سوداګرۍ وزارت: د پانګونې د جواز ورکړې بهیر کې زیاتوالی راغلی
د دې وزارت د رسنیو برخې مسوول جواد دبیر نن ازادي راډيو ته وویل، تېر کال شاوخوا ۶ زره د پانګونې جوازونه ویشل شوي وه چې، دغه شمېر سږکال شاوخوا ۱۲ زرو ته پورته شوی.
هغه زیاتوي: "د جواز ورکړې او اخیستنې پروسه په چټکۍ سره پر مخ روانه ده، له نیکه مرغه د جواز د ورکړې پروسه هم د قیمت له اړخه او هم د طی مراحلو له اړخه اسانه شوې او پانګه وال کولای شي په اسانۍ سره جواز تر لاسه کړي."
د ښاغلي دبیر په خبره، په افغانستان کې د سوداګرۍ روان حالت هیله بښونکی دی او ډيری سوداګر د اوبو، ساختماني او د کثافاتو د مدیریت په برخو کې یې جواز اخیستی او غواړي پانګه وکړي.
