښت لپاره د هڅو د ملاتړ پخاطر کابل او دوحې ته سفر پیل کړی.
په فرانسه کې میلیونونه دولتي کارکوونکو اعتصاب پيل کړی.
هندۍ اداکاره عالیه بټ د رواني روغتیا د پوهاوي دلوړولوپه هڅه کې ده.
ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د سېمبر پر پنځمه په ټوله نړۍ کې د خاورې نړیواله ورځ لمانځل کېږي.
د ماهرینو په وینا، د هوا بدلون او د ځمکې تودوالې له کبله به په راتلونکې ۲۰ کالو کې د خېبر پښتونخوا یو شمېر ځمکو پیداوار ختم شي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.
زبير نواز وايي، ده او ځوانو ملګرو سندرغاړو يې هڅې پيل کړي چې ښې او معياري سندرې جوړې کړي.
دا اوونۍ مو په ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونه کې سندرغاړی زبير نواز مېلمه دی. ده د امريکا د خپل سفر او د خپلو نويو سندرو په اړه معلومات راکوي. نواز خوښ دی چې دی او نور ځوان ملګري سندرغاړي يې د ښو او زياتو معياري سندرو جوړولو هڅې کوي.
د ننګرهار چارواکي وايي، د تېرې یوې اوونۍ په دوران کې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته ۱۸۰ تنه داعشیان تسلیم شوي چې ۹۴ تنه په کې جنګيالي دي او پاتې يې ښځې او ماشومان دي.
د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید او د ملي امنیت پخوانی ريیس رحمت الله نبیل وايي، سوله او ټاکنې له بن بست سره مخ شوي او له همدې کبله باید په افغانستان کې د مصالحې یا سولې په نامه حکومت جوړ شي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي هغه وړاندیز منظور کړی چې له دې وروسته نوموړی ټولو بهرنیو اقتصادي ناستو ته پرته له اجازې ولاړ شي.
د افغانستا په خوست ولایت کې د دسېمبر پر څلورمه سلګونه وزیرستاني کډوال د ګلان کېمپ په میداني کې راغونډ شوي ول او د یوې سترې ناستې په ترڅ کې يې له افغان حکومت، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمشینری، نړیوال خوراکي سازمان او نورو بسټونو وغوښتل، چې له دوی سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.
''ناکامورا به په کېږدیو کې د یبلو ماشومانو تصویرونه اېستل، جې د ځښلو اوبه نه لري بیا به یې جاپانیانو ته ښودل او بې وزله افغانانو ته به یې چندې راټولولې.''
د خیبر پښتونخوا د سوات تحصيل مټي، اشاړي کلي ظاهر شاه خپله حجره په بېلابېلو لرغونيو توکيو پسوللې ده. د نومړي حجرې ته له لیرې لیرې سيمو خلک لېدو ته ورځي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
ناکامورا په پېښور کې د هغو افغان کډوالو درملنه کوله چې په ۱۹۷۹ز کال کې یې پر هېواد د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له وجې کډوال شوي ول.
د امریکا په هاوایي ایالت کې د امریکا پلي سمندري ځواکونو یوه اډه پرون وروسته له هغې محاصره او په موقت ډول وتړل شوه چې یوه سرتیري په ډزو د امریکا د دفاع وزارت دوه تنه ملکي کارکونکي ووژل او یو یې ټپي کړ.
د دغه پوځي چې په پیرل هاربور اډه کې یې دغه درې تنه په ډزوویشتي او وروسته یې خپل ځان په ډزو وژلی، هویت اوانګیزه په ډاګه شوي نه دي.
د دې پوځي اډې قومندان رابرټ چادویک په یوه خبري کنفرانس د دوو تنو وژل کېدل تایید کړل او د ټپي شوي په اړه یې ویل چې هغه په روغتون کې دی او روغتیایي وضعیت یې ثابت دی.
... Читать дальше...
