مسکو کې یوه بریدګر یو امنیتي کارکوونکی په ډزو وژلی
د روسیې د امنیتي خدماتو فدرال ادارې (اف اس بي) ویلي چې په پلازمېنه مسکو کې د دې ادارې پر کارکوونکو د یوه نامعلوم کس په ډزو کې یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
دا پېښه پرون داسې مهال شوې چې نن د ډسمبر ۲۰ روسیې د امنیتي خدماتو ورځ ونمانځله.
د اف اس بي چارواکو د روسیې رسنیو ته ویلي چې د امنیتي خدماتو د فدرال ادارې یو افسر په دې پیښه کې وژل شوی دی. د دوی په خبره برید کوونکی یوازي وو او ودانۍ ته نه دی ننوتلی.
تر دې وړاندې همدې ادارې ویلي وو چې "برید کوونکی خنثی شو"، دا هغه لفظ دی چې روسي چارواکي یې هغه مهال کاروي چې برید کوونکی وژل شوی وي.
د روسیې د روغتیا وزارت د ویاند له قوله ویل شوي چې پنځه ټپیان تر درملني لاندي. دوی د یادې ادارې د دوو افسرانو زخمونه جدي بولي .
پېښه تقریبا هغه مهال وشوه چې د روسیې ولسمشر پوتین په کرملین کې مراسمو ته چې د امنیتي خدماتو د ورځي د لمانځلو په هدف جوړ شوي وو، وینا وکړه.