Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2019

Новости за 20.12.2019

د سواړۍ لرغونی بازار

Mashaalradio.com 

د بونیر سواړۍ بازار یو زوړ تاریخ لري چې د ځايي مشرانو په وینا ښايي د نیکونو د وخت بازار وي چې له کلونو راهیسې د هر خالي په ورځ لګېږي او له لیرې لیرې ورته کاروباریان او ګاهکان د پېر او پلور لپاره ورته رادرومي. له بونیره د شبیر جان ویډیو راپور

ازادي ستوډیو د نړۍ مهم خبرونه وړاندې کوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د قانون وزارت د پرویز مشرف د اعدام پر حکم دعوه کوي. روسیه او اوکرایین په اصولو کې د ګازو د ټرانزیټ په یوه نوي تړون سلا شوي. په هند کې نن بیا سختې مظاهرې وشوې. اوله ډله انسانان له افریقا اوسني اماراتو ته راغلي و. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ

کمیسیون: شنبه یا یکشنبه پایلې اعلانوو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدايي پایلې به سبا یا بل سبا اعلان کړي. د دې کمیسیون ویندوی ذبیح سادات نن (جمعه) ازادي راډیو ته وویل، حاضردمه د بغلان او فاریاب ولایتونو د پایلو پر پاڼو له تخنیکي پلوه غور کېږي. ده زیاته کړه: زموږ تخنیکي همکاران پرې کار کوي چې په سیستم کې یې ثبت کړي. او بالاخره د کمیسیون مشران پرې پرېکړه وکوي. نهايي هڅه کوو چې د د دې اوونۍ په لومړیو کې یعني سبا یا بل سبا ابتدايي پایلې اعلان کړو.» د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې په ۷ ولایتونو... Читать дальше...



د ازادي راډیو له راپورونه وروسته له ۱۰۲ کورنیو سره مرسته

Pa.azadiradio.com 

په اروزګان کې د جګړه ځپلیو کورنیو د بد وضعیت په اړه د ازادي راډیو د راپور له خپرېدو وروسته له څه باندې سل کورنیو سره مرسته وشوه. په اروزګان کې د ارادي رادیو د خبریال له راپور سره سم د عطا په نوم خیریه موسسې په ترینکوټ کې نن (جمعه) له ۱۰۲ جګړه ځپلیو او بې سرپرسته کورنیو سره مرسته وکړه. په اروزګان کې د عطا خیریه موسسې مسوول عطاالله شګیوال وايي، له دغو کورنیو سره یې وروسته له دې د مرستې اراده وکړه چې د ازادي راډیو راپور یې ولید. بې سرپرسته کورنۍ، چې د ډېرو سرپرستان په جګړه کې وژل شوی، وايي چې سوال او فقر ته محتاج شوي وو.

د بریتانیا پارلمان پر برګزیت رایې اخلي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د بریتانیا د پارلمان غړي نن (جمعه) د راتلونکي ۲۰۲۰ د جنورۍ تر یودېرشمې پورې له اروپايي اتحادیې څخه د خپل هیواد د وتلو یا برګزیټ په اړه د صدراعظم بوریس جانسن پلان رایو ته وړاندې کړي. جانسن د نن ورځې تر رای اچولو وړاندې د بریتانیا د عوامو جرګې ته وویل: «نن کومه ژمنه چې موږ خلکو ته ورکړې، پوره کوو او برګزیت د کرسمیس تر پایه رایو ته وړاندې کوو.»  جانس د تېرې اوونۍ په عامو انتخاباتو کې اکثریت ترلاسه کړی و. د برګزیټ مخالفان وايي چې د بریتانیا د صدراعظم له لوري وړاندې شوې لایحه به دا هیواد له نامعلوم حالت سره مخامخ کړي.

زلزلې په بدخشان کې لږترلږه ۲۰ کورونه زیانمن کړي

Pa.azadiradio.com 

یوې نسبتاً زورورې زلزلې د پلازمېنې کابل په شمول د افغانستان یو شمېر سیمې ولړزولې. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د متحدو ایالتونو د جیالوجیکي سروې ادارې د دې زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه یو درجه اټکل کړی او ویلي یې دي چې د هغې مرکز د بدخشان د جرم ولسوالي د جنوب لوېدیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې و. دا زلزله په پاکستان او د هند په شمالي سیمو کې هم احساس شوې ده. تراوسه پورې د زلزلې له کبله د مرګ ژوبلو ی په اړه کوم راپور نه دی ورکړی شوی خو د بدخشان ولایت چارواکي وايي چې لږترلږه ۲۰ کورونه زیانمن شوي دي. Читать дальше...

د ایران ولسمشر جاپان ته لاړ

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر حسن روحاني په داسې حال کې جاپان ته تللی چې دا هیواد هڅه کوي د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا په اوج کې منځګړتوب وکړي. روحاني د ایران لومړنی ولسمشر دی چې له شاوخوا شلو کلونو وروسته جاپان ته سفر کوي. دی وروسته له دې دا سفر کوي چې د جاپان صدراعظم شینزو ابې د جون په میاشت کې په څلوېښتو کلونو کې د جاپان د لومړني صدراعظم په توګه تهران ته سفر وکړ.



