ملګرو ملتونو کریمیا کې د بشري حقونو په تړاو یو پرېکړه لیک تصویب کړ
دا خبره په نیویارک کې د ملګروملتونو په مقر کې د اوکراین دایمي نمایندګۍ کړې ده.
دغه پرېکړه لیک ته د ۲۳ مخالفو رایو په وړاندې ۶۵ هېوادونو موافقه رایه ورکړه او ۸۳ هېوادونو خپلې رایې ونه کارولې.
د هغو هېوادونو په ډله کې چې دغه پرېکړه لیک ته یې مخالفې رایې ورکړي، روسیه، بلاروس، ارمنستان، ونزوېلا، سوریه او ایران شامل دي.
په ملګروملتونو کې د اوکراین د ډیپلوماتیکې نمایندګۍ ویاند اولی نیکولینکو په خپله فیسبوک پاڼه کې ویلي چې دغه پرېکړه لیک او پر يوې پوځي سیمې د کریمیا د ټاپووزمې د بدلولو لپاره د روسیې په اړه د ملګروملتونو مخکینی تصویب شوی پرېکړه لیک د کیف د هغو سیاسي او ډیپلوماتیکوهڅو نتیجه ده چې غواړي دا سیمه بیرته د اوکراین د ځمکنۍ بشړتیا یوه برخه شي.
روسیې د کریمیا ټاپووزمه په ۲۰۱۴ کال د پوځي یرغل په نتیجه کې لاندې او وروسته یې له خپلې خاورې سره ملحق کړه.
