ازادي ستوډيو - د نړۍ مهم خبرونه
طالبانو د سولې د ولسي حرکت ۲۷ غړي راخوشي کړل. په ترکیه کې د یوې بیړۍ د غرقېدو په پېښه کې اووه پناه غوښتونکي مړه شوي دي. د اسرايل هوايي ځواک نن په غزه تړانګه کې حملې وکړې. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
طالبانو د سولې د ولسي حرکت ۲۷ غړي راخوشي کړل. په ترکیه کې د یوې بیړۍ د غرقېدو په پېښه کې اووه پناه غوښتونکي مړه شوي دي. د اسرايل هوايي ځواک نن په غزه تړانګه کې حملې وکړې. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
په کراچۍ کې ځينو خلکو د لمر تندر په وخت خپل ناروغان په شګو کې ښخ کړي وو. دوی عقيده لري چې دې سره به ښه شي. نور حال یې په دې ويډيو کې وګورئ. راپور او ايډيټ: بشير ګواښ ويډيو: رويټرز
د افغانستان د سولې ملي حرکت بنسټ په خوست کې د یوې ناستې له لارې د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې له جنګه لاس واخلي او شته اختلافونهدې د خپلمنځي خبرو اترو له لارې حل کړي.
ملګرو ملتونو د نوبېل امن جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ د تېرې لسيزې تر ټولو کم عمره مشهوره نجلۍ ګرځولې. د ملالې پلار او مدني فعال ضياالدين يوسفزی وايي د ملګرو ملتونو پر دغه ګام ډېر خوشاله دی. نوموړی وايي ملالې ته دغه اعزاز ځکه ورکړل شوی، هغې دا تاثر ختم کړ چې ماشومان د خپلو حقونو لپاره مبارزه نشي کولای او دوهمه دا چې هغې د نجونو د تعليم او حقونو لپاره مبارزه کړې ده. له ضياالدين يوسفزي سره زموږ همکار اسرار عالم مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې په دې تېره لسيزه کې ملالې يوسفزۍ د افغانستان پر حالاتو،... Читать дальше...
د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله وایي، هېڅکله به پرېنږدي چې بیا د درغلیو پر بنسټ حکومت رامنځته شي.
د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست ګډه اعلامیه وايي چې برمته نیوونکو د حاجی نصیراحمد د خوشي کولو لپاره چې د تېرې شنبي په ورځ یی کابل کې تښتولی وو، درې میلیونه امریکایی ډالر غوښتي وو. په اعلامیه کې ویل شوي چې د تښتوونکو دغه پنځه کسیزه ډله نن د کابل په څلورمه حوزه کې نیول شوې. حاجی نصیر احمد چې د سیم او کیبلونو لپاره د همکار په نامه د یوې کمپنۍ مشر دی، خپلی کورنۍ ته سپارل شوی دی.
د پښتو ژبې له بوه وتلي مزاحیه شاعر بخت زاده دانش سره د هغه پر ژوند او فن د مشال راډیو خبریال نیاز احمد خان خبرې کړې. په دې ویډیو مرکه کې یې وګورئ.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح وروستيو څرګندونو ته چې ددې کمېسیون یو کمېشنر یې د یو ټیم په پلوۍ تورن کړی ویلی، که اسناد لري اړوند ادارو ته دې وسپاري.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي، ددوی د ولایتي دفترونو مسئولانو نن (جدي ۵مه) د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په تړاو د ثبتو شویو شکایتونو ارزول پیل کړل.
ناکامورا اېن اېچ کې ټېلېوېژن ته وویل، د ډاکتر په توګه "تر دې ښه نور هېڅ نه دي چې ناروغ جوړ کړې او کور ته یې واستوې" او شاړې ځمکې بیا ابادې کړې.
د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، دراتلونکي اوونۍ د یکشنبې په ورځ به له هغو کسانو سره چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره یې اقدامات نه دي کړي، قانوني چلند وشي.
