جرمني: روسیې د چیچنیايي بېلتون پال ورسپارلو غوښتنه نه وه کړې
هیکو ماس وویل، هیچا د دغه هېواد له حکومته غوښتنه نه وه کړې چې څلوېښت کلن زیلیم خان خانګوشویلي وروسپاري.
خانګوشویلي چې د اګست په ۲۳ مه نېټه په برلین کې ووژل شو، مخکې تر دې چې جرمني ته پناه یوسي د روسیې په چیچنیا جمهوریت کې له نورو بېلتون غوښتونکو سره اوږه په اوږه د روسي پوځیانو پر ضد جنګېدلی و.
د نوموړي د قتل په تور یو روسی له پېښې لږ وروسته ونیول شو او د جرمني څارنوالانو ویلي چې ممکن دا قتل د روسیې د حکومتي ادارو په امر شوی وي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روان دسمبر په نهمه په یوه خبري غونډه کې خانګوشویلي یو وژونکی وباله او ویې ویل چې مسکو د هغه د ورسپارلو غوښتنه کړې وه.
