ایراني چارواکي د یوې بلې سایبري حملې شنډولو خبره کوي
ښاغلي جهرمي وویل، دا وار د دې انټرنټي حملې هدف د دولت د استخباراتو په اړه جاسوسي کول وو.
د ايران د مخابراتو وزير نن په يوه لنډکي ټويټ کې ويلي چې دغه سايبري يا انټرنټي حمله تشخيص او د ايران د انټرنټي خونديتوب سپر په مرسته شنډه کړاى شوې ده.
نوموړي د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، هغه استخباراتي ادارې هم تشخيص شوي چې دا حمله يې کړې او هکران هم څارل شوي دي.
د ايران د مخابراتو وزير تېره چهارشنبه هم ويلي وو چې يوې "لويې" او د کوم بل دولت انټرنټي حملې د ايران د برښنا زېربنا په نښه کړې ده.
ښاغلي جهرمي تر هغه یوه ورځ وړاندې د ایران پر بانکونو د سایبري برید راپورونه ردکړي وو.
که څه هم ايران پر خپلو ډېرو زېربناوو انټرنټ قطع کړى، خو څو څو ځلې يې د انټرنټي حملو د شنډولو خبره کړې ده.