د کابل ښاروالۍ شاوخوا یو کال وړاندې کابل ښار ته د ملي بسونو د راتلو په هیله په سرکونو رنګ او تمځایونه جوړ کړل خو د کال په تېرېدو لا هم ملي بسونه نشته. دا چې یو کال وروسته اوس دغه تمځایونه په څه حال کې دې؟ د ازادي راډیو خبریالې هیلۍ اسد پرې ویډیويي راپور جوړ کړی.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په شمالي ولایت بلخ کې د پوځ پر یوې اډې د دولت مخالفو وسله والو په برید کې لږ ترلږه ۶ سرتېري وژل شوي دي. د چارواکو په وینا لومړی موټربم برید شوی او ورپسې برید دغه پوځي مرکز ته ننوتي دي. دفاع وزارت ویلي چې په دې برید کې درې عسکر ټپیان شوي دي. د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ویلي چې په اډه کې جګړې څو ساعته دوام وکړ او برید په شا تمبول شوي. طالبانو د برید مسئولیت منلی او په خاص بلخ ولسوالۍ کې یې دولتي ځواکونو ته یې د درانه تلفاتو اړولو خبره کړې ده.
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د سولې د ولسي حرکت د غړیو د نیولو په اړه لیکنه خپره کړې ده.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي، سره له ننه د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه شکایتونه په بېلابېلو کټګوریو وېشي.
نن د پنجشنې ورځې سهار مهال د خوست ښار مجاهد څلور لارې ته څېرمه بمي چاودنه شوې چې پنځه ولسي وګړي په کې ټپيان شوي دي. د خوست د امنيه قوماندانۍ وياند حيدر عادل د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل، له دې سيمې د دولتي امنيتي ځواکونو کاروان د تېرېدو په حال کې وو،چې د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه. عيني شاهدان هم دا خبره تائید کړې ده. تر اوسه چا ددې چاودنې مسئولیت نه دی منلی. په دې ځاى کې مخکې هم څو ځلې پر امنيتي کسانو او پوځي کاروانونو ورته چاودنې شوې دي.
د ترکیې په ختیځ سواحلو کې نن د یوې کشتۍ د ډوبیدو په پيښه کې د افغانانو په ګډون اوه کډوال مړه شوي دي. د ترکیې حکومت په یوه بیان کې وویل چې دا پیښه د ترکیې د بیتلس ولایت ختیځ په وان خلیج کې شوې. په بیان کې ویل شوي چې په دغه کشتۍ کې د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش ۷۱ غیرقانوني کډوال سپاره چې اوه یې مړه شوي او نور یې ژغورل شوي دي. په بیان کې په دې اړه چې د قربانیانو څو یې افغانان دي نورجزیات نه دي ورکړل شوي. رویترز د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې راپور ورکړی چې تېر ۲۰۱۸ کال ۲۶۸ زره غیرقانوني کډوال په ترکیه کې نیول شوي دي.
د هند استخباراتي اداره وايي، داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې په افغانستان کې د دغه هېواد پر ډیپلوماتیکو مرکزونو د بمي حملې دسیسه جوړه شوې ده. په دې راپورونو کې همداراز ادعا شوې چې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای ایس ای) په افغانستان کې له لشکر طیبه او داعش یا اسلامي دولت ډلې څخه غوښتي چې د هند پر دیپلوملاتیکو مرکزونو بمي حمله وکړي. هند وايي یو شمېر هندیان چې د کرالا ایالت دي، په افغانستان کې د داعش په لیکو کې جنګېږي. په وروستیو کې د ننګرهار چارواکو هم تایید کړه چې د داعش په شاوخوا ۷۰۰ تسلیم شویو غړیو کې د هند د کرالا اوسېدونکي شامل دي. Читать дальше...
