Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2019

Новости за 29.12.2019

چارواکي: کاپیسا او پکتیکا کې ۱۱ وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې یې په ” هدفمندو “ عملیاتو کې ۸ وسله وال وژلي او ۹ تنه نور یې نیولي دي. دا خبره د ملي امنیت ریاست نن رسنیو ته په یوې استولې خبرپاڼه کې کړې. د خپرپاڼې په وینا په دې عملیاتو کې د وسلوالو یو مرکز هم ویجاړ شوی دی. په عین حال کې فرا کې د ملي اردو چارواکو دغلته د پنځو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې ده. په فرا کې د ملي اردو د دویمې لوا ویاند حشمت الله احمدي نن ازادي راډیو ته وویل چې پنځه تنه وسله وال په خاک سفید ولسوالۍ کې په یو هوايي برید کې وژل شوي دي. Читать дальше...



کابل کې پاکستان سفارت د ویزو ورکول بېرته پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د پاکستان سفارت له نږدی دوه میاشتني ځنډ وروسته یوځل بیا افغانانو ته د ویزو ویشل پیل کړل.  خو ویزه اخیستونکي شکایت کوي چې د پاکستان د ویزې ترلاسه کولو په برخه کي ډېر فساد موجود دی.  شفیع کریمي، په کابل کې د پاکستان سفارت ته تللی او دا راپور یې برابر کړی دی:

له اسفندیار ولي خان سره د مشال مرکه

Mashaalradio.com 

د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان د پاکستاني سیاست د اوسنیو کشالو په اړه له مشال راډیو سره ځانګړې خبرې کړې دي. د خپرونې کوربه خالدخان دی.

د اوکراین او بېلتونپالو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې چمتوالی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین حکومت او بیلتون غوښتونکي خپلو کې د زندانیانو تبادلې ته چمتوالی نیسي. د اوکراین حکومت او د دې هیواد په ختیځ کې روس پلوي بېلتونپال هڅه کوي چې د هغو لسګونو بندیانو لیستونه نهايي کړي چې غواړي خپلو کې یې تبادله کړي. د یونین خبري اژانس په ډونیڅک کې د بیلتونپالو د استازو له قوله ویلي چې ټاکلې د اوکراین حکومت ۸۷ او بیلتون پال ۵۵ زندانیان خوشې کړي. پرون د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر ځیلینسکي تایید کړه چې ټاکلې د بندیانو دا تبادله نن ترسره شي، خو ویې ویل چې د افرادو لیست لا نهايي شوی نه دی. ... Читать дальше...



نیویارک کې ۵ کسان په چاقو وهل شوي

Pa.azadiradio.com 

تیره شپه یو یهودي سازمان وویل، چې په نیویارک کې د یو یهودي مذهبي مشر کور کې د هانوکا د دیني مراسمو په محفل کې لږ تر لږه پنځه کسان په چاقو وهل شوي دي. د ارتودکس یهودانو د اړیکو عمومي شورا وايي، د دې پېښې په اړه یې تېره شپه لس بجې د یو ټېلیفوني تماس له لارې معلومات تر لاسه کړي. ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د دوو کسانو وضیعت نازک ښودل شوی دی. پېښه د نیویارک ښار په شمال کې ۵۰ کیلومټر لري د مونسي راکلنډ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

لیونل میسي د ۲۰۱۹ میلادي کال غوره لوبغاړی ټاکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د آرجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې او د بارسلونا کلب تکړه لوبغاړی لیونل میسي د یوې نړیوالي مجلي ورلډ ساکر لخوا د ۲۰۱۹ میلادي کال تر ټولو غوره فوټبالر وټاکل شو. لیونل میسي تردې وړاندې د سرو زرو بوټ، د سرو زرو توپ او د فیفا له لوري د کال د غوره لوبغاړي جایزې هم اخېستې دي. د ورلډ ساکر په نوم ورزشي مجله هر کال د فوټبال تر ټولو غوره لوبغاړی ټاکي، چې دا ځلي ئې لیونل میسي د ډیرو بریاوو او ښه ځلېدو له امله وټاکه.

