ازبکستان کې د ځمکې ښویېدو شپږ کارګر وژلي
د ازبکستان له اضطراري حالاتو سره د مبارزې وزارت نن وویل چې دا پېښه په یونس آباد سیمه کې د میترو پر لیکه شوې، هغه ځای چې اوسمهال پکې د بیا رغونې کارونه روان دي.
د دې موضوع په اړه تحقیقات پیل شوي دي چې ایا د دې غمیزې مخه نیول کېدای شوای که نه.
