د ازادي راډیو له راپورونه وروسته له ۱۰۲ کورنیو سره مرسته
په اروزګان کې د جګړه ځپلیو کورنیو د بد وضعیت په اړه د ازادي راډیو د راپور له خپرېدو وروسته له څه باندې سل کورنیو سره مرسته وشوه.
په اروزګان کې د ارادي رادیو د خبریال له راپور سره سم د عطا په نوم خیریه موسسې په ترینکوټ کې نن (جمعه) له ۱۰۲ جګړه ځپلیو او بې سرپرسته کورنیو سره مرسته وکړه.
په اروزګان کې د عطا خیریه موسسې مسوول عطاالله شګیوال وايي، له دغو کورنیو سره یې وروسته له دې د مرستې اراده وکړه چې د ازادي راډیو راپور یې ولید.
بې سرپرسته کورنۍ، چې د ډېرو سرپرستان په جګړه کې وژل شوی، وايي چې سوال او فقر ته محتاج شوي وو.