د اتو ماشومانو او څلور ښځو په ګډون 13 پاکستاني وګړي د اردن په یو کرنیز فارم کې اورلګیدو وژلي دي.
د اردن ملکي دفاعي ادارې ویلي، اور نن سهار په هغو اوسپنیزو کورونو کې ولګید چې په کې د کرنیزو فارمونو دوه کارګرې پاکستانۍ کورنۍ اوسیدې.
پېښه د پلازمېنې عمان په لویدیځ کې په یوې کلیوالې سیمې کې رامنځ ته شوې ده.
دې ادارې ویلي درې کسان په دې اور لګېدنه کې ټپیان شوي او په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دې اردني ادارې ویلي چې اور د بريښنايي ستونزې له کبله لګیدلی دی.
د اردن صدراعظم د پېښې په اړه د چټکو... Читать дальше...
نيزدي دوه کاله مخکې په کراچۍ کې د پولیسو له خوا وژل شوي وزيرستاني ځوان نقیب الله مسود د پلار تر پروني مرګ وروسته د هغه وکيل وايي هيله لري چې عدالت په دې اړه روانه مقدمه کې ژر تورنو کسانو ته سزا ورکړي.
د پاکستان اپوزېشن ګوند پيپلز پارټي شريک مشر بلاول بوټو زرداري وايي د پوځ د دندې مودې غځولو لپاره د قانون جوړول يو لوی امتحان دی.
په کوټه کې د عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶ تلینغونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په خپلو ویناګانو کې وویل، چې"صمد خان شهيد په خپلو قربانو تاريخ رقم کړی دی."
په دې اړه له کوټې د ایوب ترین ویډيو راپور
په افغانستان کې د تروريزم پر ضد مبارزه د ناټو هیوادونو د غونډې له بحثونو یوه موضوع ده. د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د بشري حقونو مدافعین او محصلین دې نه ځپي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو.
مدني فعال او استاد عمار علي جان چې پرې د بغاوت مقدمه هم شوې ده، د دیسېمبر پر دوهمه یې مشال رېډيو ته وویل، دوی د زدهکونکو د جایزو غوښتنو لپاره ورغوڼد شوی وو چې پکې حکومت پر شپږو کسانو د بغاوت مقدمه درج کړه.
په کوټه کې یوه ناحکومتي اداره د بېوزله او یتیمو ماشومانو پالنه کوي. دا اداره د اېس او اېس چلډرنز وېلېچ یا د ماشومانو کلي په نوم استوګنځی لري چې پکې لسګونه ماشومان اوسي. دا سرپناه په ۲۰۰۴ز کال کې جوړه شوې وه چې پکې مېشت ماشومان وايي، د خویندو، وروڼو په څېر اوسي. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دندې ځینې ګوښه کړای شوي کارکوونکي، ددغه وزارت رهبري په سلیقوي چلند تورنوي.
د اڅکزي په وینا د پښتنو په سیمو کې شته معدنیات د پښتانه قام دي او دوی به یې هېچا ته د شوکولو اجازه ورنکړي.
د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو شورا په یوې تازه طرحه کې د ملي مشارکت حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی.
د بلخ – اروپا هوايي دهلیز کابو یو کال دمخه د افغانستان د سوداګریزو توکو د صادرولو په هدف پرانستل شو، خو اوس یې فعالیت په ټپه درېدلی دی او هېڅ صادرات ترې نه کیږي.
رویټرز خبري اژانس د هغه کس په اړه لیکنه کړې ده چې په لندن کې یې پر خلکو د چاقو برید کړی وو او بیا پولیسو وژلی وو.
پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه اندېښنه لري، که د انتخاباتو په برخه کې راولاړې شوې ستونزې ژر حل نه شي، کړکېچ به لا پېچلی کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، غیر دولتي یا د خصوصي سکټور کارکوونکو ته تقاعد ورکول کېږي.
یاد وزارت په یوه خپره کړې خبرپانه کې لیکلي، په دې اړه جوړه شوې مقرره چې درې فصله او ۲۲ مادې لري، د ولسمشر غني لهخوا د یوه فرمان پر اساس نافذه شوه.
د دې مقررې لهمخې، هر غیر دولتي سکټور مکلف دی چې خپلو کارکوونکو له دندې وروسته، د یوه کال خدمت په بدل کې د یوې میاشت معاش ورکړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت هیله ښيي چې له دې وروسته، خصوصي سکټور د کار قانون د دې مقررې په عملي کولو کې جدي ګامونه پورته کړي.
د افغانستان دولت په ایران کې د شویو لاریونونو پر مهال د افغانانو د وژل کېدو پر موضوع غبرګون ښودلی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د چهارشنبې په ورځ د استازیو جرګې په یوه استماعیه غونډه کې ګډون ونه کړي.