فرانسې، جرمني او بریتانیا د ملګروملتونو سرمنشي ته اندیښنه څرګنده کړې چې ایران د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو ته چې د اټومي سروکو د لیږدولو قابلیت لري او هغه د دې سازمان د امنیت شورا له پرېکړه لیک څخه سرغړونه ده، پراختیا ورکړې ده.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د ټاکنیزو جنجالونو د حل په هدف یې د څارونکو بنسټونو، ټاکنیزو ډلو او سیاسي ګوندونو استازي یوې ناستې ته وربللي دي.
نړیوالو مطبوعاتو د افغانستان په ننګرهار کې د جاپان د مرستندویه موسسې د رئیس تیتسو ناکامورا وژل کېدو ته ډېر پام اړولی دی.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايی، د زلمي خلیلزاد د سفر هدف دا دی چې د سولې بین الافغاني مذاکرات ژر پیل شي.
د جرمونو نړیوالې محکمې (ای سي سي) په افغانستان کې د احتمالي جنګي جرمونو او له بشري حقونو د سرغړونو په اړه پر هغې غوښتنې بیا غور پیل کړ چې پخوا یې رد کړې وه.
دا ژمنه د ناټو د اویایمې کلیزې په ویاړ په لندن کې د دې تړون د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې شوې ده.
پرون تر غونډې وروسته په خپرې شوې اعلامیې کې راغلې چې غړي هېوادونه د اروپا او د امریکا د شمال ترمنځ خپلو اړیکو ته ادامه ورکوي.
په دې اعلامیه کې همداراز غړو هېوادو د تړون پر پخوانۍ پنځمه ماده ټینګار کړی چې پکې ویل شوي، د ناټو پر یوه غړي برید دا معنی لري چې د دې تړون پر ټولو غړو برید شوی دی.
د ناټو د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې دا ټکی زیات شوی چې دې ته اړتیا شته چې هغو فرصتونو او ګواښونو ته پاملرنه... Читать дальше...
د جلال اباد په ښار کې تېره شپه یوشمېر مدني فعالانو د جاپانۍ موسسې (پي ایم ایس) د مشر تیستو ناکامورا په یاد شمعې بلې کړې.
ویرجنو د هغه تر عکس لاندې ولیکل، "تا لکه یو افغان ژوند وکړ او لکه یو افغان ووژل شوې، وبخښه موږ ستا حمایت ونه کړ، جاپانه وبخښه."
د ویر په دې محفل کې د علي شاداب په نوم یو مدني فعال وویل: "سخت زیات خواشیني شوي یوو، سخت پرې ودردیدو، ناکامورا زموږ ویاړ و د کونړ پر سیند یې بندونه جوړ کړي وو. پلان یې دا و چې دلته د برق یو بند جوړ کړي خو د دې هېواد د ابادۍ دښمنانو دی پرېنښود."
د... Читать дальше...
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په لندن کې د دې تړون د سرمشریزې په پای کې پرون وویل چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ په دغه هېواد کې سولې ته د رسېدو غوره لار ده.
ښاغلي سټولټنبرګ وویل: "موږ ژمن یوو چې د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړو. ځکه چې موږ په دې ژور باور لرو چې د افغان ځواکونو روزل، هغوی ته سلامشوره ورکول او مرسته کول د سولې د هڅو تر ټولو ښه لار ده، ترڅو طالبان پوه شي چې د جګړې په ډګر کې به کله هم بریالي نه شي. هغوی باید د خبرو میز ته کښیني او نویو موافقو ته مخه کړي."
تمه ده... Читать дальше...
چین پرون په پیکنګ کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت شارژدافیر ویلیم کلین احضار کړ او د هغې لایحې پرضد یې اعتراض وکړ چې د امریکا کانګرس یوه ورځ مخکې تر دې تصویب کړه.
کانګرس د سې شنبې په ورځ د ۴۰۷ موافقو او یوې مخالفې رایي سره د چین پر یوشمېر چارواکو د بندیزونو لایحه تصویب کړه او ولسمشر ډونالد ټرمپ ته یې د توشیح لپاره واستوله.
واشنګتن پر چین تور پورې کړی دی چې په خپله خاوره کې له اویغور مسلمانانو سره زیاتی کوي او د هغوی بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.
د چین حکومت د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net