د هرات اټک لوبډله د افغانستان د اتو زونونو د فوټباله اتله شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اتو زونونو په کچه د فوټبال پیل شوې سیالۍ د هرات اټک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. تېره ورځ ناوخته د دې سیالیو په پایلوبه کې د هرات اټک او د هلمند د هلکانو لیسې لوبډله د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته لاړې چې ۲ د صفر په وړاندې د هرات اټک لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. د یادو سیالیو درېیم مقام د پنجشېر پیروزي او څلورم مقام بیا د فاریاب خراسان لوبډلي خپل کړ. تېر کال بیا په په یادو سیالیو کي د هرات سرخ پوشانو د کابل سرې میاشتې ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه وه.

د کرکټ نړیوال جام سیالیو لپاره د ۱۹ کلونو ځوانانو روزنیز کمپ پای ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د نولس کلونو کم عمره ځوانانو د نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې لپاره په کابل کې پیل شوی روزنیز کمپ پای ته ورسېده. دا روزنیز کمپ لس ورځې وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ په سرپټې اکاډمۍ کې پیل شوی و. د افغانستان کریکټ بورډ وايي چې د دغه روزنیز کمپ کې اساسي موخه په ذهني توګه د افغان نولس کلونو کم عمره ځوانانو پياوړي کول و. ټاکل شوې چې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ملي لوبډله د روانې اونۍ په پاې کې د کرکټ د نړېوال جام په سیالیو کې د ګډون په موخه سویلي افریقا ته خپل سفر پیل کړي. Читать дальше...

'تېر لس کاله افغانان زیات وکړېدل'

Pa.azadiradio.com 

د فرخندې له سوځولو او وژلو را نیولې په ښځو او ماشومانو د جنسي تیري پورې په افغانستان کې تېره یوه لسیزه بشري حقونه په بېلابېلو بڼو تر پښو لاندې شوي دي.

کونړ کې د کبانو فارم جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

په کونړ ولایت کې د کبانو یو لوی فارم جوړېږي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس انعام‌الله ساپی وايي، دغه فارم د دوونیم میلیونه کبانو د ساتنې ظرفیت لري چې په ختیځ زون کې به تر ټولو لوی فارم وي. نوموړي وویل چې دغه فارم په لومړي سر کې د ۴۰ ټنه کبانو د تولید ظرفیت لري. یاد فارم د کونړ په مرکز کې د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له لوري د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

افغانستان بانک: ننګرهار، خوست او لغمان کې د افغانیو ارزښت لوړ شوی

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار، خوست او لغمان ولایتونو کې د پاکستاني روپیو د نه کارولو کمپاین د افغانیو ارزښت لوړ کړی دی. د افغانستان بانک ویاند شریف الله شګیوال نن ازادي وویل، چې دغه کمپاین به دوام وکړي. هغه زیاته کړه: "د دې کمپاین د عملي کولو لپاره خلکو، مدني فعالانو او ژورنالیستانو ډيره همکاري وکړه، دا سبب شوی چې اوس په ډېرو ولایتونو کې د افغانیو تقاضا زیاته شوې ده." د افغانستان په دغو دریو ولایتونو کې ورځنی کاروبار تر ډېره په پاکستاني روپیو چلېده. د افغان چارواکو په خبره د پاکستاني روپیو کارول نه یواځې د... Читать дальше...

پاکستان کابل کې خپله قونسلګرۍ پرانیسته

Pa.azadiradio.com 

پاکستان نن یکشنبه په کابل کې خپله کنسولګري بېرته پرانیسته. په کابل کې د پاکستان سفارت چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې دوی به د ورځې یو نیم زر ویزې افغانانو ته اجرا کوي. سلګونه کسان چې پکې ښځې، ماشومان او ناروغان هم شامل دي په کابل کې د پاکستان سفارت مخته انتظار باسي څو ویزې ترلاسه کړي. له دې مخکې شاوخوا دوه میاشتې په کابل کې د پاکستان د سفارت قونسلي څانګه د سیاسي او ډپلوماټیکو لانجو په خاطر تړلې وه. پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې سر له یکشنبې په کابل کې خپله قونسلګري بېرته پرانیزي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Тимати

Тимати высмеял Джигана: "Не собьется, будет уже круто"





Персональные новости
Росгвардия

Генерал-полковник Алексей Воробьев высоко оценил подготовку кинологов Росгвардии к предстоящим соревнованиям по профессиональному многоборью





تخار کې د ولسي پاڅون ۱۷سرتیري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون ۱۷ سرتیري وژل شوي دي. د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې بیګا نیمه شپه د خواجه بهاوالدین په لاله ګذر سیمه کې وسله والو طالبانو د ولسي پاڅوانوالو پر پوستو بریدونه کړي چې ۱۷ پاڅونوال یې وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي. دا پاڅونوال د یوه قومندان ملک تاتار په امر د طالبانو په ضد جنګېدل. د تخار د والي ویاند زیاتوي چې طالبانو ته هم په ځوابي ډزو کې تلفات اوښتي خو شمېر یې نه دی معلوم. ده وویل چې سیمې ته د مرستندویه ځواکونو په رسیدلیو طالبان تللي دي. Читать дальше...