د قامي اسمبلۍ غړي عرفان علي لغاري وايي، دا رنګ پېښې په سیند کې ډیرې زیاتې شوي دي چې د مخنیوي لپاره به يې ګامونه پورته کوي.
په ارزګان کې د ښوونځي ۲ زده کوونکي او يو ملکي کس د دولت سره د همکاري په تور وژل شوي دي.
د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې ۲ زده کوونکي او يو ملکي کس وسله والو طالبانو وژلي دي.
د دهراود ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ مرستيال جان محمد کريمي وايي تېره شپه وسله وال طالبانو په ياده ولسوالۍ کې د يوه کور څخه ۳ ملکي کسان چې دوه يې د ښوونځي زده کوونکي و را ايستلي او وژلي دي.
د کريمي په وينا چې د وژل شویو زده کوونکو يو ورور په پوليسو کې دنده درلوده او وسله والو طالبانو له همدې امله ياد کسان وژلي دي.
په ورته... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سولې او انتخاباتو په اړه لیکنې او سر لیکنې چاپ کړي دي.
افغانستان د نړیوالو مطبوعاتو له انده
د غزني ګیرو ولسوالۍ ولسوال له یوې بمې چاودنې څخه روغ وتلی.
ولسوال محمدابراهیم حلیم روحاني د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل،چې پرون ماښام ناوخته د غزني په پښتون اباد سیمه کې په داسې حال کې ورباندې چاودنه وشوه چې له کور څخه دوکان ته د سودا لپاره روان و.
دی زیاتوي، په دغه برید کې هیچا ته زیان نه دی اوښتی، خو موټر یې له منځه تللی دی.
ولسوال روحاني زیاتوي، اټکل کیږي چې چاودېدونکي توکي تر پخوا پر لاره کې په یوه زړه باغچه کې ځای پر ځای شوي و.
دا په داسې حال کې ده چې د غزني ډیری چارواکي په دا ډول بریدونو کې وژل شوي دي. Читать дальше...
د ملي اردو چارواکي وايي، د سرپل ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد د ولسي خلکو پاڅون لاهم دوام لري.
راپورونه وايي چې طالبانو پرون یکشنبې د کوهستانات ولسوالۍ په جُرغان کلي کې پر هغو خلکو ډزې وکړې چې د ظلم او بېعدالتۍ پرضد د اعتراض لپاره راوتلي وو.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي تېره شپه آزادۍ راډیو ته وویل په جرغان کې وروسته له دې چې د طالبانو په ډزو یو ماشوم او یو سړی وژل شول د قهرجنو خلکو اعتراضونو لاهم دوام لري.
ښاغلی رضايي وايي چې اوس د څېرمه سیمو خلک هم د جرغان پر اعتراضونو ورګډ شوي. Читать дальше...
د عراق پولیس وايي د حکومت ضد اعتراض کوونکو د یوې اونۍ په ترڅ کې پرون- یکشنبې د دوهم ځل لپاره په نجف ښار کې د ایران قونسلګري سوځولې ده.
د نوامبر میاشتې په ۲۷مه هم قهرجنو لاریون کوونکو په نجف کې د ایران پر قونسلګرۍ په داسې حال کې حمله وکړه چې نارې یې وهلې، ایران دې له عراقه ووځي.
پرونی برید په داسې حال کې کېږي چې له دوه میاشتنیو لاریونونو وروسته چې په ترڅ کې یې له ۴۰۰ زیات کسان ووژل شول پارلمان د صدراعظم عادل عبدالمهدي استفعا تایید کړه.
د راپورونو له مخې په پلازمېنه بغداد، موصل او یو شمېر شیعیه... Читать дальше...
د عراق پارلمان د صدراعظم عادل عبدالمهدي استعفا تایید کړه.
د روسیې په لرې ختیځ کې په ترافیکي پېښه کې د یوه بس نولس سپرلۍ وژل شوي دي.
دا پېښه پرون په زابایکالسک Zabaikalsk سیمه کې هغه مهال وشوه چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا موټر چلوونکي د ټایر له چاودلو وروسته د بس اداره له لاسه ورکړه او د یوه پله له پاسه لاندې پر کنګل وهلي کوینګا Kuenga سیند راپرېوت.
یوه سیمه ایز چارواکي اندرې ګورولیف ویلي چې په دې پېښه کې ۱۹کسان مړه شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
دا چارواکی زیاتوي چې د پېښې د قربانیانو جسدونه سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي او د ۱۶کسانو هویت هم تثبیت شوی دی. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net