سوات کې منزلونه ډرامه وړاندې شوه
د سوات په ودوديه هال کې د ګرځنده تهيټر تر سوري لاندې د منزلونو په نوم د پښتو سټيج ډرامه وړاندې شوه چې ورته د کالج په سلګونو زده کوونکي ناست وو. په دې اړه د نياز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سوات په ودوديه هال کې د ګرځنده تهيټر تر سوري لاندې د منزلونو په نوم د پښتو سټيج ډرامه وړاندې شوه چې ورته د کالج په سلګونو زده کوونکي ناست وو. په دې اړه د نياز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان په جلال اباد ښار کې د وژل شوي جاپاني الاصل افغان خيريه کارکوونکي ډاکټر تیڅوناکامورا مړی نن [د ډېسېمبر پر اوومه] په کابل کې تر سرکاري اعزاز وروسته د هغه کورنۍ ته وسپارل شو. د ٧٣ کلن ناکامورا هغه کارونه چې د اوبو د مديريت، کرنې او د اوبولګولو په برخه کې کړي، د پام وړ ګڼل کېږي. احمد شاه اعظمي په دې اړه ويډيويي راپور لري.
د ننګرهار د کامې ولسوالۍ ځينو اوسېدونکو او مخورو ولایتي چارواکي د ډاکتر ناکامورا د امنیت په ساتنه کې په ناغېړۍ تورن کړل.
د چاپاني الاصله افغان مرسته رسونکي ټیټسو ناکامورا مړی چاپان ته ولېږدول شو.
د غزني ولایت یو شمېر اوسېدنکي په دغه ولایت کې د خرابو سړکونو له حالت څخه شکایک کوي.
د پېښور قیصه خوانۍ یو له هغو پخوانیو تاریخي بازارونو ده چې له کالونو راهيسې د دې سیمې د اوسېدونکو لوی تاریخي او کلتوري مرکز و. دا چې دا بازار ولې مشهور شوی او څه تاريخي ارزښت لري؟ په دې اړه د شبیر احمد خان ویډیويي راپور وګورئ.
په ننګرهار کې له څه باندې ۶زره بېځایه شویو کډوالو کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل شوه.
په افغانستان کې د امن لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د قطر په پلازمينه دوحه کې بیا پیل شوې دي.
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند یوې څانګې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه.
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۶مې اونۍ په لوبو کي نن مازدیګر ریال ماډریډ د اسپانیول سره او بارسلونا بیا نن شپه د مایورکا فوټبال لوبډلي سره لوبیږي. د ریال ماډریډ او اسپانیول فوټبال ټیمونو ترمنځ ننۍ لوبه د افغانستان په وخت مازدیګر ۴:۳۰ بجې د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو کي ترسره کیږي. بارسلونا او مایورکا فوټبال لوبډلي بیا نن شپه ۱۲:۳۰ بجې د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کي یو د بل په وړاندي میدان ته کښته کیږي. بارسلونا د جدول په لومړي، ریال ماډریډ په دوهم، سویا په درېیم، ریال سوسیداد... Читать дальше...
د خراسان د فوټبال لوبډله د افغانستان د شمال زون د اتلانو د لیګ اتله شوه. د افغانستان د فوټبال فدارسیون د لوبو مسوول حلیم شیرزاد نن ازادي راډيو ته وویل، دغه لوبې د جوزجان په ولایت کې د سمنګان، فاریاب، بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو د اتلو لوبډولو ترمنځ په پیل شوې وې، چې د فاریاب ولایت د خراسان لوبډلې پرته له کومې ماتې د ۱۲ امتیازو په ترلاسه کوولو سره ددې لیک اتلولۍ خپله کړه. د ښاغلي شیزاد په خبره د اتلانو لیک دوهم پړاو لوبې د عقرب میاشتې په ۲۱ نېټه د کابل په ګډون په اوه زونونو کې پیل شوې وې. ... Читать дальше...
د غلام حیدر جیلانی د والیبال لوبډلې د کام ایر لوبډلې پر وړاندې دوه د صفرپه وړاندې بریا خپله کړه. د افغانستان د بدني روزنې ریاست د مطبوعاتو برخې غړي مجیب الرحمن قاري زاده نن ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د والیبال د منتخبو لوبډلو او کلبونو په لوبو کې چې اوونۍ مخکې پیل شوې وې د غلام حیدر جیلاني د والیبال لوبډلې نن په نیمه پایلوبه کې د کام ایر لوبډلې ته ماته ورکړه او پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه. د ښاغلي قاری زاده په خبره، دغه سیالۍ، د روانې لمریزې میاشتې په اومه نېټه د ننګرهار، بلخ، دایکندي،... Читать дальше...
