د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو یو قومندان طالبانو په بلخ کې وژلی
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل آزادۍ راډیو ته وویل سمونیار محمدخان احمدي له خپل یوه سرتېري سره تېره شپه د شولګرې ولسوالۍ په بابا عوض سیمه کې وژل شوی.
ښاغلي عادل وویل چې احمدي د خپل یوه خپلوان د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره شولګرې ته تللی و، او د یو بل خپلوان په کور کې د طالبانو له خوا ووژل شو. ویاند زیاتوي چې طالبانو د دې قوماندان ځینې نور ملګري له ځان سره بیولي وو، چې څو ساعته مخکې یې پولیسو د یوه مړی موندلی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د پولیسو دا قوماندان او مرستیال یې له څلورو نورو سرتېرو سره وژلي او د هغوی درې نور ملګري یې ټپیان کړي دي.
