د ډېسېمبر پر اتمه، د خیبر پښتونخوا په سوات او پېښور کې د پښتون ملتپاله مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶م تلین ولمانځل شو. په دې لړ کې تر ټولو لویه غونډه په سوات کې وشوه چې ورته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښو مشرانو د اڅکزي پر ژوند او هڅو ویناګانې وکړې. دوی وویل چې که پښتانه د "خان شهید" پر افکارو عمل وکړي نو له اوسنیو ستونزو خلاصېدای شي. د سوات غونډې په پای کې د یوه پرېکړه لیک له لارې په ننګرهار کې د ډاکتر تېڅو ناکامورا د وژنې غندنه وشوه. ویډیويي رپورټ وګورئ.
مسوولین وايي، دا ځل د افغانیو ترویج ځکه اسان دي، چې دوه کلدارې په یوه افغانۍ تبادله کیږي.
د بلوچستان حکومت وايي، په صوبه کې د بجلۍ د کمي پورته کولو لپاره پر داسې بېلا بېلو پروژو کار کوي چې ورسره به په صوبه کې د بجلۍ د کمي مسله هواره شي.
د روغتيا په برخه کې د هغه هېواد د وزيراعظم د سلاکار ډاکټر ظفر مرزا له خولې ليکلي چې عمران خان ټولو لومړیو وزیرانو ته ويلي چې د راتلونکی کمپاين مشري دې پخپله وکړي.
د روغتيا په برخه کې د هغه هېواد د وزيراعظم د سلاکار ډاکټر ظفر مرزا له خولې ليکلي چې عمران خان ټولو لومړیو وزیرانو ته ويلي چې د راتلونکی کمپاين مشري دې پخپله وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو ستونزو د حل په هدف له سیاسي ګوندونو مدني ټولنو، د نوماندانو له استازو د څار له ملي او نړیوالو بنسټونو او بهرنیو مرستندویو ادارو سره معلوماتي غونډه جوړه کړې وه.
د ارزګان د ترینکوټ ښار اوسېدونکې فاطمې هغه هیله پوره شوه چې زوی یې په یوه خصوصي ښوونځي زده کړې وکړي. د ۵۰ کلنې فاطمې د بیوزلۍ په اړه د ازادي راډیو د راپور تر خپرېدو وروسته، یوه خصوصي ښوونځي ومنله چې د هغې ۱۴ کلن زوی نجم ته په وړیا ډول د زده کړې فرصت برابر کړي.
نور جزئیات یې د هیلۍ اسد په راپور کې.
یوه مختصره خو پر وقاره دعاییه غونډه کې ډاکټرناکامورا ته درناوی وړاندې کړ. په دې غونډه کې د چارواکو ترڅنګ د نوموړي د کورنۍ غړو هم برخه واخېسته.
د سولې ولسي حرکت وايي چې دا ځل به د موټرو په یوه کاروان کې د سولې له پیغام سره د هېواد یوشمېر ولایتونو ته ځي.
د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست نن رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې وویل، دا لړۍ له هلمنده پیلېږي او په هلمند کې به پای ته رسېږي.
هغه وویل: "د ولسي ولسي حرکت داځلې له هلمنده تر هلمنده د موټریزو کاروانونو لړۍ پیلوي. دا لړۍ به دوه ورځې وروسته له غور څخه پیل شي، بیا تر بادغیس، هرات، نیمروز، فراه، هلمند، کندهار، کابل او وروسته تر شمالي ولایتونو پورې غځول کېږي."
ښاغلي وطندوست... Читать дальше...
د هانګ کانګ اوسېدونکو د تېرو شپږو میاشتو د اعتراضونو په دوام د مدني او بشري حقونو د دفاع لپاره نن ډلې ډلې، په هغه لاریون کې ګډون وکړ چې چارواکو یې اجازه ورکړې وه.
د ډیموکراسۍ دې پلوي معترضانو شعارونه ورکول چې له خپلو غوښتنو څخه به تېر نه شي. د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې د مظاهرو اکثر ګډونوالو د سیمه ییزو او مرکزي چارواکو د احتمالي حملو له وېرې خپل مخونه په نقابونو پوښلي وو.
له دې مخکې د چارواکو له قوله په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي وو چې یوولس کسان نیولي شوي او یوه تومانچه او ځینې نورې کوچنۍ وسلې ترې ترلاسه شوي دي.
د ايران ولسمشر حسن روحاني پارلمان ته هغه لايحه وړاندې کړه چې ده "د بنديزونو پر وړاندې د مقاومت بودجه" وبلله.
د مومندو د پړانګ غار په بېلا بېلو کلیو کې پر زرګونه جریبه ځمکه د ټماټرو پټي دي. ټماټر په ځینو سیمو کې باټینګر، په ځینو کې سره باتینګړ او په ځینو کې یې رومیان هم بلل کېږي چې په وروستیو کې یې په پاکستان کې بیه خورا لوړه شوې. همدا لامل دی چې د پړانګ غار کروندګر خوشاله دي چې دا ځل ښايي زیاته ګټه ولري. ویډیو وګورئ.
د کوټې ښار لویدیځ لوري ته غر "جبل نور" نومېږي چې د قران او نورو اسلامي کتابونو د میلیونونه پخوانیو او ضعیفو نسخو خوندیځای دی. پر ۱۹۹۲ز کال د نسخو خوندي کولو چارې د کوټې یوه وګړي حاجي ولي محمد پیل کړ چې له وصیت سره سم، تر مړینې وروسته هم هلته ښخ شوی دی. سلانیان جبل نور ته د دیني کتابونو د تاریخي نسخو لیدو او عبادت ته ورځي. ویډیويي رپورټ.
