د ماشومانو د حقونو تصویب شوي قانون پر سر ولسي جرګه کې اعتراضونه
د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون چې د تېرې دوشنبې په ورځ د ولسی جرګې لخوا تصویب شو، د دغې جرګې د یوشمير غړیو له خوا یو ځل بیا ستونزمن وګڼل شو.
د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون چې د تېرې دوشنبې په ورځ د ولسی جرګې لخوا تصویب شو، د دغې جرګې د یوشمير غړیو له خوا یو ځل بیا ستونزمن وګڼل شو.
د افغانستان امنیتي چارواکي وايي، د کابل په شمال کې د پروان ولایت د بګرام هوایي ډګر کې ته څېرمه د نن سهار په موټر بمب برید کې یوه ښځه وژل شوې او تر ۹۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.
نن بګرام هوايي ډګر ته نیږدې په چاودنه کې یوه ښځه ووژل شوه او تر اتیا کسانو نور ټپيان شول. د پاکستان یوې محکمې نن حافظ سعید د تروریستي فعالیتونو په تمویل تورن کړ. د تیتسو ناکامورا مړی په جاپان کې خاورو ته وسپارل شو. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.
د ډېسېمبر پر ۱۱مه، د پېښور د خبریالانو په مرکز کې یوه ناحکومتي سازمان د هندي فلمونو د نومیالي ستوري دلیپ کمار د زوکړې ورځ ولمانځله. د کلتوري میراث شورا (کلچرل هیریټېج کونسل) په نوم سازمان وايي، ۹۷ دلیپ کمار په پېښور کې زېږېدلی وو او د کلیزې لمانځلو موخه یې د پاکستان او هند ترمنځ کلتوري پیوستون دی. دوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې د دلیپ کمار او بل ادکار راج کپور کورونه کلتوري میراث وګرځوي. ویډیو وګورئ.
محمد عدنان غواړي چې ښوونځي ته ولاړ شي او یوه ورځ ډاکتر شي. خو د کورنۍ خراب اقتصادي حالت له وجې د پېښور په شعبې بازار کې مستریتوب زده کوي. په همدې بازار کې د دوستي وېلفېیر ارګنایزېشن په نوم یوې خیریه ټولنې د ماشومانو لپاره سکول جوړ کړی دی چې عدنان هم ورځي. نور په ویډیو کې.
په سوات کې د دسمبر په يوولسمه د غرونو نړیوالې ورځ په مناسب سره د ښوونځیو زده کوونکو د صفايي لړۍ پېل کړه. په دې اړه ویډیويي راپور وګورئ.
د افغانستان کرکټ بورډ اصغر افغان یو ځل بیا د کرکټ ملي لوبډلې کپتان ټاکلی، خو دغې پرېکړې ځینې مخالفتونه هم راپارولي دي.
د افغانستان طبی شورا وايي، په تېر یوه کال کې د سرطان د ناروغۍ له امله په ټول هېواد کې څه باندې ۱۳ زره کسان مړه شوي دي.
په هند کې د تابعیت د تعدیل یوې نوې لانجمنې لایحې د دې هېواد په یوشمېر سیمو کې اعتراضونه راپارولي، خو له مسلمانانو پرته یوشمېر مذهبي کډوال پرې ډېر خوښ دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، اصغر افغان یو ځل بیا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو. نوموړی به په درېیو واړو فارمټونو (ټیسټ، شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو) کې د افغانستان د لوبډلې مشري کوي. د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس فرهان یوسفزي نن په کابل کې په یوې خبرې ناستې کې وویل، دغه پرېکړه د کرکټ لوبې د پیاوړتیا په هدف شوې ده. پخوانی کپتان راشد خان به تر دې وروسته د اصغر افغان مرستیال وي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان د بشري حقونو وضعيت ددې هېواد بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان مرستيال مشر حبيب طاهر اېډوکېټ، په پېښور کې د مدني ټولنې سازمانونو شبکې پښتونخوا سول سوسايټي نېټ ورک مشر تيمور کمال او د بشري حقونو لپاره د پاکستان د قامي اسمبلۍ کمېټۍ کې د واکمن تحريک انصاف ګوند غړي سيف الرحمن سره څېړل شوي دي.
د افغانستان د برښنا شرکت وايي، دغه سکتور په ۱۳۹۸ لمریز کال کې له شاوخوا ۳۵۰ ناوړو امنیتي پېښو سره مخ شوی چې کابو ۹ میلیارده افغانۍ زیان یې اړولی دی. ددغه شرکت ریيس امان الله غالب د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ۳۴ ولایتو د برشنا ریيسانو په غونډه کې وویل، په دغو زیانونو کې د مخالفینو له خوا د برښنا مزو پرې کېدل، د ستنو ویجاړېدل او د برښنا د سیستم ګډوډول شامل دي. نوموړي دا هم وویل، د برښنا شرکت ولایتي رییسان به په دغه درې ورځنۍ غونډه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي، څو د دوې د... Читать дальше...
د افغانستان د خوست چارواکي وايي،چې د ملي امنیت ځواکونو د یاد ولایت مرکز اړوند سیمه کې د درنو وسلو یو زیرمتون کشف او له هغه څخه يې سلګونه فیره مرمۍ لاسته ورغلي دي.
د پاکستان یوې محکمې نن پرېکړه وکړه چې پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري په ضمانت له زندانه خوشي کړي، ترڅو خپله درملنه د هېواد دننه په هر روغتون کې چې غواړي، وکړي. زرداري د پاکستان د پخوانۍ وژل شوې صدراعظمې بېنظر بوټو میړه دی چې د جون په میاشت کې د پاکستان د فساد ضد کمیټې له لورې د میلیونونو ډالرو سپینولو په تور بندي شو. تمه ده چې دی نن ناوخته له زندانه خوشي شي.
