نشه یي توکو سره مبارزه کې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره همکارۍ دوام مومي
مسکو، توکیو او د ملګرو ملتونو ادارې له نشه یې توکو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون د ډسمبر ۱۹مه له خپل جاپاني سیال توشیمي موتیګي سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته دا خبره وکړه.
د روسیې تاس خبري آژانس د لاوروف له قوله راپور ورکړی چې وایې روسیې، جاپان او د ملګرو ملتونو اړوند ادارو موافقه کړې چې د نشه یې موادو پر وړاندي مبارزې په برخه کې به د افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو د وړتیاوو په لوړولو کې همکاري لا ډېره کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، دوی دا موافقه هم وکړه چې د نشه یې موادو پروړاندي د مبارزې په برخه کې د همکارۍ تجربې به د تروریزم پر وړاندي جګړې برخې ته هم انتقال کړي.