د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي وايي چې د زعفرانو تولید د تېر کال په پرتله په سلو کې ۲۲ زیات شوی دی. په وروستیو ورځو کې د افغانستان زعفرانو د کیفیت له نظره په نړۍ کې یو وار بیا لومړی مقام خپل کړ. د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، تېر کال د افغانستان د زعفرانو حاصل ۱۶ ټنه و خو سږ کال ۲۰ ټنو ته رسېږي. ډېر زعفران د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې کرل کېږي خو سږ کال په بلخ، فاریاب او کندهار کې هم زعفرانو ښه حاصل ورکړی دی. چارواکي هیله لري زعفران چې په نړۍ کې یې بیه لوړه ده، افغانستان کې د کوکنارو ځای ونیسي.
د افغانستان د شمال ختیځ تخار ولایت چارواکي وايي، د تاجکستان د سرحدي ځواکونو په ډزو د درقد ولسوالي درې اوسېدونکي وژل شوي دي. د تخار د والي ویندوی محمدجواد هجري ازادي راډیو ته وویل، تاجکستاني سرتېرو پرون ماسپښین ناوخته د درقد ولسوالي پر طاهریان سیمه ډزې وکړې چې پر وژل شویو سربېره دوه نور کسان ټپيان شوي هم دي. ښاغلي هجري وویل، د طاهریان سیمه د طالبانو په کنټرول کې ده او له همدې کبله په دې اړه څه نه شي ویلی چې تاجکستاني ځواکونو ولې پر دې سیمه ډزې کړي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون چهارشنبه (ډسمبر ۲۵مه) د تونس له ولسمشر قیس سعید سره د لیبیا د کړکېچ په اړه خبرې وکړې. اردوغان له ښاغلي سعید سره له کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، په لیبیا کې اوربند ته د رسېدو او د سیاسي پروسې د بیا پیلولو پر لارو چارو یې خبرې وکړې. دواړو ولسمشرانو په داسې حال کې وکتل چې د ترکیې پارلمان د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د طرابلس له حکومت سره چې ملګري ملتونه یې د لیبیا د مشروع حکومت په توګه په رسمیت پېژني، د امنیتي او پوځي همکاریو تړون تصویب کړ. د لیبیا... Читать дальше...
سعودي عربستان وايي، امنیتي ځواکونو یې پرون چهارشنبه (ډسمبر ۲۵مه) د هېواد په ختیځ کې دوه "ترهګر" ووژل. د سعودي عربستان دولتي تلویزیون الاخباریه د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه ونه ویل، خو یادونه یې وکړه چې دا کسان تر تعقیب لاندې وو او په دمام ښار کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول. د دمام اکثره خلک سُني مذهبه دي.
د سولې د ولسي حرکت غړي او د فراه ولایتي چارواکي وايي چې طالبانو لا هم د سولې د ولسي حرکت غړي نه دي خوشي کړي. د سولې د ولسي حرکت غړي پرون له هرات څخه فراه ته په لاره وو چې په بالابلوک ولسوالۍ کې طالبانو یرغمل کړل. د دې حرکت ویندوی بسم الله وطندوست پرون ازادي راډیو ته وویل، نه پوهېږي چې طالبانو ولې د دوی ۲۷ غړي برمته کړي او چیرې یې بیولي دي. خو د فراه د والي مرستیال مسعود بختور ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان ګلستان ولسوالي ته بېول شوي او د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي. د سولې د ولسي حرکت غړي... Читать дальше...
وروسته له هغه چې یو رېل ګاډی د روسیې له اصلي خاورې غصب شوې کریمیا ته پر لانجمن پله تېر شو، اوکراین یې اړه جنايي تحقیقات پیل کړل. روسي رېل ګاډی چې په ګرانډ سرویس ایکسپریس خصوصي کمپنۍ پورې تړاو لري، د سې شنبې په ورځ له سن پیټرزبورګ څخه روان شو او پرون (چهارشنبه) د کریمیا سواستوپول ته ورسېد. دا د سپرلیو لومړنی رېل ګاډی دی چې د روسیې له لوري په دې جوړ شوي پله تېرېږي. اوکراین، امریکا او اروپايي اتحادیې د روسیې له لوري د دغه پله جوړول غندلي او هغه یې د اوکراین د مځکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې ده. د... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.