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه د افغانستان حکومت او طالبان بېلابېل نظرونه لري. ارګ وايي، دا د مذاکراتو نوی پړاو دی، ځکه چې د کابل پر ځینو شرطونو هم په کې بحث کېږي، خو طالبانو یې د درېدلو خبرو دوام ګڼي.
د کندز بڼوال او بزګران وايي، سږکال د آب و هوا د ښه والي له کبله دوی د بادام له باغونو د قناعت وړ حاصلات راټول کړي دي.
د ننګرهار د اچين ولسوالۍ يوه مېرمن وايي داعش يې دوه غبرګ زامن په يوه ورځ د ماشومانو په مخ کې ووژل. هغې ته ګڼ يتيمان پاتې دي. نوموړې وايي دومره ظلم ورسره شوی که دغه وسله وال په مخه ورشي نو په تبرګي به يې ووهي.
نور حال يې په دې ويډيو کې وګورئ.
ټيليفوني خبرو کې اختر مینګل او جهانګیر ترین په دې سلا شول چې د دواړو غاړو مرکچيان به د ډېسېمبر پر ۱۰مه نېټه په ملاقات کې دا خبرې څېړي.
د کابل ککړې هوا نه یوازې دا چې کابل ښاریان یې اندیښمن کړي بلکې ناروغۍ یې هم ډیرې کړي دي.
په فاریاب ولایت کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو یو قومندان له خپلو یوشمېر همکارانو سره په بلخ ولایت کې وژل شوی دی.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل آزادۍ راډیو ته وویل سمونیار محمدخان احمدي له خپل یوه سرتېري سره تېره شپه د شولګرې ولسوالۍ په بابا عوض سیمه کې وژل شوی.
ښاغلي عادل وویل چې احمدي د خپل یوه خپلوان د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره شولګرې ته تللی و، او د یو بل خپلوان په کور کې د طالبانو له خوا ووژل شو. ویاند زیاتوي چې طالبانو د دې قوماندان ځینې نور ملګري له ځان سره بیولي وو، چې څو ساعته مخکې یې پولیسو د یوه مړی موندلی دی. Читать дальше...
حکومت د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې له خړ لیسټ څخه د لرې کېدو په لړ کې د ۱۱۳ مدرسو انتظامي کنټرول اخیستو ترڅنګ ځيني نور ګامونه هم پورته کړي
د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم پلویانو په سمنګان او هرات ولایتونو کې د هغه څه پرضد چې دوی یې په انتخاباتو کې درغلۍ بولي، مظاهره وکړه او د تقلب او تقلبکارانو پرضد یې شعارونه ورکړل.
د نننیو مظاهرو ګډونوالو وویل، د دوی اعتراضونه به تر هغه وخته دوام وکړي چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پاکې او ناپاکې رایې سره جلا نه کړي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټیمونو د مخالفت له کبله د تلې د شپږمې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې تراوسه نه دي اعلان شوي.
د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د لایق په نوم د حزب اسلامي یو قوماندان تېره شپه د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلومیار آزادۍ راډیو ته وویل چې لایق د ملي پولیسو له درېیو سرتېرو سره په غلام بای سیمه کې پر یوې ګډې امنیتي پوستې د طالب وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
ښاغلي خانزاده زیاته کړه چې د حزب اسلامي او ملي پولیسو ګډه پوسته د جګړې په لومړۍ کرښه کې وه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي دي چې په دې برید کې پوسته نیول شوې او اته امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د ولسمشرۍ د ټاکنو د کاندید فرامرزتمنا په مشرۍ د تدبیر او پراختیا ټیم د ولسمشراشرف غني له دولت جوړوونکي ټیم څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
په یوه ګډه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ویل شوي چې د دواړو ټیمونو انتخاباتي کمپاین د پلانونو پربنسټ ولاړ و، نو ځکه دوی پریکړه کړې چې له یوبل سره ائتلاف وکړي.
له دې مخکې د زلمي رسول او نورالحق علومي په ګډون یوشمیر نورو کاندیدانو هم له ښاغلي غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړی.
افغانستان د خپل افتخاري تابعیت لرونکي له جسد سره خدای پاماني وکړه.
د جاپاني الاصله افغان ټیټسو ناکامورا جسد جاپان ته ولېږدول شو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړو دولتي مراسمو کې د هغه تابوت ته اوږه ورکړه.
ښاغلي غني ژمنه وکړه، چې د ناکامورا وژونکي به د افغان امنیتي بنسټونو له خوا ونیول شي.
په پاکستان کې د عمران خان پر حکومت نیوکې کېږي چې د تېرو څو کلونو پرتله اوس ګراني ډېره زیاته شوې ده او د خلکو ژوند یې له کړاوونو سره مخ کړی دی.
Спорт в России и мире
Москва
Олимпиада по финансовой грамотности МГУ проходит при поддержке СберСтрахования жизни
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Мария стала соперницей Азаренко на турнире WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Результативность, вовлечённость, трудоголизм — где грань? Книга от автора российской модели факторов вовлечённости персонала.
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о формировании взаимовыгодного международного сотрудничества
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
VII Всебелорусское народное собрание: основные заявления Александра Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
В РПЦ отказались называть причины запрета в служении иерея Сафронова, отпевавшего Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Коммерсантъ
ДЭГ местного значения // Суд оставил в силе итоги электронного голосования на выборах президента
Москва
Волонтеры Московского НПЗ провели месячник по благоустройству
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net