تهران کې د کویټ شارژدافیر احضار شوی

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي د یوې تروریستي او جلا غوښتونکې ډلې له غړي سره د کويټي چارواکو تر لیدنې وروسته یې په تهران کې د کوېټ شارژدافیر احضار کړی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د کویټ شارژدافیر ته د ایران شدید اعتراض وارول شو چې ولې یې د ایران د رژیم له مخالفینو سره لیدلي. کویټ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. مخکې د ایران انګلیسي ژبې دولتي ټلویزیون پریس ټي وي راپور ورکړی و چې د کوېټ د استازیو جرګې مشر د الاحوازیه ډلې له یوه غړي سره لیدلي. الاحوازیه ډله له ایرانه د اهواز د جلا کېدو... Читать дальше...

څېړنه: سږ کال امریکا کې ډله ییزې وژنې زیاتې وې

Pa.azadiradio.com 

یوه نوې څېړنه ښيي چې په امریکا کې سږ کال د تېرو څلورو لسیزو په پرتله ډله ییزې وژنې زیاتې وې. د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس، (یو، اس، اې ټوډې) ورځپاڼې او د امریکا د شمال ختیځ پوهنتون ارقام ښيي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په اوړي کې د امریکا په بېلابېلو سیمو کې ۴۱ مرګوني بریدونه شوي دي. د امریکا په قوانینو کې ډله ییزې وژنې داسې وژنو ته ویل کېږي چې په کې له بریدګر پرته څلور یا تر هغو زیات کسان وژل شوي وي. په دې ۴۱ بریدونو کې ۳۳ واره له وسلو کار اخیستل شوی او ډزې شوي. په مجموع کې سږ ۲۰۱۹ میلادي کال چې... Читать дальше...

لوګر کې ۱۰۳۲ کیلو چرس او ۲۴۸ کیلو بنګ دانې نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت د مرکز اړوند التمور په سیمه کې په دوو جلا-جلا عملیاتو کې ۱۰۳۲ کیلو چرس او ۲۴۸ کیلو بنګ دانې له یو پیکپ موټر سره نیولي دي. د شنبې په ورځ د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي ازادي راډیو ته وویل، د پولیسو او ملي امنیت په دې ګډو عملیاتو کې په دې تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي. هغه زیاته کړه: "د لوګر د مرکز اړوند التمور او سپیس سیمو، پولیسو او ملي امنیت مشترک عملیات ترسره کړي چې په کې تر زر کیلوګرامو زیات چرس او بنګ دانه نیول شوي او دوه کسان یې هم په تړاو... Читать дальше...

لغمان کې ټرافيکې پېښې ۴ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

پرون مازیګر د کابل - جلال اباد پر لویه لاره په یوه ترافیکې پېښه کې لږ تر لږه 4 کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې پېښه مازیګر درې نیمې بجې ددې ولایت د قرغیو ولسوالۍ کې د دوو مسافروړونکو موټرو د ټکر له کبله رامنځ ته شوې. هغه زیاته کړه: "د قرغیو ولسوالۍ اړوند د اوریا خېلو پله ته څېرمه سیمه کې دوو مارسیډیز ډوله موټرو په ټکر کې ۴ کسان شهیدان شوي او د ۱۲ماشومانو په ګډون ۱۵ کسه ټپیان دي، په مړو کې دوه میرمنې او دوه نارینه شامل دي."... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Росгвардия обеспечила правопорядок во время футбольного матча «ЦСКА» - «Спартак» в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Ига Свёнтек

Свёнтек: я чувствую, что с каждым годом получаю всё большую поддержку


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

На площадке МВЦ «Казань Экспо» открылся XVIII Российский венчурный форум





Путин в России и мире
Москва

Петербургский автопром вышел из кризиса, заявил Беглов


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Игорь Бутман

Квинтет Игоря Бутмана и певица Фантине впервые выступят на джазовом фестивале в Бахрейне



Москва

В Тирасполе стартовала акция «Георгиевская ленточка»

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net