پاکستاني ټرانسپورټرانو په چمن پوله د پاکستان غاړې ته خپل کانټینرونه د احتجاج په توګه درولي دي.
افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو تر منځ د بشري حقوقو په اړه خبرې نه کول دوی ته د اندېښنې وړ موضوع ده.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، هڅې یې پیل کړی، څو افغان هوايی شرکتونه له تورلیست نه و ایستل شي.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې اپوزشن ګوندونه وايي، د پارليماني چارو پرمخ وړلو په وړاندې لوی خنډ واکمن تحریک انصاف ګوند دی.
د افغانستان ولسمشر د خيريه کارکوونکي، ډاکټر ټيټسو ناکامورا له لور او مېرمنې سره په کتنه کې د هغه مړينه يوه غميزه بللې ده.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې نوې پروسه پیل شوې.
د میدان وردګو ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په دې ولایت کې په کتاریي ډول د غنمو کښت کولای شي د غنمو حاصلات له ۲۰ څخه تر۳۰ فیصدو پورې زیات کړي. د دې ولایت د کرنې رئيس ولید احمد تسل نن ازادي راډيو ته وویل، د غنمو د کتاري ډوله کښت لپاره په څو ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰ نمایشي قطعې هم ویشل شوې دي. هغه زیاتوي: "مونږ په هر ولسوالۍ کې په یو جریب ځمکه کې د غنمو کتاري ډوله کښت کوو، او ددې کتاري ډوله کښت ټولې لارښونې بزګرانو ته هم ورښايو ترڅو دوي یې هم په خپلو ځمکو کې وکاروي، بیا موږ د کال په ورستیو کې... Читать дальше...
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د پانګونې د جواز ورکړې په بهیر کې د تېر کال په پرتله دو برابره زیاتوالی راغلی. د دې وزارت د رسنیو برخې مسوول جواد دبیر نن ازادي راډيو ته وویل، تېر کال شاوخوا ۶ زره د پانګونې جوازونه ویشل شوي وه چې، دغه شمېر سږکال شاوخوا ۱۲ زرو ته پورته شوی. هغه زیاتوي: "د جواز ورکړې او اخیستنې پروسه په چټکۍ سره پر مخ روانه ده، له نیکه مرغه د جواز د ورکړې پروسه هم د قیمت له اړخه او هم د طی مراحلو له اړخه اسانه شوې او پانګه وال کولای شي په اسانۍ سره جواز تر لاسه کړي." ... Читать дальше...
تمه ده چې نن د ( پي ایم ایس) جاپانۍ خیریه مووسې د مشر تیستو ناکامورا جسد خپل هیواد ته انتقال شي. د ناکامورا میرمن او لور د همدې لپاره کابل ته راغلې دي. دوی تیره شپه له ولسمشر اشرف غني او د افغانستان له لومړۍ میرمن رولا غني سره په ارګ کې وکتل. د جمهوري ریاست د خبرپاڼې له مخې جمهوررییس غني ویلي دي چې د ناکامورا د مړي ویر به د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې وشي. افغان ولسمشر زیاته کړه چې په ننګرهار او کونړ کې به د ناکامورا پروژې د ده په نوم شي. ناپیژانده وسله والو د تیرې چهارشنبې په ورځ په جلال... Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نړیوال بانک څخه غوښتې دي چې چین ته د پور له ورکولو ډډه وکړي. یوه ورځ مخکې تر دې نړیوال بانک موافقه وکړه چې چین ته له یوه تر یو نیم میلیارډه ډالرو پورې پور په لږ ګټې هر کال د دوه زره پنځه ویشتم کال تر جون میاشتې پورې ورکړي. ولسمشر ټرمپ پرون پر ټویټر ولیکل، ولې نړیوال بانک چین ته پور ورکوي، چین په خپله ډیرې پیسې لري او پیسې پیدا کولی شي، نو پر دې قرض ورکولو باید لاس ونیسي. نړیوال بانک ویلي دي چې د دوی پور به له چین سره دا مرسته وکړي چې د سوداګرۍ... Читать дальше...
د حقیقت څه دی د دې اونۍ په خپرونه کې د کابل ښار د هوا د ککړتیا پر موضوع غږیدلي یو.
د پکتیا امنيتي چارواکي وایي، چې د تېرې جمعې په ورځ د ګډو ځواکونو په دوو بېلا بېلو هوایي بریدونو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د پکتیا د ولایت مقام ویاند عبدالله حسرت نن د شنبې په سهار ازادي راډيو ته وویل، چې یاد بریدونه د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ په کلالګو او هزار خېلو سیمو کې ترسره شوي دي. د ده په وینا په دې بریدونو کې وژل شوي ټول کسان د طالبانو په لیکو پورې اړوند دي. تر اوسه وسله والو طالبانو ددې بریدونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.