ازبکستان کې د پارلماني ټاکنو رایه شمېرنه
د ازبکستان د پارلماني ټاکنو د رایو شمېرنه دوام لري او نن به یې پایلې راووځي. دا واک ته د ولسمشر شوکت میرزیاییف له رسېدو درې کاله وروسته لومړني پارلماني انتخابات دي. د ازبکستان د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون په خبره تمه ده چې د ټاکنو پایلې نن دوشنبه دوه بجې اعلان کړي. کمېسیون ویلي د پرون ورځې په ټاکنو کې ۱۳ میلیونه او درې نیم لکه کسانو ګډون کړی و چې د شرایطو برابر څه باندې اویا فیصده جوړوي. دا انتخابات د ( نوي ازبکستان، نوې ټاکنې ) په شعار ترسره شوې. خو شننونکي وايي، په ازبکستان کې د رایو په... Читать дальше...