مسکو کې یوه بریدګر یو امنیتي کارکوونکی په ډزو وژلی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د امنیتي خدماتو فدرال ادارې (اف اس بي) ویلي چې په پلازمېنه مسکو کې د دې ادارې پر کارکوونکو د یوه نامعلوم کس په ډزو کې یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي. دا پېښه پرون داسې مهال شوې چې نن د ډسمبر ۲۰ روسیې د امنیتي خدماتو ورځ ونمانځله. د اف اس بي  چارواکو د روسیې رسنیو ته ویلي چې د امنیتي خدماتو د فدرال ادارې یو افسر په دې پیښه کې وژل شوی دی. د دوی په خبره برید کوونکی یوازي وو او ودانۍ ته نه دی ننوتلی. تر دې وړاندې همدې ادارې ویلي وو چې "برید کوونکی خنثی شو"، دا هغه لفظ دی چې روسي چارواکي یې هغه مهال کاروي چې برید کوونکی وژل شوی وي.

نشه یي توکو سره مبارزه کې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره همکارۍ دوام مومي

Pa.azadiradio.com 

مسکو، توکیو او د ملګرو ملتونو ادارې له نشه یې توکو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون د ډسمبر ۱۹مه له خپل جاپاني سیال توشیمي موتیګي سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته دا خبره وکړه. د روسیې تاس خبري آژانس د لاوروف له قوله راپور ورکړی چې وایې روسیې، جاپان او د ملګرو ملتونو اړوند ادارو موافقه کړې چې د نشه یې موادو پر وړاندي مبارزې په برخه کې به د افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو د وړتیاوو په لوړولو کې همکاري لا ډېره کړي. Читать дальше...

حمدالله محب: ترهګرۍ سره مبارزه کې د افغانستان قربانۍ باید وستایل شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وایې، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان قربانۍ باید وستایل شي. حمد الله محب د پنجشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې له خپل هندي سیال سره د لیدو پر مهال دا خبره کړې ده. د افغانستان د ملي  امنیت شورا ویاند کبیر حقمل د دې لیدني په اړه آزادي راډیو ته وویل: "د خبرو محور په افغانستان کې جګړه، د سولې پروسه او له ترهګرۍ سره مبارزه وه. د ملي امنیت سلاکار وویل چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ټولو په استازولی قربانۍ ورکړي او باید دا قربانۍ یې... Читать дальше...

د ناټو قومندان او د کندهار چارواکو د امنیتي ګواښونو پر کمولو خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې ناټو ځواکونو عمومي قومندان او د کندهار چارواکو د امنیتي ګواښونو د راکمولو پر لارو چارو خبرې وکړې. سکاټ میلر د جنوبي ولایتونو د امنیت د ارزوني په هدف پرون مازدیګر کندهار ته ولاړ او د کندهار له والي حیات الله حیات سره یې د ژمي پر مهال د امنیتي ګواښونو د کنټرول او ښې همغږۍ رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې. د کندهار د والي ویاند بهیر احمدې آزادي راډیو ته وویل چې دواړه لوري پر یو لړ امنیتي پلانونو سلا شول. "په دې لړ کې ځینې تصمیمونه هم نیول شوي چې د هغو پلانونو ښه تطبیق ته ډېر هیله من یو. Читать дальше...

اروپايي پارلمان لوګر کې له زده کوونکو د جنسي استفادې په تړاو د خپلواکې څېړنې غږ کړی

Pa.azadiradio.com 

د اروپا پارلمان د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو د افغانستان له لویې څارنوالۍ غوښتي چې په لوګر کې د ښوونځيو له ماشومانو د جنسي استفادې او ځورونې ادعاوو په اړه خپلواکه او بې طرفه څېړنه وکړي.

مردان کې ښځو لپاره ځانګړي بسونه درول شوي

Mashaalradio.com 

په مردان کې د ښځو لپاره له جاپانه ډالۍ شوي اووه خصوصي بسونو کې پنځه بسونه درول شوي او یوازې له دوو بسونو کار اخیستل کېږي چې له کبله یې د لیرې پرتو سیمو مېرمنې او زده کوونکي له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. نور په ویډیو راپور کې.

Спорт в России и мире
Москва

Сергей Лёвкин: в Митине завершат возведение физкультурно-оздоровительного комплекса


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Даниил Медведев

Теннисист Медведев не смог выйти в четвертьфинал турнира серии «Мастерс» в Риме


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Удмуртия не вошла в число регионов, утвердивших планы адаптации к изменениям климата





Путин в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о господдержке многодетных семей


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Зеленский после приезда Блинкена в Киев сразу же стал выпрашивать у США дополнительные ЗРК Patriot


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Елена Волкова

Дмитрий Бикбаев готовит премьеру театрального проекта, основанного на личных переживаниях



Москва

По небольшому счету: в РФ хотят ввести стандарт допустимой доли расходов на ЖКХ

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net