د اروپايي کمېسیون مشره د راتلونکي کال لومړیو کې ټرمپ سره ګوري
هغې دا خبره پرون په ټویټر باندې کړې ده.
وان دیر لاین چې مخکې د جرمني دفاع وزیره هم پاتې شوې ویلي چې له ټرمپ سرهیې په ټیلیفوني خبرو کې د امریکا او اروپا د منصفانه مشارکت غوښتنه کړې ده.
د امریکا او اروپا سوداګریزې اړیکې کړکېچنې شوي.
په تېرو درېیو کلونو کې ټرمپ په اروپایي هېوادونو د المونیمو او فولادو په برخه کې تعرفې لوړې کړي.
واشنګټن همدارنګه د فرانسې لهخوا په ډيجیتالي برخې د مالیې د لګولو په غبرګون ځیني فرانسوي مالونه له هغې ډلې شمپاین "فرانسوي شراب" او د دغه هېواد په لاسي بکسونه تر هدف لاندې نیولي دي.
