د خیبر پښتونخوا په بونېر کې د مرمرو په کانونو او کارخانو کې کارکوونکي وايي، حکومت دې یې اړتیاوې پوره کړي او ورته دې سهولیات ورکړي. دوی وايي، په کانونو کې کارکوونکي مزدوران کله نا کله مړه یا ژوبل شي او بیا یې د کورنیو ساتلو څوک نه وي. ویډیويي رپورټ.
په کراچۍ نجونه د موټر سایکلو چلولو زده کړې کوي. دوی وایي، په ښار کې د موټرسایکل سپرلۍ اسانه او ارزانه خو یوازې سړي یې چلوي. نجونه وایي، پر موټرسایکل به کالجونو او پوهنتونو ته ځي او هم به د اړتیا پر وخت د کور نور غړي له یو ځایه بل ته وړي. تفصیل په وېډیو کې
منصور احمد د پیربابا سیمې اوسېدونکی دی چې د سرطان ناروغۍ له وجې ډاکترانو ورڅخه پښه غوڅه کړه. دی وايي، ناروغۍ زښت وځپه. احمد زده کړې هم کوي او رباب خپل "جانان" بولي، وايي، په همدې خپل غم غلطوي. نور په ویډیو کې.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د ډېسېمبر پر ۱۶مه د شمالي وزیرستان د میرلي بازار ځینو هغو سوداګرانو ته د مرستو چېکونه ورکړل چې په ۲۰۱۴ز کال کې د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې یې مالي تاوانونه ګاللي ول. ځینې وزیرستانیانو مشال راډیو ته وویل چې حکومتي پیسې خورا کمې دي ځکه چې د دوکاندارانو تاوانونه ډېر لوړ دي. چارواکي وايي، ټولو سوداګرانو او دوکاندارانو ته مرستې ورکوي. ویډیو وګورئ
افغان پوځیانو په مزارشریف کې د نظام الدین قیصاري د نیولو لپاره دوه شپې عملیات وکړل خو ویې نه شو نیولای.
په هند کې د تابعیت د نوي قانون پر ضد مظاهرو نن هم دوام وکړ.
په پاکستان کې د پولیو ضد واکسین لګولو پنځه ورځنی کمپاین پیل شو.
ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په ارمی پبلیک سکول کې د طالب وسله والو په خونړي برید کې د وژل شویو زدکونکو او استادانو پنځم تلین نن په پښور کې ولمانځل شو. د شهیدانو ماشومانو میندو پلرونو تنظیم خپله غونډه په پېښور ارکایوز تالار کې وکړه.
مهوش طارق چې دوه وروڼه یې په هغه پېښه کې وژل شوي ول له مشال راډيو سره په خبرو کې له حکومته ګیله مندي وښودله او زیاته یې کړه چې له ژونده ناامېده شوي دي. دوی غوښتنه کوله چې د ۱۶م ډېسېمبر پېښې عدالتي کمېشن راپور دې په ډاګه کړل شي.
عظمت علي شاه یې ویډیو راپور کښلی.
په ختیځ کې د ثبات او همپالنې ټاکینزې ډلې ملاتړو خبرداری ورکړ که په ولسمشریزو ټاکنو د درغلۍ په مټ هر څوک بریالی اعلان شي نو دوی ته به د منلو وړ نه وي.
په ننګرهار کې د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټيم ختیځوالو غړو نن په یوه غونډه کې پر ټاکنو کمېسیون غږ وکړ چې پاکې رأیې دې له ناپاکو بېلې او په دې برخه کې دې قانون پلی کړي.
دې غونډې کې د ولسي جرګې پخواني مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر وویل چې مونږ خپل سرنوشت او اینده په تقلب کې نه غواړو او نه یې منو او په خبره یې چې غیر بایومټریک رأیې دې نه منل کېږي.
دی وایي... Читать дальше...
رویټرز خبري اژانس لیکي، د نرېندر مودي پر حکومت د خلکو غوسه له هغه وروسته لا زیاته شوې چې د ډېسېمبر پر ۱۵مه پولیسو په نوي ډیلي کې پر یوه پوهنتون چاپه ووهله.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د افغان سناتور احمد یوسف نورستانی په اړه چې ، د امریکا لخوا مجرم ګڼل شوی وایي، جرم شخصي عمل دی.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان نن په پېښور کې د ګوزڼ ضد درې ورځني کمپاین پرانسته وکړه چې پکې د غونډې صوبې نېږدې اوو شپېتو لکو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي.
د کنړ ولایت د کرنې او مالدارۍ رئيس وايي، هڅه کوي افغانستان ته د پاکستانیو مالټو، نارنجانو او لیمو د وارداتو مخه ونیسي.
نور جزئیات د روح الله انوري په راپور کې:
دغه نندارتون ډي ان اې سوداګریزې مجلې په نوښت جوړ کړی دی.
د دې نندارتون جوړونکي غواړي چې افغاني برنډونه نړیوالو ته ور وپېژني.
نور جزئیات په راپور کې:
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د دې جرګې د یوه بل استازي عارف رحماني د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښيي او وايي، نوموړی باید له خلکو بښنه وغواړي.
د دې اونۍ په خپرونه کې د افغانستان د کریکټ په لوبډله کې په وروستیو بدلونونو او رامنځته شویو جنجالونو خبرې کوو.
د ویسټ انډیز او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنۍ لوبو په لړ کې تېره ورځ ویسټ انډیز هندي لوبډلې ته په اته ویکټو ماتې ورکړه.
د دې سیالۍ پچه یا ټاس ویسټ انډیز وګاټه او هندي لوبډلې ته یې د توپوهني بلنه ورکړه.
هندوستان په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته د ۲۸۹ منډو هدف وټاکه.
