ټرمپ مسکو ته د امریکا په انتخاباتو کې د نه لاسوهنې خبرداری ورکړی
ښاغلي ټرمپ په ورته وخت کې مسکو وهڅاوه چې د اوکراین شخړې حل کړي.
ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې دی په نړیواله کچه د وسلو د اغېزناک کنټرول ملاتړ کوي چې په هغه کې یوازې روسیه شامله نه وي، چین هم پکې وي.
د امریکا ولسمشر همداراز له روسیې وغوښتل چې ایران د اټمي وسلو له جوړولو وګرځوي او شمالي کوریا له اټمي وسلو خالي کړي.
سرګي لاوروف یوه ورځ وروسته تر هغه واشنګتن ته ولاړ چې په پاریس کې د روسیې، فرانسې، جرمني او د اوکراین استازیو غونډه وکړه. دا غونډه د اوکراین په ختیځ کې د شخړو د هواري لپاره وه.
