بلخ کې د عبدالله عبدالله پلوي مظاهره کوونکو د ټاکنیز روڼوالي غوښتنه وکړه
لاریونوالو چې د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله عکسونه یې لېږدول، د انتخاباتو له کمیسونه غوښتنه کوله چې د درغلیو مخه دې ونیسي. په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وايي، لاریونوالو نن د څو ساعتونو لپاره د بلخ د پوهنتون په وړاندې سړک د ترافیکو پر مخ تړلی وو.
په دې مظاهره کې د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق چې د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټیم غړی دی برخه درلوده.
ښاغلي محقق لاریونوالو ته په وینا کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د انتخاباتو په پروسه کې دې د شفافیت ملاتړ وکړي. نوموړي له انتخاباتي کمیسونونو هم غوښتنه وکړه چې پاکې او ناپاکې رایې دې سره بېلې کړي.
د ثبات او هم پالنې ټیم د انتخاباتو کمیسیون تورنوي چې هڅه کوي شا او خوا درې سوه زره هغه رایې چې دا ټیم یې تقلبي او ناسمې رایې بولي د پاکو رایو په توګه وشمیري. خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په دې اداره کې د درغلیو او شفافیت د نشتوالي تورونه ردوي او وايي، دا رایې تر هغې چې څیړل شوې نه وي په یو مخ نه شې باطلولی.
په مزار شریف کې وروستی لاریون داسې مهال کیږي چې تېره شپه ښاغلي عبدالله له خپلو پلویانو وغوښتل څو په هغو اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرلو اجازه ورکړي چې ددې ډلې د ملاتړو له خوا په کې د انتخاباتو سیمه ییز دفترونه تړل شوي دي.
