هند تېرو شپږو کلونو کې د مسلمانانو په ګډون ۴۰۰۰ کسانو ته تابعیت ورکړی
د هند د کورنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي دا خبره په داسې مهال وکړه چې د تابعیت په ورکړه کې د مسلمانانو د استثنا کولو په اعتراض کې د هند په بېلابېلو ښارونو کې سترې مظاهرې وشوې.
د هند له لوري د نوي تصویب شوي قانون پر اساس د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش غیر مسلمانو وګړو ته د هند تابعیت ورکول کېږي.
د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت وايي، په وروستیو شپږو کلونو کې یې ۲ زره ۸۳۰ پاکستانیانو، ۹۱۲ افغانانو او ۱۷۲ بنګالیانو ته د هند تابعیت ورکړی دی چې د هغو په منځ کې سلګونه مسلمانان هم شامل دي.