د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تر پرونۍ کتنې وروسته سپینې ماڼۍ څرګنده کړه چې ښاغلي ټرمپ ښاغلي لاوروف ته خبرداری ورکړ چې په هېڅ ډول د امریکا په انتخاباتو کې مداخله ونه کړي. ښاغلي ټرمپ په ورته وخت کې مسکو وهڅاوه چې د اوکراین شخړې حل کړي. ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې دی په نړیواله کچه د وسلو د اغېزناک کنټرول ملاتړ کوي چې په هغه کې یوازې روسیه شامله نه وي، چین هم پکې وي. د امریکا ولسمشر همداراز له روسیې وغوښتل چې ایران د اټمي وسلو له جوړولو وګرځوي او شمالي کوریا له اټمي وسلو خالي کړي. Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند میرزا محمد حق پرست وايي، ددغه کمېسیون دارلانشا د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو راپور د کمېشنرانو بورډ ته سپارلی دی. ښاغلي حق پرست ازادي راډیو ته وویل، کمېشنران ددغه راپور په ارزولو لګیا دي. هغه زیاته کړه: "په راپور باندې د کمېسیون رهبري کار کوي خبرې ورباندې روانې دي. که چېرې ستره ستونزه په راپور کې نه وه، د نن ورځې تر ماښامه به د کمېسیون رهبري د پایلو د اعلان په اړه پرېکړه کوي." خو د ټاکنو کمېسیون غړی مولانا محمد عبدالله بیا وايي، د ۲۴ زرو محلونو قسمي پایلې به ډېر ژر اعلان شي. Читать дальше...
د خبریالانو د ساتنې نړیوالې کمېټې ویلي چې روان کال کې چین تر بل هر هېواد ډېر خبریالان زنداني کړي دي. د دې کمیټې په کلني راپور کې راغلې چې په چین کې سږکال لږ تر لږه ۴۸ خبریالان بندیان شوي دي. د خبریالانو د ساتنې نړیواله کمېټه څرګندوي چې په ټوله نړۍ کې په ۲۰۱۹ کال کې لږ ترلږه ۲۵۰ خبریالان بندیان شوي او تېرکال دا شمیر ۲۵۵ ته رسېده. له چین څخه وروسته ترکیه دوهم هېواد دی چې سږ کال یې ۴۷ خبریالان بندیان کړي خو تېرکال په ترکیه کې ۶۸ ژورنالیستان بندیان شوي وو. تر ترکیې وروسته په سعودي عربستان کې ۲۶... Читать дальше...
د پاکستان ترهګرۍ ضد عدالت د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد د ترهګرو پر تمويولو تورن کړی دی. پر نوموړي د ۲۰۰۸م زکال د ممبۍ د حملو پلانولو تور دی چې دی ورڅخه انکار کوي.
په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوه عدالت د جماعت الدعوه مشر او د هغه څلور ملګري د ترهګرو لپاره د پېسو برابرولو په مقدمه کې په رسمي توګه تورن کړي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مسئولان وايي، د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ په خبرو کې تر دې دمه په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند هوکړه نه ده شوې.
د خېبر پښتونخوا د وکیلانو هړتال د ډېسېمبر پر ۱۱مه هم دوام لري. دوی وايي، که حکومت په فوجدارۍ او دیواني قوانینو کې شوې نوې بدلونونه واپس وانخلي، له درو ورځو راهیسې روان کاربندیز به تر نامعلومې مودې وغځوي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان پيپلز پارټي شريک مشر بلاول بوټو زرداري له زندانه د هغه د پلار خوشي کېدلو لپاره د ضمانت منظورېدو هرکلی کړی دی.
د افغانستان پروان ولايت په باګرام کې د امريکايي ځواکونو د مېدان سره نيزدي يو ځانمرګي بريد کې يو کس وژل شوی او ۸۰ زخميان شوي دي.
د غزني ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په دې ولایت پانګهونه او سوداګري په ټپه ولاړه ده. د دې خونې ريیس عبدالمتین قلندرزي ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په دې وروستیو کې د دې ولایت امنیتي وضعیت یو څه ښه شوی دی، خو د ټاکنیزو جنجالونو او د سولې د پېچلو خبرو له کبله، په دې ولایت کې کار روزګار، سوداګري او پانګهونه نسبت تېر وخت ته خرابه شوې ده. دی زیاتوي، په دې وخت کې ان دولتي پروژې درېدلي او په غزني د بهرنیو ملاتړ کوونکو موسساتو د غړیو شمېر او فعالیت پیکه شوی دی. ښاغلی قلندرزی وايي، د غزني... Читать дальше...
د افغانستان د متشبثینو بورډ ريیس وايي، اوسمهال ۸ لویې دولتي فابریکه غیر فعاله دي، خو حکومت ورته پام نه کوي. رحم الدین حاجي اغا ازادي راډیو ته وویل، دا کارخووني د کابل، هرات او بغلان په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دي. هغه وايي: "حکومت څو ځل وویل چې دا فابریکې باید په خصوصي سکټور وپلوري، دا ټولې اته لویې فابریکې دي چې فعالیت نه لري. " دی وايي، که چېرې دا فابریکې فعالې شي، نه یوازې دا چې افغانستان به د تولید په برخه کې ښه پرمختګ ولري، بلکې نږدې ۲ سوه زره کسانو ته به هم د کار زمینه برابره شي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.