ویسټ انډیز د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف د لوبي په 48 ام اور کې پوره کړ او په دې سره یې هند ته په ۸ ویکټو ماته ورکړه.
د ویسټ انډيز او هندوستان کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ یو ورځنیو... Читать дальше...
د افغانستان د موی ټای لوبغاړي د اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون په هدف متحده عربي اماراتو ته لاړل.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې په دې سیالیو کې د ۳۵ اسیايي هېوادونو نږدې درې سوه لوبغاړي برخه اخلي.
د دغه ریاست مسولین وايي چې اوه افغان لوبغاړي چې نجونې هم په کې شته په دې سیالیو کې برخه اخلي.
یادې سیالۍ نن د متحده عربي اماراتو په کوربه توب په ابوظبۍ ښار کې پیل شوې او د روانې میلادي میاشتې تر ۲۲ مې نېټې دوام کوي.
د افغانستان د پوهنتونونو د ورزشي فدراسیون د پهلوانۍ لوبډله، د نړېوالو لوبو لپاره قزاقستان ته ولاړه.
په دغه سیالیو د دوه افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو 68 نور لوبغاړي هم برخه لري.
د افغانستان د بدني روزنې مرستیال قاسم حمیدي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د پهلوانۍ دغه سیالۍ به سبا په قزاقستان کې پیل شي او د روانې میلادي میاشتې تر ۲۴ مې نېټې به دوام وکړي.
د افغانستان په اوه ولایتونو کې چې پرون په کې د رایو بیا شمېرنه او څېړنه پیل شوې، په درې کې یې دا بهیر بشپړ شوی دی.
پنجشېر، سرپل او جوزجان د افغانستان له هغو اوه ولایتونو څخه دي چې د رایو بیا شمېرنه او څېړنه په کې تېره ورځ بشپړه شوه.
تخار، فاریاب، بدخشان او بغلان کې بیا د دغه هېواد د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وینا، دا بهیر له کومې ستونزې پرته روان دی.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ريیس حبیب الرحمان ننګ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې له خپلو ټولو سرچینو په... Читать дальше...
ټاکل شوې د ټاپې پروژې اړوند څلور هوکړه لیکونو لاس لیک شي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر متفي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه هوکړه لیکونه د ځمکو د استملاک، له استملاک څخه استفاده او د ګازو د ټرانسپورټ په برخو کې دي.
د ښاغلي متفي په خبره، د ټاپې پروژې په اړه یو شمېر نړېوالو کمپنیو د پانګونې په برخه کې علاقمندي هم ښودلې ده.
هغه وايي: :"یو شمېر نړېوال ډونران په دې برخه کې علاقمنده شوې او د اسیا پراختیایي بانک هم ددې پروژې تمویل برخه کې شین څراغ ښودلی او دغه ملاتړې به په منظم... Читать дальше...
د افغانستان او المان ترمنځ د پانګونې ګډه خونه پرانېستل شوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، دغه خونه د دواړو هېوادونو د یو شمېر سوداګرو لخوا د ښو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف پرانستل شوې.
د ښاغلي نوید په خبره، افغانستان له هندوستان، ایران، ترکیه او یو شمېر نورو د منځنیو اسیا هېوادونو سره ګډې سوداګریزې خونې لري.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند ددغه ډول خونو پرانېسته د سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې اغیزمن ګام بولي.
په کونړ کې د ډیورنډ کرښې سره پراته ولسونه وايي، پاکستانیو ځواکونو د غځول شوي اغزن تار څخه دېخوا پرسونل ضد ماینونه ځای په ځای کړي دي.
په پېښور ارمي پپلک سکول باندې د ۲۰۱۴م کال ډېسېمبر پر ۱۶ مه نېټه ترهګر بريد شوی وو چې پکې ۱۴۴ زده کوونکي او د سکول کارکوونکي وژل شوي ول. په دوی کې د محمد نواز زوی حارث نواز هم وو. د مشال راډیو خبريال عبدالحی کاکړ د حارث نواز او د هغه د زخمي شوي ورور احمد نواز کیسه دراوروي.
د کابل چاپ ورځپاڼو د په مزار شریف ښار کې د نظام الدین قیصاري د نیولو پر عملیاتو او ټاکنیزو مسایلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
د نړۍ زياتو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شمېر پر کمېدو ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
د ملګروملتونو په نوښت د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د اقلیم په اړه له دوو اونیو راهیسې پیل شوې خبرې نن بې کومې نتیجې پای ته ورسېدې او په نړیوالو بازارونو کې د کاربن د پلور او پېر د اصولو د څرنګوالي په اړه مهمه پرېکړه ۲۰۲۰ میلادي کال ته پاتې شوه.
د نړۍ د نژدې ۲۰۰ هېوادونو پلاوو په دې نړیواله غونډه کې چې د خبرو په پایله کې یې د نړۍ هېوادونو د ځمکې د تودوخې په اړه په ډېرې سختۍ سره موافقه وکړه ګډون کړی و.
خو د هغه څه په اړه موافقې ته ونه رسېدل چې ساینسپوهان یې د بېړني حالت پر وړاندې د مقابلې لپاره مهم بولي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Андрей Мидловец выиграл якутский финал на первенстве России
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
WTA озвучила Елене Рыбакиной условия для становления второй ракеткой мира
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
АО «Транснефть – Прикамье» провело свыше 3 тыс. экологических исследований в I квартале 2024 года
Путин в России и мире
Москва
Эксперт: корректировка порогов крупного и особо крупного ущерба по экономическим статьям оправдана и своевременна
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Блогер Алена Водонаева заявила, что Тимати нужно похудеть
Москва
Петербург планирует перенести опыт выставки "Россия" на региональный уровень
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net