د ناټو قومندان او د کندهار چارواکو د امنیتي ګواښونو پر کمولو خبرې وکړې
په افغانستان کې ناټو ځواکونو عمومي قومندان او د کندهار چارواکو د امنیتي ګواښونو د راکمولو پر لارو چارو خبرې وکړې.
سکاټ میلر د جنوبي ولایتونو د امنیت د ارزوني په هدف پرون مازدیګر کندهار ته ولاړ او د کندهار له والي حیات الله حیات سره یې د ژمي پر مهال د امنیتي ګواښونو د کنټرول او ښې همغږۍ رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدې آزادي راډیو ته وویل چې دواړه لوري پر یو لړ امنیتي پلانونو سلا شول.
"په دې لړ کې ځینې تصمیمونه هم نیول شوي چې د هغو پلانونو ښه تطبیق ته ډېر هیله من یو. هیله مو دا ده چې د دې پلانونو په عملي کېدو سره د امنیتي ګواښو سطح ډېره راټیټه شي."
سکاټ میلر کندهار ته په دې یو ورځني سفر کې د زابل له والي رحمت الله یارمل سره هم لیدلي دي.
د کندهار چارواکو آزادي راډیو ته وویل چې د تېر کال په مقایسه د کندهار امنیتي وضعیت کې ښه والی راغلی دی.